د مړي د طرفه د قرباني د غوښې خوړل څه حکم لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی!
قاری صاحب ګل زمان یم د ننګرهار  ولایت اوسیدونکی:
زه د نیکه لپاره چی وفات شوی دی قربانی نیولی شم او که نه ؟ او که نیولی یی شم کوم شرطونه لری او که نه ؟ ما له یوه دینی عالم څخه پوښتنه وکړه هغه راته وویل که وفات شوی نفر د قربانی وصیت نه وی کړی نو قربانی ورته نه شی نیولی. د قربانی د غوښی د خوراک یی څه حکم دی . خپله یی خوړلی شی او که په فقراؤ به یی تقسیموی. که تفصیلی ځوابونه مو راته راکړل ډیر به خوشحاله شم.
قاری ګل زمان ناصح
ننګرهار ولایت، غنی خیلو ولسوالۍ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خپلو وفات شويو قريبانو د پاره لکه : نيکه ، نيا ، مور او پلار او نورو د پاره قرباني کول جايز او ثواب يې مړي ته رسيږي

موسوعة الفقهية ليکي :

که مړي په قربانۍ کولو وصيت کړی وي په اتفاق جايز ده او که يې وصيت نه وي کړی د جمهورو فقهاؤ الحنفية ، المالکيه او حنابله په نزد جايز ده او د شافعيه په نزد که چېرې مړي وصيت نه وي کړی جايزه نه ده (موسوعة الفقهية ) .

لکن د جمهورو قول راجح دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم روايت نقل شوی دی چې : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوو پسونو قرباني وکړه چې يو د خپل ځان لپاره او بل د امت د هغو کسانو د پاره چې قرباني نه وي کړې .

قال في البدائع : أنه يجوز ان يتصدق عنه و يحج عنه و قد صح ان رسول الله صلی الله عليه وسلم  ضحی بکبشين احدهما عن نفسه و لاخر عمن لم يذبح من امته و ان کان منهم من قدمات قبل أن يذبح ( کفايت المفتي ج ۸ ص ۲۰۵ – ردالمختار ج ۵ ص ۲۲۶ ) .

او د مړي د طرف نه د قرباني د غوښي حکم داسې دی لکه د ژوندې د طرف نه :

في الشامية : من ضحی عن الميت يصنع کما يضع في اضحية نفسه من التصدق و الاکل و اجر للميت و الملک للذابح
( ردالمحتار ، کتاب اضحية ۳۲۶/۶ سعيد )

يعنې د مړي د طرف نه د قربانئ مالک قربانی کونکی دی که هغه صدقه کړي يا يي وخوري نو ثواب مړي ته رسيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً