د خيرات او صدقاتو په ورکولو سره زکات ادا کيږي؟

دآنلاین اسلامی لارښودکارکونکوته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
کامیابی مو دهمیش لپاره غواړم.
زمایوه پوښتنه ده هغه داچی کیچیری دیوه سړی سره دومره پیسی وی چی زکات ورباندی کیږی خوداسړی صدقه ورکوی داپه زکات کی رازی اوکنه هیله چی ځواب هرومرو راکړی

محمد عظيم (مطمئن )

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفلي صدقاتو او خيراتونو په ورکولو سره زکات نه ادا کيږي ځکه د زکات د ادا کولو د صحت يو شرط د زکات نيت دی زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت د زکات نيت ولري .

د هر عبادت د صحت د پاره نيت شرط دی قوله تعالی : وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ (البينه ۵ )

ژباړه : او په داسې حال کې چې دوی نه وو ګومارل شوي خو په دې چې په پوره اخلاص د الله جل جلا له  عبادت وکړي او عقيده ولري چې دين د هغه له خوا دی او په عين حال کې له هر ډول اوښتنې لرې وي لمونځ (د هغه له ټولو ادابو سره ) ادا کړي او زکات ورکړي او دا سم او ټينګ دين دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إنما الاعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى ( هر عمل په نيت پورې تعلق لري ، او سړي ته هغه څه رسيږي د کوم شي يې چې نيت کړي وي .

يو دا چې نيت به يې خالص د الله (جل جلا له ) رضا او د هغه عبادت کول وي او بل دا چې د فرض زکات د ادا نيت به لري کچيرې يو کس خيراتونه او صدقه ورکړي او بيا وروسته هغه په زکات کې حساب کړي ، زکات يي نه ادا کيږي ځکه ده د نفلي صدقي نيت کړي وو نه د زکات .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً