د بدن د اندامونو قصاص او ديت

جنايات په دوه ډوله دي :

جناية علی نفس

جناية مادون نفس

جنايت علی نفس قتل ته وايي چې بيان يې مخکې تير شو .

جناية علی مادون نفس ( د قتل نه بغير جنايت ) : د قتل څخه بغير جنايت د انسان په جسد باندې هر قسم تيری که هغه د کوم اندام پرې کول ، عيبي کول ، زخمي کول او يا وهل وي چې سړی ژوندی پاتې شي

د قتل څخه بغير جنايات په څلور قسمه دي او هر قسم ځانته احکام لري لکه : إبانة الأطراف (بيروني اندامونه )، إذهاب معاني الأطراف مع إبقاء أعيانها ( د بيروني اندامونو له کاره لوېدل) ، الشجاج (د سر او مخ زخمونه ) او الجراح (زخمونه ) .

اول ، إبانة الأطراف : د بدن د اطرافي او بيروني اندامونو څخه عبارت دي لکه : د لاس ، پښې ، ګوټې پرې کول ، د آله تناسلي ، پزې ، عوږونو او ژبې پرې کول او نور …

دوهم ، إذهاب معاني الأطراف مع إبقاء أعيانها: د اطرافي اندامونو عيبي کول او له کاره غوځول لکه : د غوږونو له لاره لوېدل کڼېدل ، د سترګې ړندېدل ، د ژبې د ذايقې له مينځه تلل ، ګونګی کيدل ، د جماع کولو توان له لاسه ورکول ، د تللو توان له لاسه ورکول او نور …

دريم ، الشجاج : الشجاج د سر او مخ زخم ته وايي چې په لس قسمه دي لکه : الخارصة ، الدامية ، الباضعة ، المتلاحمة ، السمحاق ، الموضحة ، الهاشمة ، المنقلة ، الآمة ، الدامغة ،چې په لاندې ډول بيانيږي :

۱) الخارصه‌:  د پوست او جلد کم زخم .

٢)  الباضعه‌:  داسې زخم چې د پوست څخه علاوه غوښه هم کمه چاودلي وي .

٣)  الداميه  يا  الدامغه‌:  داسې زخم چې وينه ورڅخه وځي .

٤)  المتلاحمه‌:  داسې زخم چې چاک يې ژور وي .

٥)  السمحاق‌:  داسې زخم چې يوازې يو نازکه پرته پاتې وي نور نو هدوکي ته رسيدلی وي.

٦)  موضحه‌:  داسې زخم چې هدوکي ته رسیدلی وي او هدوکی ښکاري .

٧)  هاشمه‌:  داسې زخم چې هدوکی مات شوی وي .

  ٨)  المنقله‌:  داسې زخم چې هدوکی مات ، شکل يې تغير شوی او بې ځايه شوی وي .

٩)  المامومه  يا  آمه‌:  داسې زخم چې له هدوکي څخه تير شوی او مغز ته رسيدلی وي .

10)  الجائغه‌:  داسې زخم چې د سر د ننه يې نفوذ کړی وي .

څلورم ، الجراح : زخمونه په دوه قسمه دي جائفة اوغير جائفة

جائفة : هغه زخمونه دي چې د ګېدې په برخه کې وي لکه : سينه ، خيټه ، شاه ، شرمګا …

غير جائفه : هغه ټپونه يا زخمونه دي چې د جوف څخه بغير د بدن پر نورو ځايونو کې لکه : لاس ، پښه او نور کې وي.

د قتل څخه بغير جنايت د احنافو په نزد په دوه ډوله دی عمد او خطا.

عمد : عمد هغه دی چې په هغه کې جاني يا جنايتګار قصداً څوک په ګاڼې وولي .

د جنايت عمد سزا قصاص دی يا د هغه په عوض کې ديت او تعزير دی .

خطا : هغه دی چې يو څوک له کړکۍ يا ديوال څخه کاڼی غورځوي خو هغه په کوم انسان باندې ولګيږي .

په خطا جنايت کې ديت او ارش دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً