(۱۱) اَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ عَنْ ابنِ عُمَرَ (رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا) قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُوْلِ اللهِ فَقَالَ: أَخْبِرُوْنِي بِشَجَرَةٍ تَشْبِهُ الْمُسْلِمَ أَوْ كَالرَّجُلِ الْمُسْلِمِ، لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا وَتُؤْتِي أُكُلُهَا كُلَّ حِينٍ، قَالَ ابنِ عُمَرُ: فَوَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، وَرَأَيْتُ أَبَا بَكْرٍ وَعُمَرَ لاَ يَتَكَلَّمَانِ فَكَرِهْتُ أَنْ أَتَكَلَّمُ، فَلَمَّا لَمْ يَقُولُوا شَيْئًا قَالَ رَسُولُ اللهِ : هِيَ النَّخْلَةُ فَلَمَّا قُمْنَا، قُلْتُ لِعُمرَ: يَا أَبَتَاهْ، وَاللهِ لَقَدْ كَانَ وَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، فَقَالَ: مَا مَنَعَكَ أَنْ تَكَلَّمَ؟ قَالَ: لَمْ أَرَكُمَا تَكَلَّمُونَ فَكَرِهْتُ أَنْ أَتَكَلَّمُ أَوْ أَقُولُ شَيْئًا، قَالَ عُمَرُ: لَِأَنْ تَكُونَ قُلْتَهَا أَحَبُّ إِلَيّ مِنْ كَذَا وَكَذَا.
ژباړه اوخلاصه :
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو هغه وویل :هغه ونه را وښیئ چی مسلمان ته ورته وي یا مسلمان سړی ته ورته وي پاڼی یی نه توئیږي او هر وخت میوه ورکوي ابن عمر وایي : زما په زړه کې راتیر شول چی دا د خورما ونه ده خو چې ابوبکر او عمر ته می وکتل هغو دواړو هیڅ هم نه ویلی نو ما ښه ونه بلله چې هغه څه نه وایي او زه وغږیږم . کله چی صحابه و څه ونه ویل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :دا د خورما ونه ده . کله چی ولاړ شو ما عمر ته وویل : پلارجانه ! په والله زما په زړه کی راتیره
شوه چی دا به د خورما ونه وي . هغه راته وویل : نوبیا دی ولی نه ویلی ؟ ما ورته وویل : تاسو دواړو څه نه ویلی نو ماته ښه نشوه ښکاره چی څه ووایم یا ستاسو په مخکی خبری وکړم .عمر وویل : په خدای سوګند که دی ښوولی وای
نو دا به ماته له ډیرشي نه غوره وه .
فوائد :
۱- یوه باریکه پوښتنه کول چی خپل ملګری تفکر اوسوچ ته وهڅوي چی په هغو کی ماشومان هم وو او دهغو فکری ازموینه هم کیدی شي .
۲- مسلمان داسی انسان دی چی انسانیت ته یی زیات خیر رسیږي او په دی صفت کی د خورما ونه هم له مسلمان سره شریکه ده هغه هم هر وخت انسان ته سیورۍ اومیوه ورکوي .
۳- د مشرانو په مخکې داسې خبری کول د ادب خلاف دي چې دهغوی د پوهی کموالی وښیی . او کشران باید د مشرانو په مخکې له خبرو سره احتیاط وکړی.
۴- پلار په خواږه نامه یادول لکه عبدالله چی خپل پلارته وایی : یا آبتا! یعنی ای پلار جانه !
۵- د زوی په هوښیاری او پوهه باندی خوشالیدل .
(۱۲) أَخْرَجَ الْبُخَاريَّ وَابْنُ خَزِيمَةٍ فِي صَحِيحِ وَاللَّفْظُ لِإِبْنِ خَزِيمَةٍ ,عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ بَاتَ عِنْدَ مَيْمُونَة أُمُّ الْمُؤْمِنِينَ (وَهِيَ خَالَتُهُ),فَاضْطَجَعْتُ فِي عَرْضِ الْوِسَادَةِ ,وَاضْطَجَعَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَهْلُهُ فِي طَوْلِهَا, فَنَامَ حَتَّي انْتَصَفَ اللَّيلُ أَوقَبْلَهُ بِقَلِيلٍ أَو بَعْدَهُ بِقَلِيلٍ ,اسْتَيْقَظَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ , فَجَلَسَ يَمْسَحُ وَجْهَهُ بِيَدِهِ , ثُمَّ قَرَأ الْعَشْرَ الأَيَات الخَوَاتِمَ مِنْ سُورَةِ آلِ عِمْرَانَ , ثُمَّ قَامَ إِلَي شَنٍّ مُعَلَّقَةٍ ,فَتَوَضَّأَ مِنْهَا , فَأَحْسَنَ وُضُوءَهُ , ثُمَّ قَامَ يُصَلِّي, قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ : فَقُمْتُ إِلَي جَنْبِهِ , فَوَضَعَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَهُ الْيُمْنَي عَلَي رَأْسِي , وَأَخَذَ بِأُذْنِي اليُمْنَي , فَفَتَلَهَا , وَصَلَّي رَكْعَتَينِ , ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ خَفِيفَتَيْنِ , ثّمَّ خَرَجَ فَصَلَّي الصُّبْحَ .
ژباړه اوخلاصه :
عبد الله بن عباس رضی الله عنهما وایي چی د خپلی خالی آم المؤمنین میمونه رضی الله عنها په کور کې مې شپه وه ،ما د بالښت په ساره سرکیښود او څملاستم او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د کوروالو یی د بالښت په اوږدو سرونه کیښودل رسول الله صلی الله علیه وسلم ترنیمی شپی او یا لیږ مخکې له نیمی شپی یا لږ وروسته پورې ؛ ویده شو رسول الله صلی الله را ویښ شو او کیناست پرمخ یې لاسونه تیرول او د ال عمران د سورت وروستی لس ایتونه یی وویل .بیا ولاړ شو او په کور کی د اوبو ژۍ رازړیدی له هغه نه یی اودس وکړ او ښه اودس یی وکړ او بیا د لمانځه له پاره ولاړشو .
ابن عباس وایی زه یی هم څنګ ته ودریدم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ښۍ لاس زما پرسر کیښود او زما ښۍ غوږ یی په لاس کی ونیو او تاو یی کړ ، دوه رکعته لمونځ یی وکړ او بیا یې دوه رکعته لنډ وکړل ،بیا له کور نه ووت او د سهار لمونځ یی وکړ .
فوائد :
۱- له دی حدیث نه دا خبره مالومیږی چی د ماشوم د خپلو خپلوانو کره تګ ښه کار دی لکه د خاله یا عمه او یا ماما کورته ورتلل .
۲- که د کوم ماشوم ماما یا بل کوم خپلوان چی د ده ورکره شپه وي عالم او پوهه سړۍ وي نو ماشوم باید دا موکه له لاسه ورنکړي او له هغه نه دی څه زده کړي،ځکه ابن عباس ددی شپی حالت څومره په دقیقه توګه بیان کړی دی
لکه په بالښت باندی د سرونو د کیښودلو څرنګوالی بیا د رسول الله د را کینستلو او پرمخ لاسونو تیرولو او ایتونو ویلو خبره دا راز له هغه سره په لمانځه دریدل او دهغه ښی لاس دده پر سر د تیرولو خبری له دی داسی مالو میږی چی ابن عباس د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول حرکات ډیر په دقت سره څارلی او د هغه هر عمل ته پوره متوجه و .
۳- که یوڅوک د شپی له مخی کوم عبادت کوي باید کور والوته تکلیف ورنکړي په خپله دی د اوداسه اوبه وراخلی یا که فرضا روژه نیسی په خپله دی ځان ته تیاری وکړي لکه په روایت کی چی واضح راغلی دي چی رسول الله صلی الله
علیه وسلم په خپله د اوبو له ژی نه اودس وکړ .
۴- په ماشوم باندی مینه کول دهغه پر سر لاس تیرول یا له هغه سره مستي کول اوغوږونه یی تاوول ښه کار دی او په ماشومتوب کی دهغه په عبادت روږدی کول هم غوره کار دی .
۵- که یو کس یواځی په امام پسی د لمانځه نیت تړی باید ښی اړخ ته یی ودریږی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی د ابن عباس په سر ښۍ لاس کیښودو نو ددی دا مطلب شو چی هغه یی ښی اړخ ته ولاړ و .
(13) رُويَ أَبُودَاوُدَ وَالْحَاكِمُ عَنْ عَبْدِ اللهِ بنِ عَمْرٍوبنِ العَاص رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مُرُوا أَولاَدَكُمْ بِالصَّلَوةِوَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعٍ , وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ , وَ فَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ .
ژباړه :
عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی :کله مو چی اولاد اووه کلن شی د لمانځه امر ورته کوئ ! اوکله چی لس کلن شی نو که لمونځ نه کوی وهئ یی ! او د څملاستلو ځایونه یی سره بیل کړئ !
فوائد :
۱- کله چی ماشومان اووه کلنی ته ورسیږی مور اوپلار ته لازمه ده چی هغوی ته د لمانځه امر وکړی او کله چی لس کلنی ته ورسیږی نو که بیا یی هم لمونځ نه کاوه باید تادیبا ووهل شی .
د اووه کلنی او لس کلنی ترمنځ دری کاله راځی په یوه کال کی دری سوه شپیته ۳۶۰شپی او ورځی دی او په ورځ اوشپه کی پنځه لمنځونه دی نو په کال کی اتلس سوه ۱۸۰۰ لمنځونه شول او په دریو کلونوکی پنځه زره او څلورسوه ۵۴۰۰ لمنځو نه راځی . کله چی یو ماشوم ته د دریو کلونو په دوران کی پنځه زره او څلورسوه ځله وویل شی چی لمونځ وکړه ! لمونځ وکړه ! او دی بیا هم لمونځ نه کوي او لس کلنی ته یی عمر هم رسیدلی وي نو بیا د لمانځه په نه کولو هغه ته د ادب ور ښوولو په موخه دهغه ډبول په کار دي .سړیتوب ته په لاره کی په ماشوم باندی درۍ مرحلی راځی ة اووه کلنۍ ، لس کلنۍ،پنځلس کلنۍ . په لومړۍ مرحله کی په ماشوم کی دعقل نښی نښانی څرګندی شی
او په دویمه کی په ښه او بد پوه شی او له دریمی وروسته سړی شی او شرعاً مکلف شي نو په دویمه مرحله کی په خپل خیر اوشر پوهه شی او په داسی حالت کی چی بیا هم دی دلمانځه په څیر په لوی خیر کی سستی کوی نوتادیبا یی وهل په کار دی .
۲- د لس کلنی مرحله د ماشوم د پوره پوهی مرحله وي او د ژوند په ډیرو چارو پوهه شی نو دا مهال باید دهغه هر حرکت او هرکار ته مور او پلار ځیر او متوجه وي او دهغوی د ښی روزنی له پاره باید د هغوی پر مخ د ټولو فسادونو لاری وتړی نو په دی لاره کی مهمه خبر دا هم ده چی د هغوی د خوب ځایونه سره بیل کړي .
(۱۴) أَخْرَجَ ابْنُ السَنِيُّ وَالطَّبَرَانِيُّ عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : جَاءَ غُلاَمٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : إِنِّي أَحُجُّ فَمَشَى مَعَهُ النَّبِيُّ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ :يَا غُلاَمُ ! زَوَّدَكَ اللهُ التَّقْوَى وَوَجَّهَكَ الخَيْرَ وَكَفَاكَ الْهَمَّ ، فَلَمَّا رَجَعَ الغُلاَمُ سَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا غُلاَمُ قَبَّلَ اللهُ حَجَّكَ وَغَفَرَ ذَنْبَكَ وَأَخْلَفَ نَفَقَتَكَ.
ژباړه :
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوځوان راغی او ورته یی ویل : زه حج ته ځم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه سره روان شو اوورته ویی ویل : ای ځوانه ! الله دی ستا تقوی زیاته کړي اوالله دي له ښو او خير سره مخامخ کړه
او الله دی له غمه وساته ، کله چی هغه ځوان له حج نه راستون شو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او سلام یی پری وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ای ځوانه ! الله دی حج قبول کړه ! او الله دی ګناوی وبښه !
او الله دی روزی درکړي .
فوائد :
۱- د یوه ځوان هلک حج ته تګ ښه کار دی او په ځوانی کی عبادت ډیر خوند کوي دا مهمه نده چی له اویا کلنی وروسته به یو څوک حج کوي لکه نن سبا چی ډیر خلک همدا عادت لري او په دی مهال حاجی د نورو د اوږو پیټۍ وي .
۲- حج ته د تګ په مهال یوه نیک انسان اوعالم ته د دعا له پاره ورتلل ښه کار دی څو هغه نیکی دعاګانی ورته وکړي او هغه دعا وی به د حاجی له حال سره مناسبی وي . چی په دی سره به په دی سفر کی حاجی ته ډاډ ورپه برخه شي .
۳- د میلمه د رخصت کولو پر مهال باید کوربه له میلمه سره یوڅه ولاړشي چی د تګ ته مشایعت وایی او دا نبوی سنت دی او د حاجی د رخصت کولو په مهال له هغه سره تګ هم ښه کار دی .
۴- له حج نه چی کله حاجی راستون شي هغه ته د حج د قبولی دعا کول یا زموږ په اصطلاح هغه ته مبارکی ویل هم ښه کار دی .
(15) اخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يَا بُنَيَّ ! إِ ذَا دَخَلْتَ عَلَي أَهْلِكَ , فَسَلِّمْ يَكُنْ بَرَكَةً عَلَيْكَ , وَعَلَي أَهْلِ بَيْتِكَ .
ژباړه : انس رضی الله عنه وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :ای زویه ! کله چی کورته ننوځی نو په کوروالو دی سلام اچوه په دی سره به الله تا ته هم برکت درکړی او په کور والو به دی هم برکت وکړي .
فوائد :
۱- خپلو ماشومانو ته نبوی سنت لاری او طریقی ښوول او د هغو ګټی په ساده توګه هغوی ته بیانول چی دهغو ی د پوهی وړ وګرځی .یعنی که دا لار ه خپله کړی ثواب به یی وی یا به الله برکت درکړی یابه جنت ته ځی او داسی نوری .
۲- کور ته د ننوتلو په مهال په کور والو سلام اچول هغه که واړه وي او که غټ که نر وي که ښځی په ټولو سلام اچول .
۳- سلام اچول ډیر برکتی کار دی د سلام اچوونکی له پاره هم او پر هغه چا باندی هم چی سلام پری ولویږی ځکه په سلام اچولو کی دسلامتیا، رحمت او برکت دعاوی ددواړو لوریو له خوانه پرته له کوم مادی موخی نه یوه بل ته وکړل شی .
(۱۶) اَخْرَجَ البُخَارِيُّ عَن أَنَسٍ رَضِيَ اللهً عَنْهُ قََالَ :كَانَ غُلاَمٌ يَهُودِيٌّ يَخْدَمُ النَّبِيُّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَمَرَضَ, فَأتَاهُ النَّبِيُّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعُودُهُ , فَقَعَدَ عِنْدَ رَأسِهِ ,فَقَالَ لَهُ :اَسْلِمْ ,فَنَظَرَ إِلَي أَبِيْهِ وَهُوَ عِنْدَهُ؟فَقَالَ : اطِعْ أَبَا الْقَاسِْم, فَأَسْلَمَ , فَخَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّي الله ُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ يَقُولُ:الْحَمْدُ لِلّهِ انْقَذَهُ مِنَ النَّارِ.
ژباړه :
امام بخاری رحمه الله تعالی له انس څخه روایت کوی هغه وایی : یو یهودی هلک و ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت به یی کاوی ، نو هغه ناروغه شو ، رسول االه صلی الله علیه وسلم د هغه پوښټنی ته ورغی ، د سر خواته یی کیناست او ورته ویی ویل : مسلمان شه ! د ماشوم خواته یی پلار هم ناست و هغه خپل پلار ته وکتل ، پلار یی ورته وویل د ابو القاسم (رسول الله صلی الله علیه وسلم ) خبره ومنه ! نو هغه ماشوم مسلمان شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه له کوره راووت ، او ویل یی :الحمد لله هغه الله جل جلاله له اورنه وژغوری .
فایدی :
۱- دیوه کافر او یهودی د ناروغی پوښتنی ته ورتګ نبوی اخلاق دی او دا غوره عمل دی (په شرط ددې چې حربي نه وي) .
۲- د پوښتنی په مهال د ناروغه خواته او سر ته کیناستل ښه کار دی او له هغه نه د هغه د تکلیفونو پوښتل .
۳- له دی روایت نه سمی لاری ته د کفارو د راوستلو په باره کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه او رغبت ښه ښکاریږی او دا چی هغه هڅه کوله واړه او غټ تول کفار په اسلام کی داخل شي .د مرض په دی ځانګړی حالت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وه پتییله چی اوس موکه ده او شونی ده دا هلک اسلام ومنی .
۴- د یوه بیلاری په سمیدلو او د یوه کافر په مسلمانیدلو خوشالیدل او الحمد لله ویل غوره او مستحب عمل دی او داراز د یوه بیلاری او کافر په ګمراهی او کفر کی په پاته کیدلو باندی خپګا ن هم باید د یوه مسلمان په زړه کی شتون ولری .
(۱۷) َأخْرَجَ الْبُخَارِيًّ وَ مَسْلِمٌ وَ التِرْمِذِيُّ وَ أَبُودَاوُد عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحْسَنُ النَّاسِ خُلْقاً ، وَ كَانَ لِيَ أَخٌ يُقَالُ لَهُ : أَبُو عُمَيْر –وَهُوَ فَطِيْمٌ- كَانَ إِذَا جَاءَنَا قَالَ : يَا أَبَا عُمًيْر مَا فَعَلَ النُّغَيْر؟ لِنُغْر كَانَ يَلْعَبُ بِهِ ، وَرُبَمَا حَضَرَتِ الصَّلوةُ وَهُوَ فِيْ بَيْتِنَا ، فَيَأْمُرُ بِالبِسَاطِ الَّذِي تَحْتَهُ ، فَيَكْنَسُ ، ثُمَّ يُنْفَخُ ، وَنَقُومُ خَلْفَهُ ، فَيُصَلِّي بِنَا (النُّغَيْرُ : تَصْغِيرُ النَّغْر , وَهُوَ طَائِرٌ صَغِيْرٌ كَا الْعُصْفُور) .
ژباړه : انس رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کی غوره اخلاق لرل ، زما یو ورور و چی ابوعمیر به یی باله ، -او هغه نوی له تی نه جلا شوی و – رسول الله صلی الله علیه وسلم به چی کله راغی وبه یی ویل : ابوعمیره ! نغیر څه وکړل ؟ هغه به په نغر لوبی کولی ، او کله به چی دی زموږ په کور کی و او دلمانځه وخت به شو ، امر به یی وکړ چی هغه له ده نه لاندی فرش دی ویړ کړل شی ،هغه به جارو کړل شو ، بیا به په پوکی سره پاک کړل شو،اوموږ به ده پسی په لمانځه ودریدلو ، ( نغیر د النغر تصغیر دی او دا د چرچڼګی مرغۍ په څیر کوچنی مرغه دی )
فایدی :
۱- له کوچنیو ماشومانو سره مینه او محبت او له هغوی سره لوبی او دهغوی دخوښی خبری کول اوله هغوی سره ټوکی کول .
۲- ماشوم ته خوږ نوم کارول که څه هم هغه دهغه خپل اصلی نوم نه وی .
۳- ماشومان کولی شی د لوبو له پاره مارغان وساتی او په هغو لوبی وکړی .
۴- دخپلو دوستانو کور ته ورتګ او دهغوی له ماشومانو سره مینه کول بیا هلته په ګډه سره دماشومانو په شمول لمونځ کول .
۵- په جاینماز باندی کیناستل او بیا د لمانځه په وخت کی د هغه پاکول او په هغه لمونځ کول له دی حدیث نه مالوم شول .
(۱۸) رُوْيَ التِّرْمِّذِيُّ عَنْ سَعِيْدبْنِ الْعَاص رَحِمَهُ اللهُ : أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَا نَحَلَ وَالِدٌ وَلَداً مِنْ نَحْلٍ أَفْضَلٍ مِنْ أَدَبٍ حَسَنٍ .
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : د پلار له پاره خپل زوی ته تر ښه ادب ورکولو پرته بله غوره ډالۍ او تحفه نشته .
فایده :
داسی پلار به نه وي چی له زوی سره مینه نلري او د کومو انسانانو په منځ کی چی د مینی مزۍ غځیدلی وي او بیا د مینی دومره ځواکمن مزۍ لکه د زوي او پلار تر منځ چی شتون لري خامخا پلار هڅوي څو زوی ته آن د زړه ټوټې هم په اور کباب کړي دهغه له پاره شپی ویښی او ورځی ستومانه کړي څو خپل خواږه اولاد ته هوسا ژوند برابر کړی .
طبعا د میَنو تر منځ ډالۍ او تحفی یو هغه اساسی شی دی چی یو یی بل ته په ډیره مینه سره ورکوی دا ډالۍ دمینی تر کچی پوری تړاو لری مینه چی څومره وی د تحفی او ډالۍ کمیت او کیفیت هم له هغه سره تړاو لری ښکاره خبر ده چی پلار له زوی سره بی کچی مینه لری او طبعا به یی ډالۍ هم ترټولو غوره او ارزښتناکې وی .
اوس به دی ته راشو چی ترټولو غوره او ارښتناکه ډالۍ کومه ده چی باید زوی ته ورکړل شی؟ د الله جل جلاله ستر پیغمبر په دی لوړ حدیث کی زوی ته دپلار ترټولو غوره ډالۍ دهغه ښه روزنه او تربیت ښوولی دی داولادښه روزنه ښه ادب او غوره اخلاق ورښوول ترټولو غوره ډالۍ ده ځکه نوری ټولی ډالۍ آنی او وختی شیان دی او ادب او ښه روزنه هغه یواځنۍ غوره ډالۍ ده چی له انسان سره به ټول عمر مل وی او دژوند په هرپړاو کی به ګټه ورنه اخلی . دخلکو په منځ کی ښه نوم لری او په هرچا په ګران وی .
(۱۹) رُوِيَ ابنُ السَّنِيُّ عَنْ أَبِي هُرَيرَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ : أَنَّ النَّبِيَّ صلي الله عليه وسلم رَأَي رَجُلاً مَعَهُ غُلا ٌ , فَقَالَ لِلْغُلاَمِ : مَنْ هَذاَ ؟ قَالَ : أَبِي , قَالَ :فَلاَ تَمْشِي أَماَمَهُ ، وَلاَ تَسْتَسِبُّ لَهُ , وَلاَ تَجْلِسْ قَبْلَهُ , وَلاَ تَدْعُهُ بإِسْمِهِ .
ژباړه: ابوهریره رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم یوسړۍ ولید چی یوهلک هم ورسره و ، هلک ته یی وویل : دا څوک دی ؟ هغه ورته وویل : دا زما پلار دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : نو له ده مخکی مه ځه ! او مه داسی کار کوه چی د هغه کار لامله دی پلار تا ته ښکنځلی وکړي ! اوله ده مخکی مه کینه ! او په نامه یی مه بوله !
فایدی :
۱- له یوی موضوع چی سړۍ پوره خبرتیا نلري پر هغه دی تبصره نه کوي په پیل کی په یوه موضوع ځان پوره خبرول او بیا پر هغه خبری کول له دی حدیث نه معلومیږی چی نبوی لاره ده .
۲- زوی باید د پلار مخته تګ ونکړي وروسته دی ورپسی ځی .
۳- زوی باید داسی کار ونکړی چی هغه یی دپلار دغوسی سبب وګرځی اوتادیبا هغه ووهی یا بدی خبر یورته وکړی
۴- په مجلس یا هر ځای کی د کینستلو پر مهال دی زوی له پلار نه مخکی نه کینی کله یی چی پلار کینی بیا دی دی کینی .
۵- زوی باید پلار په خپل نامه ونه بولی په کومو خلکو کی چی پلار ته څه ډول احترامانه نوم اخیستل کیږی په هغه نامه دی وبلل شی .
(۰۲) رُوِيَ الطَّبْرَانِيُّ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ ذَاتَ يَوْمٍ لِفُلاَنٍ مِنَ الأَنْصَارِ: نَاوِلْنِيْ نَعْلِي، فَقَالَ الغُلاَمُ: يَا نَبِيُّ اللهِ بِأَبِيْ أَنْتَ وَأُمِي، اُتْرُكْنِي حَتَّى اجْعَلْهُمَا فِي رِجْلَكَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ‘اَللّهُمَّ إِنَّ عَبْدَكَ هَذَا يَتَرَضَّاكَ فَارْضِ عَنْهُ.
ژباړه : انس رضی الله عنه وایی : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه انصاری ته وویل : زما نعل راکړه نو یوه هلک ورته وویل : زما پلار اومور دی له تا ځارشی ما پریږده چی زه یی در پښو کړم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : یا خدایه ! ستا دا بنده ستا رضا غواړي ، ته ورنه راضی شي .
فایدی :
۱- د حدیث له اسلوب نه داسی معلومیږي چی د څپلیو یا بوټونو ورپښو کولو خدمت او یا دی ته ورته نور خدمتونه رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامونه نه اخیستل ځکه که دا کار عادی وای نو بیا ددی حدیث د راوړلو ګټه پاتی نشوه دا حدیث چی انس ذکر کړی دی دهمدی موخی له پاره یی راخیستی چی یوځای داسی پیښه شوه چی یوه ماشوم له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په دی ډول غوښتنه وکړه او دهلک دغوښتنی طرز ته که ځیرشوله هغه نه هم په ښکاره توګه زموږ ددی خبری تایید ترلاسه کیدلی شی ځکه هغه رسول الله ته په عاجزانه او مخلصانه توګه داسی وایی :
يَا نَبِيُّ اللهِ بِأَبِيْ أَنْتَ وَأُمِي، اُتْرُكْنِي حَتَّى اجْعَلْهُمَا فِي رِجْلَكَ،
دلته هلک لومړی دخپلی مینی څرګندونه کوی (بابی آنت وآمی ). وروسته وایی ما پریږده (اترکنی )رسول الله صلی الله علیه وسلم چی دهغه مینه اولیوالتیاوینی نو نه یی نا امیده کوی او اجازه ورکوی ، وروسته دعاهم ورته کوی .
۲- یو ماشوم که په مینه اوخپله لیوالتیا سره خپل پلار یاکوم مشرته بوټ ورپښوکوی په دی کی کوم مشکل نشته .
۳- دابه د ماشوم له غوره اخلاقونه وی چی مشرته دخدمت په وخت کی خوږی او دمینی خبری کوی او مشرته په کار ده چی هغه ته دعا وکړی او متقابلا هغه ته داسی خبری وکړی چی هغه پری خوشاله شی
په زړه پوری کیسه :
د اسلام پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه د اختر په ورځ خپل یو زوی ولید چی زړی جامی یی په تن وی نو په سترګو کی یی اوښکی راغلی زوی یی چی دده اوښلنی سترګی ولیدلی پوښتنه یی وکړه چی پلاره ولی ژاړی ؟
پلار یی ورته وویل : زویه ! دا د اختر په ورځ چی دی نورماشومان په دی جامو کی ووینی او ته د هغوی تازه اوښکلی جامی ووینی ویریږم زړه به دی مات شي .
تاسو څه فکر کوئ چی دی زاهد خلیفه خپل زامن څه ډول روزلی و و؟!
دا زاهد خلیفه د خپل زوی په حال اوښکی تویه وي خو هغه د اخلاقو لوړه نمونه زوی یی داسی ځواب ورکوي چی په هغه کی زموږ د ماشومانو له پاره د اخلاقو کتابونه پراته دي هو د هغه په دی یوه خبرکی .
زوی یی ورته وایی :
إنما ينكسر قلب من أعدمه الله رضاه، أو عق أمه وأباه، وإني لأرجو أن يكون الله تعالى راضيًا عني برضاك’
پلاره زړی جامی دومره مهمی نه دي چی د سړی زړه مات کړي اصلا د الله رضا نه ترلاسه کول هغه ستره بدمرغی ده چی زړه ماتوي او د مور او پلار نافرماني هغه لویه بد اخلاقی ده چی زړه ماتوي او زه امید لرم چی ستا په رضا او خوشاله ولو سره به د الله رضا ترلاسه کوم
رضی الله تعالی عنهم
ليکنه : حامد
آن لاين اسلامي لارښود