د نکاح ډولونه (فاسده او باطله نکاح)

فاسده نکاح :

فاسده نکاح د احنافو په نزد هغه نکاح ده چې د نکاح د صحت د شرطونو څخه کوم شرط پکې نه وي لکه : د شاهدانو پرته نکاح ، مؤقته يا د څه وخت لپاره نکاح ، پنځمه نکاح يا د پنځو ښځو جمع کول په نکاح کې ، د دوو خويندو جمع کول په نکاح کې يا د ښځې د ورېرې ، خورزې جمع کول ، داسې نکاح چې يو طرف په نکاح کولو هيڅ خبر نه وي ، او يا په بې علمی سره د خپلو محارمو سره نکاح کول د امام ابوحنيفه په نزد فاسد او د صاحبين (امام يوسف او امام محمد ) په نزد باطل او همدا د بطلان قول راجح دی .

په فاسده نکاح باندې د شرعي نکاح هيڅ حکم نه جاري کيږي ، په هغه کې د ښځې سره دخول حرام دی ، د مهر او نفقې ورکول واجب نه دي ، عدت پکې واجب نه دی ، حرمت مصاهرت نه ثابتيږي ، نسب نه ثابتيږي ، ميراث نه ثابتيږي او په زوجينو (خاوند او ښځه ) واجب ده چې فوراً خپله سره جلا شي او که نه خبره اسلامي محکمې او قاضي ته وړاندې کيږي چې هغه به د دوی په مينځ کې د تفريق (جلاوالي ) حکم کوي .

که فاسده نکاح کې دخول او جماع شوې وي ګناه ده خو حد ورباندې نشته ځکه په دې کې شبهه ده خو که د تفريق وروسته جماع وکړي حد ورباندې جاري کيږي ( فقه الاسلامي وادله ) .

باطله نکاح :

باطله نکاح د احنافو په نزد هغه نکاح ده چې د هغه د صحت په شرطونو کې څه خلل وي ، لکه د نا پوهه ماشوم سره نکاح ، يا د نکاح داسې صيغه کارول چې هغه په آينده زمانه دلالت کوي او د محارم سره نکاح لکه : خور ، عمه ، د واده شوي ښځې سره نکاح کول چې په دې باندې علم ولري چې هغه خاوند لري ، د مسلمانې نکاح د غير مسلم سره او د مسلمان نکاح د غير کتابې ښځې سره او داسې نور .

حکم د باطلې نکاح دا دی چې په هغه باندې د نکاح هيڅ حکم نه جاري کيږي په هغه کې دخول رواه نه دی مهر نشته نفقه نشته او نه اطاعت او نه هم د ميراث ثبوت ورباندې شته هغوی به فوراً جلا کيږي او که نه اسلامي محکمه به يې په زور جلا کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً