په شک کولو سره رضاعت نه ثابتيږي

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د آنلائن اسلامی لارښود نه می پوښتنه په لاندې ډول ده.
زما د تره یتېمه لور ده. زه بې واده یم هغه هم بی واده ده. غواړو چی مو تر مینځه نکاح اوشې. لیکن یو مسئله ده. هغه دا چی زما نیا زه او زما رور په خپله غیږ اغستی وو .
اوس دا پته نه لګی چی د نیا په سینه مو پئېوه او کنه؟ نیا مو مړه ده.
خو د نیا آخری اولاد هاغه مهال ۱۸ کلن وو. ځینی خویندی مووايی چی پئ وې او ځنی وائی نه وې. آیا نکاح څنګه دی؟.
بشپړه نوم لیكلو دې ډډه اوشئ

نوم : خ. م پاكستان نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په شک کولو سره چې آيا هلک به شېدې رودلي وي کنه ؟ رضاعت نه ثابتيږي .

الشك في الإرضاع لا يثبت به الحرمة ، قال الكمال ابن الهمام في الفتح : [ 3/438-439 ] أما لو شك فيه ، بأن أدخلت الحلمة في فم الصغير وشكت في الارتضاع ، لا تثبت الحرمة بالشك .

رضاعت په اقرار د سړي يا ښځې او يا هم په شهادت د يو نارينه يا دوو ښځو ثابتيږي .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

أما الإقرار: فهو عند الحنفية اعتراف الرجل والمرأة معاً أو أحدهما بوجود الرضاع المحرم بينهما.

وأما البينة: فهي الشهادة، وهي الإخبار في مجلس القضاء بحق الشخص على الغير.
وقد اتفق فقهاء المذاهب الأربعة على ثبوت الرضاع بشهادة رجلين أو رجل وامرأتين من أهل العدالة.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً