عنْ أبي بَكْرٍ الصِّدِّيق رضي اللَّه عنه عبدِ اللَّه بنِ عثمانَ بنِ عامِرِ بنِ عُمَرَ ابن كعب بن سعد بْنِ تَيْمِ بْن مُرَّةَ بْنِ كَعْبِ بْن لُؤيِّ بْنِ غَالِب الْقُرَشِيِّ التَّيْمِيِّ رضي اللَّه عنه وهُو وأبُوهُ وَأُمَّهُ صحابَةٌ ، رضي اللَّه عنهم قال: نظرتُ إلى أقْدَامِ المُشْرِكِينَ ونَحنُ في الْغَارِ وهُمْ علَى رؤوسنا فقلت: يا رسولَ اللَّهِ لَوْ أَنَّ أحَدَهمْ نَظرَ تَحتَ قَدميْهِ لأبصرَنا فقال: « مَا ظَنُّك يا أبا بكرٍ باثْنْينِ اللَّهُ ثالثُِهْما » متفقٌ عليه.
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه روایت کوي فرمایي:
کله چې زه له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره په غار(ثور) کې وم، د مشرکینو پښو ته متوجه شوم چې زمونږ په سر باندې ولاړ دي( ډیر نژدې راغلي دي) نو ما وویل: یا رسول الله صلي الله علیه وسلم! که یو له دوي مونږ ته د پښو لاندې را وګوري مونږ به وویني، نبي علیه السلام وفرمایل: د هغه دوو کسو باره کې څه فکر کوې چې الله جل جلاله د دوي دریم دي؟
یعنې نبي صلي الله علیه وسلم حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته ډاډ ورکوي چې هیڅ فکر مه کوه الله جل جلاله زما او ستا مل دي او ویي فرمایل: لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللّهَ مَعَنَا، مه غمجن کیږه الله جل جلاله له ما او تا سره دي، څوک چې په الله جل جلاله توکل کوي الله جل جلاله د هغوي مل وي، عبد الرحمن بابا څه ښه ویلي دي: که الله در سره مل نه وي رحمنه- که لښکرې در سره وي یک تنها یي.
بل حدیث شریف کې نبي علیه السلام ارشاد دي:
عنْ أنسٍ رضيَ اللَّهُ عنه قال: قال: رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « مَنْ قَالَ يعنِي إذا خَرَج مِنْ بيْتِهِ: بِسْم اللَّهِ توكَّلْتُ عَلَى اللَّه، ولا حوْلَ ولا قُوةَ إلاَّ بِاللَّه، يقالُ لهُ هُديتَ وَكُفِيت و وُقِيتَ، وتنحَّى عنه الشَّيْطَانُ» رواه أبو داودَ والترمذيُّ، والنِّسائِيُّ وغيرُهمِ: وقال الترمذيُّ: حديثٌ حسنٌ، زاد أبو داود: « فيقول: يعْنِي الشَّيْطَانَ لِشَيْطانٍ آخر: كيْفَ لك بِرجُلٍ قَدْ هُدِيَ وَكُفي وَوُقِى»؟ .
انس رضي الله عنه روایت کوي چې:
رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د کور نه د وتلو په وخت کې ووايي: بِسْم اللَّهِ توكَّلْتُ عَلَى اللَّه، ولا حوْلَ ولا قُوةَ إلاَّ بِاللَّهِ.شروع کوم د الله جل جلاله په نامه، په الله جل جلاله توکل کوم، نه شته را ګرځیدل له بدیو او ګناهونو، نه شته قوت (په انجام د نیکو اعمالو) مګر په توفیق د الله جل جلاله سره دي.
هغه ته ویل کیږي: هدایت درته وشو او کفایت د وشو او حفظات د وشو او شیطان له ده نه لرې کیږي.
او ابوداود زیاتوي چې: یو شیطان بل ته وایي: له هغه سړي سره به څه وکړې چې هدایت ورته شوي او کارونه یي سرته رسیدلي او حفاظت یي شوي دي؟
څوک چې د الله جل جلاله په نامه سره او په هغه باندې توکل کوي له کوره وځي الله جل جلاله به ورته هدایت کوي او کارونه به یي ورته اسانه کوي او د شیطان له شر نه به ورته نجات ورکوي، وروڼو د کور نه د وتلو په وخت کې دغه دعا هیره نه کړو.
الله جل جلاله د مونږ د نبي علیه السلام د سنتومتابعت کوونکي او په الله جل جلاله متوکلین جوړ کړي.
امین یا رب العلمین
www.dawat610.com