د مسيحيت مشهور داعي د ۱۷ مياشتو بې هوشۍ وروسته مسلمان شو

د کاتوليک فرقې اسپانيايي مسيحي دعوتګر (کشيش ) چې نوم يې ادواردو ماریا گومیز له ۱۷ مياشتو بې هوشۍ (کما) وروسته مسلمان شو .

مسيحي دعوتګر ادواردو چې ۸۷ کاله عمر لري د عمر ۴۳ کاله يې د اندونزيا د جافا په جزيره کې مسیحيت ته دعوت چلولی دی چې د جافا خلک هغه ښه پېژنې .

مسيحي دعوتګر ادواردو د کليسا د بام څخه د غورځېدو په وجه ۱۷ مياشتې په روغتون کې بې هوشه پروت وو او کله چې په هوش کې راغی مسلمان شو او مسيحيت يې پرېښود ، هغه وايي ما ته الهام وشو چې د الله تعالی بنده ګي وکړم او اسلام قبول کړم .

د هغه په وينا مخکې يې د اسلام په اړه څه معلومات نه لرل او نه يې هم هيڅکله قرآن لوستلی دی .

عجيبه دا چې د هغه نيمايي پيروانو اسلام قبول کړ ، د هغوی څخه يو وويل : مونږ په خپل روحاني پلار ادواردو اعتماد لرو پس د عبادت لايق يوازې الله دی ، او نه غواړم چې د قيامت په ورځ له ګناه کارانو څخه وشميرل شم .

ادواردو چې لا هم په روغتون کې بستر دی خپلو پيروانو ته حکم کړی چې جومات جوړ کړي د جومات د جوړولو لپاره کومکونه جمع کړي او کليسا و پلوري .

د الوطن ورځپاڼه

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 43 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً