د مسلمان سره به له دریو ورځو زیات قطع تعلق نه کوو

د مسلمان سره به له دریو ورځو زیات قطع تعلق نه کوو مګر د بدعتی انسان او یا داسې انسان سره چې ښکاره فسق کوي

قال الله تعالی: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ}الحجرات:١٠

و قال تعالی: {وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ}المائدة:٢

الله جل جلاله فرمایی:مسلمانان ټولسره وروڼه دی، پس د وروڼو تر منځ صلحه وکړي.

او همدارنګه فرمایی: د نیکي او تقوی په کارونو کې کمک وکړئ او د ګناه او دښمنۍ کارونو کې مدد مه کوئ.

وعنْ أنَسٍ رضي اللَّه عنهُ قال: قال رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« لا تَقَاطَعُوا، ولا تَدابروا، ولا تباغضُوا، ولا تحاسدُوا، وكُونُوا عِبادَ اللَّهِ إخْوانا. ولا يحِلُّ لمُسْلِمٍ أنْ يهْجُرَ أخَاهُ فَوقَ ثَلاثٍ » متفقٌ عليه.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دي چې نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: یو له بل سره قطع رابطه مه کوئ او یو بل ته شا مه اړوئ یو له بل سره دښمني او کینه مه کوئ اې د الله جل جلاله بنده ګانو یو د بل وروڼه شي، د مسلمان لپاره روا نه ده چې له دریو ورځو زیات خپل ورور سره قطع رابطه وکړئ.

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

  وعنْ أبي أيوبَ رضي اللَّه عنْهُ أنَّ رسُول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَال:« لا يحِلُّ لمُسْلِمٍ أنْ يَهْجُرَ أخَاهُ فوْقَ ثَلاثِ لَيال: يلتَقِيان، فيُعرِضُ هذا ويُعرِضُ هذا، وخَيْرُهُما الَّذِي يبْدأ بالسَّلامِ » متفقٌ عليه.

له حضرت ابو ایوب رضي الله عنه څخه روایت دي چې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي: د مسلمان لپاره روا نه ده چې له دریو ورځو زیات د خپل ورور سره قطع رابطه وکړي، چې کله یو له بل سره مخامخ شي یو له بل مخ واړوي په دوي کې بهتره هغه کس دي چې لومړۍ په سلام ویلو سره خبرې شروع کوي.

په دې حدیث شریف کې یوې بلې خبرې ته هم اشاره شوې ده، هغه دا ده چې کله یو مسلمان د بل ورور سره مخامخ کیږي په دوي کې د هغه کس درجه لوړه ده چې لومړي په سلام کولو شروع کوي، او دنبي علیه السلام په دغه مسنونه طریقه کې یوه ګټه دا ده

چې د مسلمان زړه د کبر او غرور نه لرې ساتي او دا چې د مسلمان په زړه کې څومره لویې او کبر کمیږي بیا همغه په سلام اچولو کې بیړه کوي.

نور بیا….

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً