الخِطْبة (رېباري او خواستګاري )

د نکاح مخکې خطبه (ريباري کول) مستحب او غوره کار دی .

خطبه (رېباري يا خواستګاري) د نکاح د پاره د يوې ښځې غوښتلو او د نکاح وړانديز کولو ته وايي ، خطبه د واده مقدمه او پيل بلل کيږي ، خطبه يا خواستګاري اسلامي شريعت په دې وجه مباح ګرځولې ده څو د واده څخه مخکې د نجلی او هلک د صورت او سيرت په اړه معلومات حاصل کړي .

د رېبارۍ يا خواستګارۍ طريقه :

اول : دا چې د خواستګارۍ د پاره کومه ښځه ور وليږي او هغه نجلۍ وګوري او د هغې د صفاتو څخه ځان خبر کړي ، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې ام سليم يوې ښځې ته د خواستګارۍ د پاره ليږلې وه .

همداسې د ښځې يا د هغې ولي د پاره جايز دي چې د هلک د کتلو او صفاتو معلومولو د پاره يو سړی وليږي .

دوهم : دا چې خپله سړی ښځه وويني يا ښځه سړی وويني .

د جمهورو فقهاؤ په نزد فقط د مخ ، لاسونو او د امام ابوحنيفه په نزد د پښو کتل جايز دي او بس ځکه د مخ د کتلو څخه يې جمال او ښايست څرګنديږي ، د لاسونو کتلو څخه يې د اندامونو وچوالی او نرموالی معلوميږي او د پښو څخه يې لوړوالی او ټيټ والی معلوميږي[1] .

مګر په هيڅ صورت کې به د هغې سره اختلاط او ګدون نه کوي. د هغې د محرم د موجوديت پرته له هغې سره کيناستل ، کتل ، خبرې کول ، چکر وهل ټول حرام دي .

ځکه خِطبه نکاح نه ده بلکي د نکاح خواستګاري يا وعده وي چې د نکاح حکم نه ورباندې جاري کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها، فإن ثالثهما الشيطان»[2] .

ژباړه: څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی.

هغه کسان چې د واده مخکې د بيګانه ښځو سره د خواستګارۍ په بهانه چکر وهي ملګري ور سره کوي دا ټول حرام شيطاني صفات دي چې ددې کسانو په اصل کې خِطبه او خواستګاري هدف نه وي بلکي هغوی د شيطاني خواهشاتو او غوښتنو ليوان وي .

د رېبارۍ يا خواستګارۍ د جواز شرطونه :

۱- دا چې خواستګاری به د داسې ښځې وي چې شرعي موانع ونه لري لکه : د نکاح حرمت .

۲- دا چې خواستګاري به د ښځې د طلاق ، يا د هغې د خاوند د مرګ په عدت کې نه وي .

۳- دا چې خواستګاري به د بلې خواستګارۍ سربيره نه وي کوم چې مخکې بل کس خواستګاري کړي وي څو چې د مخکې کس ځواب نه وي څرګند شوی خواستګاري کول جايز نه دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «المُؤْمِنُ أخُو المُؤمِن، فَلاَ يحِلُّ لِمُؤمِنٍ أنْ يبْتَاعَ عَلَى بَيْعِ أخِيهِ وَلاَ يَخْطِبْ علَى خِطْبَةِ أخِيه حتَّى يَذَر»[3].

ژباړه : مؤمن د مؤمن ورور دی ، پس هغه ته روا نه ده چې د هغه په معامله کې مداخله وکړي او مشتري خپل ځان ته جلب کړي او نه بايد د کوم کس څخه چې خواستګاري شوی وي خواستګاري وکړي مګر دا چې هغه ته يې د رد ځواب ورکړی وي .

د کومې ښځې او يا سړي اختيارول مستحب او افضل دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم ابی هريره رضی الله عنه ته و فرمايل: « تُنْكَحُ المَرْأَةُ لأَرْبع: لِمالِهَا، وَلِحَسَبِهَا، وَلِجَمَالِهَا، ولِدِينِهَا، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاك »[4].

ژباړه : ښځه د څلورو شيانو په نظر کې نيولو سره نکاح کيږي : مال او دارايي ، اصل او نسب ، ښايست او دينداري ، پس دينداره ښځه انتخاب کړه ، لاس دې په خاورو سپره شه ( ښاد او آباد شي) .

يعنې د خلکو عام عادت خو دا دی چې څلور شيان په پام کې نيسي، څوک په ماداره پسې ګرځي يا مالدار خاندان پسې، څوک په نسب پسې ګرځې او څوک بيا په دين پسې ګرځي ،خو ته به د دين داره ښځې په لټه کې اوسې[5] .

او همداسې د دينداره او اخلاقي خاوند انتخاب پکار دی ،ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا خطَب إليكم مَن ترضَوْن دِينَه وخلُقَه فزوِّجوه، إلا تفعَلُوا تكن فتنةٌ في الأرض وفَسادٌ عريض»

ژباړه : کله چې راشي تاسې ته يو خواستګار چې دين او اخلاق يې د اطمنان وړ وي نو هغه ته (خپله خور او لور ) په نکاح ورکړئ او که کچيرې داسې ونه کړئ ( چې دين او اخلاقو ته نظر ونه کړئ او يوازې په مال ، جمال ،منصب او نوم پسې ګرځوئ ) نو فتنه او فساد به په ځمکه کې خپاره شي ( ډير سړي او ښځې به د واده پرته پاتې شي چې په دې سره به فساد پراخه شي، د نسل سلسه به بنده شي او بې عفطې به را منځته شي).

دينداري د ټولو نيکمرغيو بنسټ دی :

۱- الله تعالی ته خوښ خلک دينداره او تقوی داره کسان دي: [إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ][6]

۲- د ميړه اطاعت :

دينداره ښځه د خپل ميړه اطاعت کوي ځکه چې هغه د الله تعالی او د هغه د رسول د امر فرمانبرداره وي او الله تعالی او د هغه رسول هغې ته د خپل خاوند د اطاعت کولو حکم کړی دی.

۳- د خير په کار کې د ميړه مدد کول :

دينداره ښځه د خپل خاوند د دين او ايمان مددګاره وي هغه ته په طاعت امر کوي او له بې دينۍ او محرماتو يې منع کوي .

۴- دينداره ښځه نيکوکاره او صالحه وي :

دينداره بی بی د خپل رب فرمانبرداره وي او کله چې ميړه مسافر وي هغه د خپل کور او آبرو حفاظت کوي او تر ټولو مهمه دا چې خپل اولاد ته اسلامې روزنه او تربيه ورکوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [فَالصَّالِحَاتُ : قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ][7] ( النساء/ 34)

 ژباړه : نو نېکې ښځې امر منونکې دي او د (ميړو ) په غيابت کې (د هغوی د شان او مال ) ساتنه کوي له همدې امله الله پاک د هغوی (د ميړونو په وسيله د هغوی د حقونو ) ساتنه کړې ده .

سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«أَرْبَعٌ مِنَ اَلسعَادَةِ : الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ ، وَالْمَسْكَنُ ألوَاسِعُ ، وَاَلجَارُ الصَّالِحُ ، وَالْمَرْكَبُ اَلهَنِيءُ ، وَأَرْبَع مِنَ اَلشًقَاوَةِ : اَلْجَارُ السُّوءُ ، والمرأة اَلسُّوءُ ، وَالْمَسْكَنُ اَلضيقُ ، وَالْمَرْكَبُ السُّوءُ »[8] .

ژباړه: څلور د سعادت او نيکبختۍ څيزونه دي : صالحه او دينداره ښځه ، پراخه استوګنځی ، صالح ګاوندی ،راحت او آسوده سورلۍ ، او څلور د بدبختی څيزونه دي : بد ګاوندی ، بده ښځه ، تنګ کور ، بده سورلۍ .

ځنې نور هغه صفات چې لټون یې مستحب دی :

۱- اجنبي ښځه : مستحب ده چې واده په نږدې خپلوانو کې ونشي ځکه چې د خپلوۍ د کټ کولو خطر پکې وي[9].

۲- دا چې عاقله او د ښو اخلاقو خاونده وي : مستحب ده چې د نکاح لپاره داسې ښځه انتخاب شي چې هوښياره او با اخلاقه وي ، احمقه او بد اخلاقه نه وي[10] .

۳- دا چې نکاح يې اسانه وي : او د داسې ښځې انتخاب مستحب دی چې مهر يې لږ وي او نکاح يې آسانه وي ، عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «إِنَّ مِنْ يُمْنِ الْمَرْأَةِ تَيْسِيرَ خِطْبَتِهَا وَتَيْسِيرَ صَدَاقِهَا وَتَيْسِيرَ رَحِمِهَا»[11]

ژباړه : د يوې ښځې برکت دا دی چې رېباري يا خوستګاري يې آسانه وي ، مهر يې آسانه وي او د حمل نيول يې آسانه وي ( ژر حمل اخلي او زيات اولادونه زږوي).

۴- د محبت کوونکې او ډیر اولاد زږه ونکې ښځې انتخاب :

د داسې ښځې انتخاب مستحب دی چې هغه د خپل خاوند سره محبت کوونکې او د اولاد زږه ونکې وي ځکه د نکاح يو ستر مقصد همدا دی ، په دليل د دغه حديث شريف : تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمُ الأُمَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ “[12].

ژباړه : د داسې ښځو سره نکاح وکړئ چې هغه د خپل خاوند سره محبت کوونکي او د ډير اولاد زږه ونکي وي ځکه چې زه به د قيامت په ورځ د تاسې په زيادت باندې فخر کوم .

۵- د بکرې ښځې انتخاب : د ځوانې ښځې انتخاب مستحب دی ، په دليل د دغه حديث شريف : عَلَيْكُمْ بِالأَبْكَارِ ، فَإِنَّهُنَّ أَعْذَبُ أَفْوَاهًا ، وَأَنْتَقُ أَرْحَامًا ، وَأَرْضَى بِالْيَسِيرِ[13].

ژباړه : تاسې د ځوانو ښځو سره واده کوئ ځکه چې هغوی د ښې خولې څښتنانې او د اولاد زږه کوونکي او په لږ څه رضا کيدونکې وي .

مګر کچيرې کوم مصلحت وي لکه څوک اولاد لري د هغه خدمت او سرپرستۍ ته ضرورت وي او يا د ځوانې ښځې د اصلي ضرورياتو په پوره کولو کې عاجز وي نو هغه لره د کونډې کول غوره دي [14].

آن لاين اسلامي لارښود


 

[1] – يرى أكثر الفقهاء أن للخاطب أن ينظر إلى من يريد خطبتها إلى الوجه والكفين فقط؛ لأن رؤيتهما تحقق المطلوب من الجمال وخصوبة الجسد وعدمهما، فيدل الوجه على الجمال أو ضده لأنه مجمع المحاسن، والكفان على خصوبة البدن أو عدمها. وأجاز أبو حنيفة النظر إلى قدميها. ودل الشرع على جواز رؤية من يريد الرجل خطبتها. روى جابر عن رسول الله صلّى الله عليه وسلم قال: «إذا خطب أحدكم المرأة فإن استطاع أن ينظر منها إلى ما يدعوه إلى نكاحها، فليفعل……… »  (فقه الاسلامي وادله / دوکتور وهبة الزحيلي ) .

[2] – رواه أحمد وصححه الحاكم ووافقه الذهبي، وصححه الألباني في غاية المرام -۱۸۰.

[3] – رواه مسلم و أحمد .

[4] – حديث متفق عليه .

[5]– قال الإمام النوويُّ – رحمه الله تعالى – في شرح الحديث: “الصحيح في معنى الحديث أنَّ النبيَّ – صلَّى الله عليه وسلَّم – أخبر بما يفعَلُه الناس في العادة، فإنهم يقصدون هذه الخِصال الأربع، وآخرها عندهم ذات الدِّين فاظفرْ أنت أيها المسترشِد بذات الدِّين”.

[6] – سوره الحجرات :۱۳ .

[7] – سوره النسآء :۳۴ .

[8]

[9] – الموسوعة الفقهية :۴۱/۲۳۰ .

[10] – اجْتَنِبُوا الْحَمْقَاءَ فَإِنَّ وَلَدَهَا ضَيَاعٌ وَصُحْبَتَهَا بَلاءٌ (الدرمختار ۲/۲۶۲ ، الموسوعة الفقهية ۴۱/۲۳۰ ).

[11] – رواه أحمد: ۶/۷۷ و الحاکم: ۲/۱۸۱ .

[12] – رواه أحمد و ابؤداود :۲۰۵۰ .

[13] – رواه ابن الماجه :۱/۵۹۸ .

[14] – الموسة الفقهية :۴۱/۲۲۸ .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً