اهل ذمه هغه کفار دي چې د مسلمانانو تر تسلط لاندې ژوند تيروي ، اسلامي حکومت ته هر کال د تسليمۍ جزيه ورکوي .
قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ{ [التوبة 29] .
ژباړه : له هغو اهل کتابو سره وجنګيږئ چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان نه راوړي .او هغه څه حرام نه ګڼې چې الله او د هغه رسول حرام کړي دي او نه حق دين خپل دين ګڼې تر هغو چې پخپل لاس په داسې حال کې چې سپک او ذليل وي جزيه ورکړي .
دا کفار اکثراً د مسلمانانو د فتحه شويو سيمو هغه کفار دي چې د مسلمانانو پر وړاندې جنګ نه کوي د مسلمانانو حکومت ته تسليم شوي وي لکن پر خپل دين باندې پاتې وي او اسلامي حکومت ته جزيه ورکوي .
د ذمي کفارو سره عقد ذمه ددې لپاره دی چې هغوی د جنګ څخه لاس واخلي د مسلمانانو د کډ ژوند څخه مأثير او اسلام قبول کړي يا اسلام پر وړاندې د سر ټيټی جزيه ورکړي د جزيې همدا هدف دی د هغوی څخه د مال اخيستل هدف نه دي .
د ذمي کفارو حکم :
اسلامي حکومت د ذمي کفارو د سر او مال د ساتنې ذامين دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «مَنْ قَتَلَ قَتِيلًا مِنْ أَهْلِ الذِّمَّةِ لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ ، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا » (أخرجه الإمام أحمد).
يعنې : که چا ذمي کافر ووژلو نو د جنت بوی به و نه مومي حال دا چې د جنت بوی د څلويښتو کلونو مسافې څخه حس کيږي .
حضرت علی رضی الله عنه وايي : إنما بذلوا الجزية حتى تكون دماؤهم كدمائنا، وأموالهم كأموالنا (رواه الدارقطني).
يعنې : مګر که چا جزيه ادا کړه د هغوی وينې به زمونږ د وينو په شان وي او د هغوی مالونه به زمونږ د مالونو په شان وي ( سر او مال به يې په امن وي ) .
يجب عليك تسجيل الدخول لاضافة تعليق.