د حرم استوګن کولای شي له خپل اطاق څخه د حج او عمرې د پاره احرام وتړي؟

اسلام عليكم ، محترمو دا پوښتنه يوازې زمانه ده بلكه اكثره وروڼه پرېپوهيدل غواړي هغه داده چې كوم خلك چي په حدودو دحرم شريف كي اوسيږي هغه كسان له خپل استوګن ځای نه كولای شي دعمري يادحج لپاره احرام وتړي  ، بله دا چي له حدودونه بهروي يعني دمكي معظمي سيمه وي لكه شرائع المجاهدين دغوكسانوته مقات ته تلل ضروري دي اوكه نه له خپلو ځايونوڅخ احرام وتړي  ، بل سوال دعمري له كولوڅخه وروسته حلق ياقصركه بهرله حدودونه څوک وكړي سه حكم لري يعني لكه په جده كي ياشرايع كي يابل ځاي كي خو بهرله حدودونه اودا پوشتنه كه په عامه توكه نشركړئډيره به ښه وي وسلام

حاجي عمر خان – مکه المکرمه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

لومړی چې کله آفاقي (د حرم د حدودو څخه خارج ) حجاج د حج يا عمري اراده کوي هغوی به د خپل مربوطه ميقات څخه احرام چې هغه ميقاتونه د هر جهت د پاره ټاکل شوي دي لکه : يَلملَم ، ذوالحُلفه، الجُحفَه، قرن المنازل او ذات عرق .

مګر کله چې افاقي او غير آفاقي حجاج د حرم په حدودو کې ځای پر ځای شي د حج د پاره به احرام له خپل استوګن ځای او اطاق څخه تړي ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته همدا حکم کړی ؤ چې د حج د پاره د مکې د داخل څخه احرامونه وتړي :

ميقات من كان مقيماً بمكة: من كان بمكة مكياً أو آفاقياً فميقاته في الحج: الحَرم ـ مكة نفسها؛ لأن رسول الله صلّى الله عليه وسلم أمر أصحابه أن يحرموا بالحج من جوف مكة، فقال: «حتى أهل مكة يهلّون منها» ومثله من منزله في الحرم خارج مكة، وندب إحرامه في المسجد الحرام (فقه الاسلامي و ادله بحواله) .

مګر د عمرې ادا کوونکو ته جايز نه چې د عمرې د پاره د خپل اطاق څخه احرام وتړي بلکي عمره کوونکی که څه هم د حرم په حدودو کې وي د نږدې الحل څخه به احرام تړي .

تر ټولو نږدې التنعيم دی کوم چې د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام احمد رحمه الله په نزد غوره او بهتر همدا تنعيم دی ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبکر صديق رضی الله عنه زوی عبدالحمن ته حکم وکړ چې عايشه رضی الله عنها به له تنعيم څخه احرام تړي .

جاء في فقه اسلامي وادله :

وأفضلها عند الحنفية والحنابلة: التنعيم؛ لأن النبي صلّى الله عليه وسلم « أمر
عبد الرحمن بن أبي بكر أن يُعمر عائشة من التنعيم» (متفق عليه) لأنها أقرب الحل إلى مكة، ثم الجعرانة، ثم الحديبية.
او امام شافعی او امام مالک په نزد الجعرانة غوره دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم له الجعرانة څخه احرام تړلی دی .

دوهم : د حرم د حدودو څخه بهر د حلق او تقصير کولو سره دم واجبيږي ، حلق (د سر خريل ) او تقصير (د ويښتانو کمول ) به د حرم د حدودو په داخل کې وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً