آيا د اسلام پر خلاف د حربي کفارو ملګرتيا هم ديني مصلحت دی ؟

په بار بار مو دا مطالب نشر کړی او بيا يې هم په بار بار نشروو ځکه چې زمونږ هيواد د کفر او ارتداد د لويي فتنې سره مخ دی عامو خلکو ته دا ستونزمنه ده چې د يو صالح متقي عالم او د يو ملعون منافق او د کفر لخوا کرايه کړي عالم او مفتي د خبرو او ويناوو تر مينځ د حق او بطلان قضاوت وکړي .

ګرانو وروڼو او خويندو ! دغه مسئله د قرآنکريم د څو ايتونو په بيانولو سره واضح کوو او نور دې هر څوک خپله قضاوت وکړي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

تفسير القرطبي د دغه آيت د شأنزول په اړه داسې ليکي :

وروى الضحاك ابن عباس أن هذه الآية نزلت في عبادة بن الصامت الأنصاري وكان بدريا تقيا وكان له حلف من اليهود، فلما خرج النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يوم الأحزاب قال عبادة: يا نبي الله، إن معي خمسمائة رجل من اليهود، وقد رأيت أن يخرجوا معي فاستظهر بهم على العدو. فأنزل الله تعالى: {لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكافِرِينَ أَوْلِياءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ} الآية.

يعنې : ضحاک د ابن عباس څخه روايت کوي چې دغه آيت د عباده بن صامت انصاري په باره کې نازل شوی دی هغه لره يو يهودی ملګری او شريک ؤ ، کله چې رسول الله عليه وسلم د خندق غزا ته وتلو عباده ورته وويل : ای د الله نبي ، زما سره پنځه سوه يهوديان دي زما رايه دا ده چې هغوی زمونږ سره ووځي (د کفارو پر ضد زمونږ سره په جنګ کې ملګرتيا وکړي ) او مونږ به پر دوښمن غالب شو نو بيا دغه ايت شريف نازل شو : لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكافِرِينَ أَوْلِياءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ .

الله سبحانه وتعالی مسلمانان د کفارو د شرکت کولو څخه د کفارو د جنګ پر خلاف سخت منع کړل .ځکه چې کله د مسلمانانو سره په جهاد کې کفار شريک شي هغوی سبا په اسلامي نظام کې د قدرت ، صلاحيت او شراکت دعوی کوي نو د هغوی داسې شرکت کول کلک منع دي .

نن زمونږ په اسلامي هيواد باندې کفارو تيری کړی دی دلته يې حاکم اسلامي حکومت ونړولو او پر ځای يې سکولر حکومت قايم کړ خو بيا هم شيطان صفته ، د بنی اسرائيلو د علماؤ شاګردان د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د يهودو او نصاؤ ملګرتيا جايز او د دين د پاره مصلحت بولي (العياذ بالله ) .

افسوس دا چې دغه د کفارو کرايه کړي ملايان او مفتيان خو هسې ګمرا دي خو ډير عام خلک يې ګمراه کړل .

ګرانو وروڼو او خويندو ! د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفارو ملګرتيا ته موالات وايي کوم چې په دغه لاندې آيت شريف کې يې ذکر راغلی دی .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

د کفارو موالات او د هغوی سره دوستي کول عبارت دي د اسلام پر خلاف د کفارو نصرت او کومک ، د هغوی واکمن جوړول يا د هغوی د قوانيو حاکمول دي او په دې باندې د ټول امت اجماع ده .

ابن جرير رحمه الله په تفسير الطبري کې ليکي :” لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء ” :
والصواب من القول في ذلك عندنا أن يقال: إن الله تعالى ذكره نهى المؤمنين جميعا أن يتخذوا اليهود والنصارى أنصارا وحلفاء على أهل الإيمان بالله ورسوله وأخبر أنه من اتخذهم نصيرا وحليفا ووليا من دون الله ورسوله والمؤمنين فإنه منهم في التحزب على الله وعلى رسوله والمؤمنين وأن الله ورسوله منه بريئان.

يعنې : په دې قول کې زمونږ په نزد رښتنې خبره دا ده چې : يقيناً الله تعالی ټول مؤمنان ددې څخه منع کړي دي چې يهودو او نصارا د اهل ايمان پر خلاف خپل کومکوونکي او ملګري و نه نيسي او خبر يې راکړئ چې څوک د الله او د رسول او مؤمنانو څخه پرته هغوی خپل کومک کوونکی ، ملګري او مشر ونيسي نو هغوی به د همغوی په حزب او ډله کې شميرل کيږي او الله او د هغه رسول د هغوی څخه بيزاره دی .

او د کفارو د ملګريو د پاره د سخت عذاب خبرداری :

[بشر المنافقين بأن لهم عذابا أليما . الذين يتخذون الكافرين أولياء من دون المؤمنين . أيبتغون عندهم العزة فإن العزة لله جميعا].(النساء:138،139)

ژباړه : منافقانو ته په دې زېری ورکړه چې رښتيا دوی ته دردوونکی عذاب شته. هغه کسان چې د مسلمانانو پر ځای کافران (خپل) دوستان نيسي ، آيا له دوی څخه عزت لټوي ؟ نو بې شکه چې عزت الله لره دی .

آيا تاسې دوی نه وينی چې خپل عزت د کفارو په شتون ، د کفارو په کومک ، د کفارو په قانون کې ويني حال دا چې ټول عزت الله لره دی يعنې عزت په اسلام کې دی د کفر دوستي او ملګرتيا سراسر ذلت د دنيا او آخرت رسوايي ده .

که څه هم په دغه مسئله کې د قرآن او سنتو ډير نصوص موجود دی خو د عقل د څښتنانو د پاره همدا هم کفايت کوي

وما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 16 times, 1 visits today)