د ماشومانو د روزنې څلويښت حديثونه (آخره برخه )

( 31) أَخْرَجَ مُسْلِمُ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه ، أَنَّ رَسُولَ اللّهِ كَانَ يُؤتَىٰ بِأَوَّلِ الثَّمَرِ فَيَقُولُ : ” اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي مَدِينَتِنَا ، وَفِي ثِمَارِنَا ، وَفِي مُدِّنَا ، وَفِي صَاعِنَا ، بَرَكَةً مَعَ بَرَكَةٍ ” ثُمَّ يُعْطِيهِ أَصْغَرَ مَنْ يَحْضُرُهُ مِنَ الْوَلْدَانِ ”

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به لومړۍ رسیدلی میوه راوړل شوه ، ده به وویل : یا الله ! موږته زموږ په ښار کې برکت واچوه ، اوزموږ په مېوو کې برکت واچوه ، اوزموږ په وزن اوپېمانه کې برکت واچوه
یوبرکت په بل برکت دپاسه یعنی زیات برکتونه . بیابه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه میوه په ناستو خلکو کې ترټولو کوچني هلک ته ورکړه .

فایدې :
(1) علماوا یې کله به چې دصحابه کرامو باغونه اومیوی ورسېدلی نو لومړۍ
به یې یوڅه میوه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړه څو هغه دبرکت دعاورته
وکړی .
(2) په دې روایت کې راغلې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغه میوه
په ناستوخلکوکې کوچنی هلک ته ورکړه له دې نه داسې معلومیږې چې څومره به
ماشوم کوچنی و هغومره به په هغه باندی درسول الله صلی الله علیه وسلم شفقت
زیات و .

(32)أَخْرَجَ أَحْمَدُ وَالتِّرْمِذِيُّ عَنْ خَارِجَةَ بْنِ زَيْدٍ ، أَنَّ أَبَاهُ زَيْدًا أَخْبَرَهُ ، أَنَّهُ لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ ، قَالَ زَيْدٌ : ذُهِبَ بِي إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأُعْجِبَ بِي ، فَقَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، هَذَا غُلَامٌ مِنْ بَنِي النَّجَّارِ ، مَعَهُ مِمَّا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ بِضْعَ عَشْرَةَ سُورَةً ، فَأَعْجَبَ ذَلِكَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَقَالَ : ” يَا زَيْدُ ، تَعَلَّمْ لِي كِتَابَ يَهُودَ ، فَإِنِّي وَاللَّهِ مَا آمَنُ يَهُودَ عَلَى كِتَابِي ” قَالَ زَيْدٌ : فَتَعَلَّمْتُ كِتَابَهُمْ ، مَا مَرَّتْ بِي خَمْسَ عَشْرَةَ لَيْلَةً حَتَّى حَذَقْتُهُ وَكُنْتُ أَقْرَأُ لَهُ كُتُبَهُمْ إِذَا كَتَبُوا إِلَيْهِ ، وَأُجِيبُ عَنْهُ إِذَا كَتَبَ ”
ژباړه : دزید زوی خارجه وایې :ماته مې پلار (زیدبن ثابت رضی الله عنه) ویلې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته راغی ، نوزه هغه ته وروستل شوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زه خوښ کړم ، هغه ته وویل شوچی یارسول الله داد بنونجار دقبیلی یوهلک دی ، په تاباندې چې الله کوم کتاب نازل کړی دی له ده سره دهغه څه دپاسه لس سورتونه دې یعنی یاد یې دي ، دې خبرې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خوند ورکړ ، راته ویې ویل : ای زیده ! ته د یهودو دژبي لیک لوست زده کړه په والله که زه ددوی په لیکونو باور لرم ، زید وایې ما دهغوی لیک لوست
زده کړل ، له پنځلس شپونه هم په کمه موده کې ما هغه ښه زده کړل نو ما به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دیهودو هغه لیکونه لوستل چې ده ته به دیهودو له خوا رالېږل کیدل او هم به مې دده له خوا هغوی ته لیکونه لیکل .

فایدې :

(۱)
که پلارخپل اولادته دخپل ماشومتوب د ځېرکتیا اوپوهې کېسی کوې داښه کار ده
لکه زید چې خپل زوی خارجه ته داکېسه کړي ده په دی سره په ماشومانو کې لېوالتیا او دلچسپي پیداکیږی او هر ماشوم هڅه کوې څو دخپل پلار په پله پل کیږدی .

(۲)دمشر او استاد له خواپه مناسب حالت کې د ماشوم پوهه او ځېرکتیا ستایل
لکه زید چې وایې فاعجب بی رسول الله .ځکه دمشر او استاد په مناسبه ستاینه سره ماشوم او شاګرد حوصله اولېوالتیا پیدا کوی .

(۳)

دناپیژندګلوي په صورت کې یوڅوک چاته معرفی کول او دهغه علمي درجه او حالت ورته ښودل ښه کار ده لکه په دې روایت کې چې زید رسول الله ته معرفی شوی دی او دا هم ورته ویل شوې دې چې دده دومره سورتونه یاد دې .

(۴)

دپردی ژبي زده کول سنت او غوره لاره ده په دې کې هیڅ ستونزه نشته دژبي په زده کولو سره یوانسان دهغه قوم ډېرڅه زده کولای شي او که دهغه قوم له خوا د دښمني ویره وي نو له هغوی سره دځېنې اړیکو په مهال دهغوی له شر نه هم ځان ژغورلی شي په دې روایت کې په ښکاره توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم زیده ته امر کړی دی چې دیهودو ژبه زده کړه او داکار دومره مهم بلل شوی دی چې هغه په ډیره بېړه او تلیوار سره هغه ژبه زده کړې ده .

(۵)

په اسلامی چارو کې پر یهودو باور ندی په کار داراز په نورو کفارو هم باور نشي کیدلی اودیهودو په اړه دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه وېلې دې چې زه په هغو ی باور نلرم .

(33)أَخْرَجَ أَحْمَدُ وَالتِّرْمِذِيُّ عَنْ خَارِجَةَ بْنِ زَيْدٍ ، أَنَّ أَبَاهُ زَيْدًا أَخْبَرَهُ ، أَنَّهُ لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ ، قَالَ زَيْدٌ : ذُهِبَ بِي إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأُعْجِبَ بِي ، فَقَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، هَذَا غُلَامٌ مِنْ بَنِي النَّجَّارِ ، مَعَهُ مِمَّا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ بِضْعَ عَشْرَةَ سُورَةً ، فَأَعْجَبَ ذَلِكَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَقَالَ : ” يَا زَيْدُ ، تَعَلَّمْ لِي كِتَابَ يَهُودَ ، فَإِنِّي وَاللَّهِ مَا آمَنُ يَهُودَ عَلَى كِتَابِي ” قَالَ زَيْدٌ : فَتَعَلَّمْتُ كِتَابَهُمْ ، مَا مَرَّتْ بِي خَمْسَ عَشْرَةَ لَيْلَةً حَتَّى حَذَقْتُهُ وَكُنْتُ أَقْرَأُ لَهُ كُتُبَهُمْ إِذَا كَتَبُوا إِلَيْهِ ، وَأُجِيبُ عَنْهُ إِذَا كَتَبَ ”
ژباړه : دزید زوی خارجه وایې :ماته مې پلار (زیدبن ثابت رضی الله عنه) ویلې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته راغی ، نوزه هغه ته وروستل شوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زه خوښ کړم ، هغه ته وویل شوچی یارسول الله داد بنونجار دقبیلی یوهلک دی ، په تاباندې چې الله کوم کتاب نازل کړی دی له ده سره دهغه څه دپاسه لس سورتونه دې یعنی یاد یې دي ، دې خبرې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خوند ورکړ ، راته ویې ویل : ای زیده ! ته د یهودو دژبي لیک لوست زده کړه په والله که زه ددوی په لیکونو باور لرم ، زید وایې ما دهغوی لیک لوست
زده کړل ، له پنځلس شپونه هم په کمه موده کې ما هغه ښه زده کړل نو ما به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دیهودو هغه لیکونه لوستل چې ده ته به دیهودو له خوا رالېږل کیدل او هم به مې دده له خوا هغوی ته لیکونه لیکل .

فایدې :

(۱)
که پلارخپل اولادته دخپل ماشومتوب د ځېرکتیا اوپوهې کېسی کوې داښه کار ده
لکه زید چې خپل زوی خارجه ته داکېسه کړي ده په دی سره په ماشومانو کې لېوالتیا او دلچسپي پیداکیږی او هر ماشوم هڅه کوې څو دخپل پلار په پله پل کیږدی .

(۲)دمشر او استاد له خواپه مناسب حالت کې د ماشوم پوهه او ځېرکتیا ستایل
لکه زید چې وایې فاعجب بی رسول الله .ځکه دمشر او استاد په مناسبه ستاینه سره ماشوم او شاګرد حوصله اولېوالتیا پیدا کوی .

(۳)

دناپیژندګلوي په صورت کې یوڅوک چاته معرفی کول او دهغه علمي درجه او حالت ورته ښودل ښه کار ده لکه په دې روایت کې چې زید رسول الله ته معرفی شوی دی او دا هم ورته ویل شوې دې چې دده دومره سورتونه یاد دې .

(۴)

دپردی ژبي زده کول سنت او غوره لاره ده په دې کې هیڅ ستونزه نشته دژبي په زده کولو سره یوانسان دهغه قوم ډېرڅه زده کولای شي او که دهغه قوم له خوا د دښمني ویره وي نو له هغوی سره دځېنې اړیکو په مهال دهغوی له شر نه هم ځان ژغورلی شي په دې روایت کې په ښکاره توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم زیده ته امر کړی دی چې دیهودو ژبه زده کړه او داکار دومره مهم بلل شوی دی چې هغه په ډیره بېړه او تلیوار سره هغه ژبه زده کړې ده .

(۵)

په اسلامی چارو کې پر یهودو باور ندی په کار داراز په نورو کفارو هم باور نشي کیدلی اودیهودو په اړه دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه وېلې دې چې زه په هغو ی باور نلرم .

(34)أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ وَالتِّرْمِذِيُّ وَ بْن مَاجَة عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : ” كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعَوِّذُ الْحَسَنَ وَالْحُسَيْنَ ، وَيَقُولُ : إِنَّ أَبَاكُمَا كَانَ يُعَوِّذُ بِهَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّةٍ ” .

ژباړه : عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به
خپل دواړه لمسیان : حسن اوحسین رضی الله عنهما په دې دعاسره دمول یعنی
پرې ویله به یې اوهغوی ته به یې ویل چې ستا سوپلار یعنی ابراهیم علیه السلام
به هم په خپلو دواړو زامنو یعني اسماعیل او اسحاق علیهما السلام باندې هم دا دعاویله .
دالله جل جلاله په نومونواوټولو خبروچې کاملي اوپوره دې ؛ باندې له هرشیطن او
اوهر ضرري شي نه او له بدوسترګو نه پناه غواړم .

فایدې :
(۱)
ددې غوره او له برکته ډکو کلماتو فضیلتونه په مختلفو روایاتو کې راغلې دې
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کلمات نوروصحابه وته هم ښوولې دې او په
خپله به یې هم په خپلو لمسیانو وېلې .

(۲)
په دی دعا کې د الکلمات توری راغلی دی علماءوایې چې له دې نه قرانکریم مراد دی
او قرانکریم کامل دی لکه چې وایې : وتمت کلمه ربک صدقا وعدلا لا مبدل لکلماته
اوځېنې علماء ویې :له الکلمات نه دالله جل جلاله نومونه او صفات مراد دې اوداراز
ټول اسماني کتابونه .

(۳)
بدې سترګې یاموږ په پشتو کې بدنظر ورته وایو ؛ حق دی او په حدیث کې راغلې دې
چې دا حق ده اوداپه هغه وخت کې کار کوې چې کله بدنظرلرونکی انسان یوه شي ته
دحسد اوکېنې په سترګه وګورې اوعلماء وایې چې خبرې هم وکړې یعنی څه ووایې او
که څه ونه وایې بیا کار نه کوې ، اودبدوسترګو کار دالله په امر پورې تړلی دی چې
دالله خوښه نه وې هیڅ نه کېږې .

کېسه :

درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دوه صحابه کرا م یوځای روان وو په لاره
کې یې دباران ولاړې اوبه ولېدلې نو ویې ویل چې په دې اوبو به لامبو یوه یې دلامبلو
په نیت جامې لرې کړې آبل چې دده لغړبدن ولېد ویې ویل : څومره ښایسته یې !!
داسی څرمن خو مې دپیغلې هم نده لېدلې . په دې سره هغه صحابی ولویدی بیا یې
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړ او کېسه یې ورته وکړه هغه ورته وویل ولی
دې بدنظرلرونکې بارک الله نه وېلې او ولې یې دعا نه کوله ؟بیا هغه صحابی رسول
الله صلی الله علیه وسلم دم کړ او روغ شو.
بد نظر لررونکی چی یوه شي ته وګورې اوخوندورکړې نوخبری دې نه کوې یواځې
دې ووایې چې : الله دې برکت پکی واچوې اوله بدوسترګو دې الله وساتې .

أَخْرَجَ أَحْمَد عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْحَارِثِ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ(35)
يَصِفُ عَبْدَ اللَّهِ ، وَعُبَيْدَ اللَّهِ ، وَكَثِيرًا بَنِي الْعَبَّاسِ ، ثُمَّ يَقُولُ : ” مَنْ يُعْنِقُ إِلَيَّ فَلَهُ
كَذَا وَكَذَا ، قَالَ : فَيَسْبِقُونَ إِلَيْهِ ، فَيَقَعُونَ عَلَى ظَهْرِهِ ، وَصَدْرِهِ ،
فَيُقَبِّلُهُمْ وَيَلْتَزِمُهُمْ ” .

ژباړه :

عبدالله بن الحارث رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعباس
زامن : عبدالله ، عبیدالله اوکثیر رضی الله عنهم ستایل او بیابه یې ویل : څوک چې
ماته غېږ راکړې د هغو به دومره او دومره شی وې . دی وایې بیابه هغوی ده ته منډې
ور وهلې او له یوه بل نه به یې دمخکې کېدلو هڅه کوله ، هغوی به دده په سېنه او شا
باندې لوېدل ، او ده به ښکلول او په غېږ کې به یې نیول .

فایدې :

(۱)

دماشومانو ستاینه او دهغوی دحوصلې لوړولو پاره دهغوی دخېرکتیایادونه
کول غوره کار دی اوپه دې سره دماشومانو له مشرانو سره مینه زیاتېږې خو دا
ستاینه باید مناسبه او دهغوی دښوکارونوپرمهال وې او له حده زیاته نه وې .

(۲)

له ماشومانو سره ټوکي کول او هغوی ته انعامونه ټاکل غوره اوګټور کار دی
دماشومانو په مخ کی ورېن تندی لرل او له هغوی سره دیوه ملګرې په ډول چلند
ډېرګټور دی اوپه دې ډول چلندسره ډېر سرسخته او عنید ماشوم هم نرم کیږې
.

(۳)

په غېږ کې دمشومانو نیول او دهغوی ښکلول هم غوره او مهم کار دی په دې
توګه ماشومان ډېر دخوشالې احساس کوې اودا ډول چلند باید له نږدې خپلو
او لرې خپلوانو ټولو ماشومانو سره غوره کړل شې .دا نبوې خوی او اخلاق دې
لکه په دې روایت کې چې راغلې دادری ماشومان درسول الله صلی الله علیه
وسلم دتره زامن وو .

أَخْرَجَ البُخَارِيُّ وَالتِّرْمِذِيُّ وَأَبُودَاوُدعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : كَانَ الْفَضْلُ بْنُ (36)
عَبَّاسٍ رَدِيفَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَجَاءَتْهُ امْرَأَةٌ مِنْ خَثْعَمٍ تَسْتَفْتِيهِ
، فَجَعَلَ الْفَضْلُ يَنْظُرُ إِلَيْهَا وَتَنْظُرُ إِلَيْهِ ، فَجَعَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
يَصْرِفُ وَجْهَ الْفَضْلِ إِلَى الشِّقِّ الْآخَرِ ، فَقَالَتْ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ فِي
الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَثْبُتَ عَلَى الرَّاحِلَةِ أَفَأَحُجُّ عَنْهُ ؟ قَالَ
: ” نَعَمْ ، وَذَلِكَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ ” .

ژباړه :
عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې : فضل بن عباس درسول الله صلی الله علیه وسلم
شاته سپور وچې دخثعم دقبیلی یوه ښځه ورته راغله ، هغې ښځې دکومی مسئلې
پوښتنه کوله ،په دې وخت کې فضل دې ښځې ته کتل او ښځې هغه ته کتل ، اورسول
الله صلی الله علیه وسلم به دفضل مخ بل لورته اړاوه ، هغې ښځې وویل یارسول
الله دالله فریضه حج زما په پلار لازمه شوې ده خو هغه په سپرلۍ ځان نشي تم کولی
ایازه هغه ته حج کولی شم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل هوکي .
او داکېسه درسول الله صلی الله علیه وسلم د وروستي حج (حجه الوداع) په مهال رامنځته شوې وه .

فایدې :

(۱)
داختر په سهار رسول الله صلی الله علیه وسلم له مزدلفی نه منی ته راروان و فضل
دعباس زوی چې درسول الله دتره زوی و هغه یې شاته سپوور کړی و او په لاره کې
دخلکو پوښتنوځابولوته ودریدی چې دا خثعمیه مېرمن هم دپوښتنې له پاره ورته
راغله .

(۲)
په یوه بل روایت کې راغلی دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فضل له زَنِې ونیو
او دهغه مخ یې بل لورته واړاوه له دی نه دا معلومولی شوچی که یوناروا کار په لاس
سره منعه کیدلی شی بايد منعه کړل شي .

(۳)
دپردیو مېرمنو مخته کتل ناروا او حرام دې اودنارېنه او ښځېنه و دواړو له پاره
غض البصر یالاندې کتل لازمي او قراني امر دی , دلته رسول الله صلی الله علیه
وسلم په عملی توګه فضل د غض البصر له مخالفت نه منعه کړی دی .

(۴)
په یوه روایت کې راځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دفضل مخ بل لورته واړاوه
نو هغه بیا له هغی بلې خوا دې مېرمنې ته کتل خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا
دده مخ بل لورته واړاوه له دې روایت نه دا معلومولی شو چې له ناروا کار نه منعه کول باید په ډېره نرمي او حکیمانه توګه سره وې .

(۵)

دترمذی په روایت کې راغلې دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خپل تره عباس
رضی الله عنه وویل یارسول الله دستاد تره دې زوی (فضل) مخ دې ولې بل لورته
اړاوه ؟ هغه ورته وویل : ځوان هلک اوپیغله مې ولېدل نو ووېریلم چې شیطان یې
ونه دروهې

أَخْرَجَ النَّسائِيُّ وَ ابنُ حِبَّان عَنْ أَنَسٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ (37)
” يَزُورُ الأَنْصَارَ ، وَيُسَلِّمُ عَلَى صِبْيَانِهِمْ ، وَيَمْسَحُ بِرُءُوسِهِمْ ” .

ژباړه :

انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به انصارو
ته ورتلو ، دهغوی ماشومانوته به یې سلام کاوه ، او دهغوی په سرونو به یې
لاس تېراوه .

فایدې :

(۱)
له دې حدیث نه له انصارو سره درسول الله صلی الله علیه وسلم مینه معلومېږې
په ګڼ شمیېرنورو روایتونوکې هم له هغوی سره دده دمینی ژورې او سپړلې خبرې
راغلي دي لکه په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : که ټول خلک
په یوه لار ولاړشې او انصار په بله لار ولاړشي زه به د انصارو په لارځم .

(۲)
دانصارو کورونوته ورتګ او دهغوی ماشومانو ته هم سلام کول او په سرونو یې لاس
تېرول له هغوی سره دمینی معنی لري اوڅرنګه چې ماشومان لویانو ته ګوري او د
هغوی توجه ته لېوال وې نو پر هغوی سلام کول هغوی ته توجه ورکول دي اوله هغوی
سره دمینی معنی لرې .

(۳)
دماشومانو په سرونو دلویانو لاس تېرول شفقت اوله هغوی سره مینه ده رسول الله صلی
الله علیه وسلم له ماشومانوسره ډېره مینه لرله او په مختلفو نورو روایاتوکې هم راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دماشومانو په سرونولاس تېراوه.
اودې کوچنیو صحابه کرامو چې دده په لاس تېرولو څومره خوشالي احساس کوله
دهغوی خبرې هم په روایاتو کې راغلې دې .

أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ وَ مُسْلِمٌ وَأَبُودَاوُدوَأَحْمَدُعَ نْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا، قَالَتْ (38)
قَدِمَ نَاسٌ مِنَ الأَعْرَابِ ، فَقَالُوا : أَتُقَبِّلُونَ صِبْيَانَكُمْ ؟ فَقَالَ : ” نَعَمْ ” . فَقَالُوا :
لَكِنَّا وَاللَّهِ مَا نُقَبِّلُ . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” وَأَمْلِكُ إِنْ
كَانَ اللَّهُ نَزَعَ مِنْكُمُ الرَّحْمَةَ ” .

ژباړه :
عائشه رضی الله عنها وایې : دبدوګانو یاکوچیانو څو کسان راغلل او ویې ویل :
تاسو خپل ماشومان ښکلوئ ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هوکي
هغوی وویل : په خدای سوګند موږ خپل ماشومان نه ښکلوو، نورسول الله صلی
الله علیه وسلم ورته وویل : نو الله چې ستاسونه رحمت او شفقت لرې کړی دی
ددی زه وسم نلرم چې بېرته یې درکړم .

فایدې :

(۱)
دماشوم ښکلول او له هغه سره نرمې او لوبې کول خورا ډیرې ګټې او فایدې لرې
دماشوم په ښکلولو او له هغه سره مینه په هغه کې دا احساس پیداکوې چې دی
مرغوب دی او څوک مینه ورسره کوې . او دا مینه او له ماشوم سره نرمي بایدپه
مناسب ډول وې په دی کې شک نشته چې داعتدال له درجې نه که مینه زیاته شې
هم ځینې ناسمي پایلې رامنځته کوي .

(۲)
صحرایي اوکوچې خلک په ټولېزه توګه سخت زړي او بي رحمه وې ځکه دوی
زیات وخت ګوښي او یواځې اوسي او له علم ، پوهي اوتمدن څخه لري وې نو
له دې کبله په دوی کې نرمي او پوهه کمه وې نوځکه دوی له رسول الله صلی الله
علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې تاسو ماشومان ښکولوئ ؟
خو چې دوی وویل موږ خو یې نه ښکولوونو رسول الله صلی الله علیه وسلم ددی
داکار په سختو ټکو سره رد کړ او ورته ویې ویل چې ستاسو له زړونو نه الله رحم
اوشفقت لرې کړی دی نو زه یې بیرته نشم درکولی ددوی ددې کړنې له دي سخت
تردید نه هم دا معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ماشوم سره
مینه څومره مهمه بلله او که به چا له ماشوم سره مینه نه کوله هغه یې له دې کار نه
منعه کاوه .

(۳)
دې کوچیانو چې وویل موږ ماشومان نه ښکولوو دا خبره شاید هغوی د خپل رواج
او عادت له مخې کړې وې په ډېرۍ پشتنو کې هم دماشوم ښکولول او له هغه سره
مینه غوره کار نه بلل کېږې او ډېر داسي خلک شته چې دماشوم په مینه شرمېږې !
شرم او حیا په اسلام کې یو غوره اوډېر ستایل شوی خوی دی خوداډول شرم ناروا
او غیر انسانی شرم دی له داسی شرم نه باید ځان وژغورل شي ځکه یوداسي کار
چې هغه هم دفطرت موافق وې او هم له اسلامی اخلاقونه شمېرل کېږې دې ته باید
خلک تشویق او مخالفت یې وغندل شې .

أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ والنَّسَائِيُّ وَالطَّبَرَانِيُّ وَأَحْمَدعَنْ الْحَسَنَ ، يَقُولُ : سَمِعْتُ (39)
أَبَا بَكْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، يَقُولُ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى
الْمِنْبَرِ وَالْحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، إِلَى جَنْبِهِ ، وَهُوَ يَلْتَفِتُ إِلَى
النَّاسِ مَرَّةً ، وَإِلَى الْحَسَنِ مَرَّةً ، وَيَقُولُ : ” إِنَّ ابْنِي هَذَا سَيِّدٌ ، وَلَعَلَّ اللَّهَ
أَنْ يُصْلِحَ بِهِ بَيْنَ فِئَتَيْنِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ” .

ژباړه : حسن رضی الله عنه وایې : له ابوبکره رضی الله عنه نه مې اورېدلې دې
هغه ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مې په منبرباندې ولید او حسن بن
علی رضی الله عنهما یې څنګ ته ناست و، کله به یې خلکو ته کتل او کله به یې
حسن ته وکتل او ویې ویل : زما دا زوی سردار دی خدای پاک به دده په ذریعه
د مسلمانانو د دووډلو په منځ کې سوله وکړې .

فایدې :

(۱)
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمسۍ له ځانه سره په منبر کېنولی و او تاسو
څه فکر وکوئ چې دا دمینی کومه کچه بللی شو ؟!!
زما په اند دا له ماشومانو سره دبی انتها مینی معنی لرې او په دې سره امت ته دا
پیغام ورکول و چې خپل ماشومان مو ونازوئ په دینی چاروکې یې له ځانونو سره
شریک ولرئ او په دینی ناستو او محافلوکې یې بلد او روږدې کړئ .

(۲)
د اسلام د دریم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه په اخرې وخت کې ځېنې شرغوښتونکودهغه پر خلاف بغاوت وکړ او ددې بغاوت تر شا اساسی څېره
په تاریخ کې د عبدالله بن سبآ په نامه سره یادېږې . دې کس ځېنې مغرض او
ځېنې ساده خلک ودروهل او دعثمان رضی الله عنه په خلاف یې بغاوت وکړ
په دې بغاوت کې عثمان رضی الله عنه صبرا شهید شو او له هغه وروسته علی
بن ابی طالب کرم الله وجهه خلیفه شو او له همدی بغاوت نه دمسلمانانو په منځ
کې مخالفتونه او آن ترجګړو خبره ورسېده .
خبره لنډوو کله چې علی رضی الله عنه شهید شو له هغه وروسته دده زوی حسن
رضی الله عنه خلیفه وټاکل شو حسن بن علی رضی الله عنهما په لنډ وخت کې
له معاویه رضی الله عنه سره سوله وکړه او دمسلمانانو په منځ کې بوږنونکې
جګړې او مخالفتونه پای ته ورسېدل او دا له خلافت نه د حسن بن علی رضی الله
عنه د تېرېدلو په برکت .
زما په اند اسلامی نظام ته درسېدلو له پاره ستونزې هم ډیرو خلکو ګاللې دې او د
اسلامی نظام دپلي کولوله پاره هم داسلام په تاریخ کې ډېرې هڅې شوې دې خو له
واک نه دتېرېدلو کار له هغو نوروکارونو نه ډېر سخت دی او دا سخت کار درسول
الله صلی الله علیه وسلم دې ستر لمسي سرته رسولی دی .اودخپل ستر نیکه رسول الله
صلی الله علیه وسلم ستره هېله (دمسلمانانوپه منځکې سوله ) یې سرته رسولې ده

یوه خبره چې زه ډېر ورته په تعجب کې یم هغه دمورخینو دا یو عجیب کار دی
چی درسول الله صلی الله علیه وسلم دکشرلمسي حسین بن علی رضی الله عنهما
کار او اقدام تاریخ او مورخینو ډېر ځلولی دی او په هغه باندي مستقل کتابونه
لېکل شوې دې خو دحسن بن علي رضی الله عنهما دسولي رول دومره ندی ځلېدلی
اونه چا دومره اهمیت ورکړی دی !!

نن سبا که دیرغلګرو او ظالمانو په خلاف دمبارزې له پاره موږ په تاریخ کې
د حسین بن علی رضی الله عنه رول کتلو او څېړلوته اړکېږونو نن خو ډېرځله
دمسلمانانو په منځ کې خپلمنځې جګړې هم رامنځته کېږې او همدا ستونزه
ددي لامل ده چې مسلمانان یې کمزورې کړې او ځپلې دې اوپه داسي حالاتو
کې موږ باید خلکو ته دحسن بن علی رضی الله عنهما رول بیان او دهغه په رڼا
کې باید خلک خپل منځې روغې جوړې ته را وبلل شې ، داراز د عثمان بن
عفان رضی الله عنه شهادت هم دې ته ورته بېلګه ده
خو له بده مرغه چې د حسن رضی الله عنه له رول نه ډېر کم خلک خبر دې اوډېر یې
په اړه معلومات نلرې .

أَخْرَجَ أَحْمَدوَالطَّحَاوِيُّ فِي مُشْكِلُ الأَثَارعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، (40)
قَالَ : كُنْتُ أَرْعَى غَنَمًا لِعُقْبَةَ بْنِ أَبِي مُعَيْطٍ ، فَمَرَّ بِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
، فَقَالَ لِي : ” يَا غُلامُ ، هَلْ مِنْ لَبَنٍ ؟ ” قُلْتُ : نَعَمْ ، وَلَكِنِّي مُؤْتَمَنٌ ، فَقَالَ : ” هَلْ مِنْ
شَاةٍ لَمْ يَنْزُ عَلَيْهَا الْفَحْلُ ؟ ” فَأَتَيْتُهُ بِشَاةٍ فَمَسَحَ ضَرْعَهَا ، فَنَزَلَ لَبَنٌ ، فَحَلَبْتُهُ فِي إِنَاءٍ
، فَشَرِبَ وَسَقَا أَبَا بَكْرٍ ، ثُمَّ قَالَ لِلضَّرْعِ : ” اقْلِصْ ” فَقَلَصَ ، ثُمَّ أَتَيْتُهُ بَعْدَ هَذَا ، فَقُلْتُ :
يَا رَسُولَ اللَّهِ ، عَلِّمْنِي مِنْ هَذَا الْقَوْلِ ، فَمَسَحَ رَأْسِي ، ثُمَّ قَالَ : ” يَرْحَمُكَ اللَّهُ ، إِنَّكَ
غُلامٌ مُعَلَّمٌ ” ، قَالَ : فَأَخَذْتُ مِنْهُ سَبْعِينَ سُورَةً مَا نَازَعَنِيهَا بَشَرٌ .

ژباړه : عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایې : ماد ابومعیط دزوی عقبه مېږې پوولې
چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راباندې راغی ،راته ویې ویل : هلکه!شیدې لرې ؟
ماورته وویل هوکې لرم یې خو دا مېږې له ماسره امانت دې ، ده راته وویل کومه وچه
میږ نشته ؟ نومایوه مېږ ورته راوستله ، ده دهغې میږې په غولانځه لاس تېرکړ، نو ما
هغه په یوه لوښې کې ولوشله ، ده او ابوکر دواړو شېدې وڅـــــــښلې ، بیــــا یې دمېږې
غولانځې ته وویل : ټوله شه ! او هغه ټوله اوګونځې شوه له دې وروسته زه بیا رسول
الله ته ورغلم او ورته ومې ویل : یارسول الله ماته قران راوښیه! هغه زما په سر لاس
تېرکړ او ویې ویل : الله دې په تا رحم وکړې ته پوهه هلک یې . عبدالله وایې ما له ده
نه اویا سورتونه داسې زده کړل چې هېڅ انسان په هغوکې له ما سره مقابله نوی کولی .

فایدې :

(۱)
دضرورت په وخت کې دخوراک له پاره له هرچا نه یوڅه غوښتل کېدلی شې لکه
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له عبدالله بن مسعود نه غوښتې دې او دا که له
کافرنه وې هم اودا مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر له مشرکینو نه
دتېښتې په حالت کې وو دا خبره په یوه بل روایت کې راغلې ده .

(۲)
که دیوه کافر مال له چا سره امانت وې په هغه کې هم خیانت ناروا دی لکه عبدالله چې
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وویل دامال له ماسره امانت دی او هغه مال دیوه لوی مشرک عقبه ابن ابی معیط و که څه هم دا مــــهال عبدالله لا اسلام نه و منلی .

(۳)
له وچې مېږې نه پۍ پیدا کېدل درسول الله صلی الله علیه وسلم معجزه ده او درسول
الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په سفر کې داسي نورې معجزې هم رامنځته شوې
وې لکه د آم معبد په کېسه کې هم ورته معجزه پېښه شوې وه .

(۴)

له دې روایت نه له ځوانانو او ماشومانو سره درسول الله صلی الله علیه وسلم مینه
او غوره چلند معلومولی شو . عبدالله چې له رسول الله صلی الله علیه نه غوښتنه وکړه چــــې قران را وښیه رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړۍ دهغه په سر لاس تېر کړهغه
ته یې دعا وکړه اوبیا یې دهغه دحوصلي دلوړولو له پاره ورته وویل : ته پوهه خلک
یې .هر استاد ته په کار ده چې له شاګرد سره مینه او غوره چلند وکړې اوشاګـــــــــرد
وهڅوې څو یې له علم سره مینه زیاته شي .

(۵)
دشاګردانو داعتماد پیدا کولو له پاره د تحدیث بالنعمه په توګه که یوڅوک دخپلي
پوهې دکره والې په اړه څه ووایې دا ښه خبره ده لکه عبدالله چې وایې هغه اویاسور
تونه مې داسې زده کړې او یاد کړې و چې یوچا هم له ماسره منازعه او جنجال نشوی
پکې کولی .

أَخْرَجَ أَحْمَد وَالطَّبَرَانِيُّ وَ الْبَيْهَقِيُّ عَنْ أَبِي أُمَامَةَ : ” أَنَّ فَتًى شَابًّا أَتَى إِلَى رَسُولِ اللَّهِ (41)
صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ائْذَنْ لِي فِي الزِّنَا ، قَالَ : فَصَاحَ الْقَوْمُ بِهِ ،
وَقَالُوا : مَهْ مَهْ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَقْرُوهُ وَادْنُهُ فَدَنَا حَتَّى كَانَ
قَرِيبًا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ : أَتُحِبُّهُ لأُمِّكَ ؟ فَقَالَ : لا وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ ،
جَعَلَنِي اللَّهُ فِدَاكَ . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَلا النَّاسُ يُـــــــــــحِبُّونَهُ
لأُمَّهَاتِهِمْ . قَالَ : أَفَتُحِبُّهُ لابْنَتِكَ ؟ قَالَ : لا وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ ، جَعَلَنِي اللَّهُ فِدَاكَ .
قَالَ : وَلا النَّاسُ يُحِبُّونَهُ لِبَنَاتِهِمْ ، قَالَ : أَفَتُحِبُّهُ لأُخْتِكَ ؟ قَالَ : لا وَاللَّهِ يَــــا رَسُولَ
اللَّهِ ، جَعَلَنِي اللَّهُ فِدَاكَ . قَالَ : وَلا النَّاسُ يُحِبُّونَهُ لأَخَوَاتِهِمْ . قَالَ : أَفَتُحِـــــــــــــــــ ـبُّهُ
لِعَمَّتِكَ ؟ قَالَ : لا وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ ، جَعَلَنِي اللَّهُ فِـــــــــــدَاكَ . قَــــالَ : وَلا النَّاسُ
يُحِبُّونَهُ لِعَمَّاتِهِمْ . قَالَ : أَفَتُحِبُّهُ لِخَالَتِكَ ؟ قَالَ : لا وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ ، جَـــــعَلَنِي
اللَّهُ فِدَاكَ . قَالَ : وَلا النَّاسُ يُحِبُّونَهُ لِخَالاتِهِمْ . قَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ادْعُ اللَّهَ لِــــــــي .
قَالَ : فَوَضَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَهُ عَلَيْهِ ، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى
اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : اللَّهُمَّ اغْفِرْ ذَنْبَهُ وَطَهِّرْ قَلْبَهُ وَحَصِّنْ فَرْجَهُ ” . قَالَ : فَـــــــــــــــــكَانَ
لا يَلْتَفِتُ إِلَى شَيْءٍ بَعْدُ ”
ژباړه : یوځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل : یارسول الله ماته دزنا اجازه راکړه ! مخکې له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړې خلکو سپک کړ او بد رد یې ورته وویل او ورته ویې ویل : چوپ شه داڅه وایی ؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ماته رانږدي شه ! او ورنږدی شو هغه ورته وویل کېنه او هغه ځوان درسول الله صلی الله علیه وسلم خواته کېناست او ورته ویی ویل : ایا ته دا خوښوي چې څوک ستا له مور سره زنا وکړې ؟هغه ځوان وویل : الله می دی له تا قربان کړی په خدای سوګند چی نه یی خوښوم . رسول الله ورته وویل چی نور خلک هم دا نه خوښوی چی څوک یې له مندو سره زنا وکړې .
بیا یې ورته وویل : ته دا خوښوې چې څوک دې له لور سره زنا وکړي ؟هغه ورته وویل : الله مې دې له تا قربان کړې نه والله نه یی خوښوم . هغه وویل چی هیڅوک دا نه خوښوې . بیا رسول الله ورته وویل : ایاته دا خوښوې چی له خور سره دي څوک زنا وکړې ؟ هغه ځوان وویل : خدای می دي له تا قربان کړې والله که یی خوښوم .
هغه وویل : هیڅوک دا نه خوښوې چې له خوندو سره یې څوک زنا وکړې .
بیا رسول الله ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له عمي سره دی څوک زنا وکړی ؟
هغه وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله نه یې خوښوم . رسول الله وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له عمه ګانو سره دی څوک زنا وکړې .
بیا یې ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له خالي سره دي څوک زنا وکړې ؟هغه ورته وویل : خدای می دی له تا قربان کړې نه والله که یې خوښوم .هغه وویل هیڅوک هم دا نه خوښوي چې له خاله ګانو سره دي څوک زنا وکړې .
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه پر وږه لاس کېښود اوداسې دعا یې ورته وکړه : ای الله دده ګناه معاف کړه ! او دده زړه پاک کړه ! او دی له زنا وژغوره !
وروسته بیا دا ځوان دومره برابر شو چی دزنا لوری ته یی هم نه کتل .

فایدې :

(۱)
زموږ خلک وایې په شرعه کې شرم نشته داخبره سمه ده عرب ډېر صریح او واضح خلک دې
په هغوی کې منافقت ډېر کم دی نودې ځوان ته موږ بی ادبه نشو ویلی ځکه دده موخه به دا وه
چې شایدپه دې توګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه له زنا نه دمنعه کېدلو کوم علاج تر
لاسه کړې ده چې په زړه کې کومه کمزورې لرله هغه یې بې له شرمه په صراحت اوډاګه رسول
الله صلی الله علیه وسلم ته بیان کړه او هغه و چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې داسې
دپند اوعبرت خبره ترلاسه کړه چې بیا ټول عمر زنا ته نشو نږدې او دادی نن موږ هم له هغې
حکیمانه وینا نه پند اخلو او دپند په توګه بیانول کېږې .

(۲)
تاسو دی حدیث شریف ته ځیر شئ ! دلته له زنا نه ددي ځوان د منعه کولو له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره ستر او له حکمته ډک اسلوب کار ولی دی !!
لومړۍ خو دا ځوان دومره ناخبره و چی دعامو خلکو په منځ کی یې له رسول الله نه دزنا اجازه غوښتله خو دخلکو دترټنی په منځ کی د ستر پیغمبر غوره او مهربانه چلند هغه دومره متاثر کړ چی له هری خبری سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې جعلنی الله فداک یعنی خدای می دی له تانه قربان کړی !!
(۳)
رسول الله هغه دزنا بدي ته په ډیره حکیمانه توګه متوجه کړ هغه داسی چی مور ، لور، خور، عمه او خاله په هر انسان ګرانې وي نو یو انسان چې له کومي ښځې سره زنا کوي هغه به حتما دچا مور یا لور یا خور یا عمه یا خاله وې نو دا انسان خو ددی خپلوانو له پاره هیڅ کله نه خوښوی چی څوک دې زنا ورسره وکړې نو بیا دبل چا په حق ولی تیرۍ کوې ؟او دنورو له خپلوانو سره ولي زنا کوې ؟

اودا دماشوماشومانو له پاره دڅلوېښتو حدیثونوڅلوېښتم حدیث دی او په دې ځای
داموضوع پای ته ورسېدله ولله الحمد والشکر وبنعمته تتم الصالحات

ليکوال : حامد

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً