دوهم : د شبه عمد قتل سزا

شبه عمد قتل سزا : ګناه ، کفاره او د قاتل په (عاقله ) باندې مغلظ ديت (د وينې بيه ) ده .

مغلط ديت د امام ابوحنيفه او امام يوسف په نزد سل اوښان دي چې بايد په څلور ډوله ورکړ شي :

۲۵ ښځينه اوښان چې يو کلن او دوه کلن وي .

۲۵ ښځينه اوښان چې له دوو کلونو څخه تر دريو کلونو پورې وي.

۲۵ چې له دريو کلونو تر څلورو کلونو پورې وي.

۲۵ بايد له څلورو کلونو څخه تر پنځه کلونو پورې وي .

که ديت سره زر وي نو زر ديناره چې له (۴۲۵۰) ګرام سرو زرو سره سمون خوري او که سپين زر وي لس زره درهمه دی چې له (۲۹۷۵۰) ګرامو سپينو زرو سره سمون خوري .

جاء فی المختار للفتوی حنفی:

الدية المغلظة خمس وعشرون بنت مخاض ومثلها بنت لبون وحقاق وجذاع وغير المغلظة عشرون ابن مخاض ومثلها بنات مخاض وبنات لبون وحقاق وجذاع، أو ألف دينار أو عشرة آلاف درهم (المختار للفتوی ) .

و جاء فی الموسوعة الفقهية :

وقد اتّفق الفقهاء على جواز الدّية في : الإبل والذّهب والفضّة.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً