په اسلامي ټولنه کې د حدودو د پلي کولو اهميت

مسلمانانو وروڼو او خويندو !

په الهي شريعت کې شرعي حدود د جرائمو د مخنيوي هغه حدونه او پولې دي چې خپله د ټول مخلوق د ستر څښتن (جل جلاله) لخوا ټاکل شوي او مونږ ته رالېږل شوي دي .

د حدودو زده کول او مطالعه کول د مسلمان په ايمان کې زياتوالی راولي د جرائمو څخه يې بيزاره کوي او مسلمان ته اسلامي فکر ورکوي او د اسلامي شريعت د اهميت څخه يې خبروي د انسان په عقل او وجدان کې يو ايماني انقلاب رامينځته کوي.

د حدودو تطبيق ټولنه له جرائمو څخه ساتي او ټولنه اصلاح کيږي خلک د حدودو له تطبيق څخه عبرت اخلي له جرامو او ګناهونو څخه نفرت کوي او ټولنه له ګناهونو پاک کيږي.

شرعي حدود د يوې ټولنې د پاره ستر الهي رحمت دی مثلاً يو کس غلا کوي د هغه بايد لاس کټ شي که څه هم ظاهراً د لاس کټ کول د غله او مجرم د پاره څه زجر دی مګر په اصل کې د ټولنې د پاره رحمت دی ځکه همغه لاس وو چې خلک به يې ورباندې وهل ، همغه لاس وو چې د خلکو مالونه به يې غلا کول او همغه لاس وو چې په ټولنه يې لويه بې امني رامينځته کړې وه خو د دغه يو لاس په پرې کولو ټولنه او ټول خلک آرام او با امنه ګرځي چې دا د ټولنې د پاره يو رحمت دی .

مسلمانانو وروڼو او خويندو !

په ډير افسوس سره چې نن په ډيرو اسلامي هيوادونو کې د شرعي حدودو پر ځای کفري قوانين د تطبيق وړ دي چې دا د اسلامي شريعت پر وړاندې عظيم خطر دی نو ځکه اسلامي هيوادونه او نړۍ جرائمو په سر اخيستې ده .

ډير عجيبه دا چې په اسلامي شريعت او قرآن ايمان لري خو د هغه د قوانينو پر ځای کفري او طاغوتي قوانين عملي کوي .

په دې باره الله سبحانه وتعالی فرمايي : لقوله سبحانه وتعالی : وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50

يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

( فلا وربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجاً مما قضيت ويسلموا تسليماً ) النساء/65 .

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا په خپلو ټولو شخړو کې حکم او منصف کړی او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً