د رسول عليه السلام د اولادې سره نکاح کول جايز دي؟

سلام هیله ده چی روغ او د صحتمند وئ !
حضرت محمد ص  د ولادی سره د نورو قومونو واده کول څه حکم لری د شریعت له مخی هیله ده ځواب  راکړی
عابد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد چې په نکاح کې په ځنو خاصو حالاتو کې الکفاءة (سيال او برابر ) شرط دی هغه شپږ صفات دي : الدين ، الاسلام ، الحرية ، النسب و المال .

الدين : په ديني احکانو باندې ثبات

الاسلام: يعنې تقوی

الحرية : آزادي

المال :يعنې چې دومره مال ولري چې د ښځې نفقه او مهر د ادا کولو توان ولري

الحرفة : چې د کسب او کار واله سړی وي باګل نه وي .

الكفاءة عند الحنفية في الجملة تعد شرط لزوم لكن المفتى به عند المتأخرين أن الكفاءة شرط لصحة الزواج في بعض الحالات، وشرط لنفاذه في بعض الحالات، وشرط للزومه في حالات أخرى.

وعند الحنفية ستة: هي الدين والإسلام والحرية والنسب والمال والحرفة(الفقه الاسلامي وادله ) .

دوکتور وهبة زحيلی ليکي : چې اصلاً هغه حديث چې په هغه کې د قريش غوره والی په عربو او د عربو غروالی په عجمو باندې بيان شوی ضعيف دی او دا قول په سنتو څه اصل نلري .

أما الحديث الذي اعتمد عليه الجمهور فهو ضعيف، لذا فإن تفضيل قريش على سائر العرب، ثم تفضيل العرب على العجم، لم يدل عليه شيء من السنة، بل ورد في السنة خلافه (فقه الاسلامی وادله ) .

په اسلام کې اصل او غروالی په تقوی کې دی لقوله سبحانه وتعالی : يا أیُّهَا النّاسُ إِنَّا خَلَقناکُم مَن ذَکَرٍ وَ أُنثَی وَ جَعَنَاکُم شُعُوباً وقَبَائِلَ لِتَعارَفُوا إِنَّ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم (الحجرات ) .

آیا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اولاد نکاح د نورو سره صحي کيږي ؟

هو : ځکه په دې باره کې د منع کوم شرعي دليل نشته په سنتو کې ثابت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له نورو قومونو سره دوستي کړې ده .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله مبارکه لور عثمان ابن عفان رضی الله عنه ته په نکاح ورکړې او هغه هاشمي نه وو بلکي د بني عبد الشمس له قبلې څخه وو ، همدارنګه بلال بن رباح د عبدالرحمن بن القريشی د خور سره نکاح کړی وه ، همدارنګه جناب رسول الله د زينب بنت جحش سره نکاح کړې وه چې هاشمې نه وه او حضرت علی رضی الله عنه خپله لور أم کلثوم بنت فاطمه حضرت عمر رضی الله عنه ته نکاح کړې وه چې هغه د عدوي له قبلې څخه دی هاشمي نه دی .

فقه الاسلامي و ادله و موقع الدررالسنية – ما حكم زواج السَّيِّد من غير الشريفة، والعكس؟

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً