اسلام علیکم ورحمة الله وبركاته
پوشتنه : که د سهار سنت له جمعي نه وروسته شي نو کوم وخت ادا کول په کار دي له لمر ختونه مخکی اوکه وروسته
عابد – سعودی الدمام
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سهار د سنتو قضايي به د لمر ختلو وروسته ادا کيږي
د جماعت ورسته ځکه نه ادا کيږی چه د سهار د لمانځه ورسته تر لمر ختلو او د مازديګر له لمانځه ورسته تر لمر لويدلو پورې د احنافو په نزد نفلي لمونځ کول او د سهار سنت جايز نه ندی په دليل د دغه حديث شريف :
أَنَّ النَّبيَّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَن الصَّلاَةِ بَعدَ العَصْرِ حَتَّى تَغْرُبَ الشَّمْسُ، وَبَعدَ الصُّبحِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ (ترمذی ) .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مازديګر نه تر لمر لوېدو او سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې ( د لمانځه کولو څخه ) منع فرمايلی ده .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله