د حج د مناسکو لنډ بيان

د حج د مناسکو لنډه تشريح

تاسې ته به د ذوالحجې په آتم تاريخ خبر درکړی شي چې ځانونه مو برابر کړئ احرامونه وتړئ چې په فلاني وخت حرکت کوو .

په خپل اتاق کې به احرام وتړئ د احرام تړلو مخکې به نوکونه ، د تخرګ او شرمکاه ویشتان لري کړي ، غسل به وکړي ، خوشبويي به ووهي ، لنګ به ووهي د هغه د پاسه به چادر واغوندې ، که مکروهه وخت نه وي دوه رکعته نفل لمونځ به د احرام په نيت وکړي .

د هغه وروسته به د حج نيت وکړئ . د نيت نه پس به په اوچت آواز د تلبيه ويل شروع کړئ ، د لمانځه نه علاوه هر وخت په لوړ ځای ختلو ، ښکته کيدو ، سورلې ته پورته کيدو او کوزيدو په وخت کې لوستل کيږي ، متمتع حاجې به د حجرالاسود د ښلولو يا مسحې وروسته تلبيه پريږي دي د تلبيه الفاظ دا دی :

(لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك)

ښځه به خپلې ګنډلې جامې اغوندې ، خوشبويي به نه وهي ، مخ او لاسونه به نه پټوي .

وروسته به بسونه راشي او تاسې به منا ته نقل کړي

په منا کې يوازې اوسيدل او هلته پنځه لمونځونه ادا کول لکه : د ماسبښين لمونځ ، د مازديګر لمونځ ، د ماښام لمونځ ، د ماسختن لمونځ او د سهار لمونځ ادا کول او شپه تيرول سنت دي .

په منا کې د سهار د لمانځه وروسته به مو د ريل په وسيله عرفات ته انتقال کړي د ذوالحجې نهمه ورځ به هلته تيره کړئ د ماسپښين او مازديګر لمونځونه به په عرفات کې ادا کړئ کله چې لمر پرېوځې د عرفات څخه مو به د ريل په وسيله مزدلفې ته انتقال کړي په مزدلفه کې د ماښام ، ماسختن او سهار لمونځ ادا کيږي او د لمر ختلو وروسته مو د ريل په وسيله منا ته انتقالوي په منا کې چې د اختر ورځ ده جمرې به وولئ بيا به قرباني وکړئ او بيا به سر وخريئ او بيا به مکې ته د طواف زيات د پاره لاړ شئ ، د طواف زيارت وروسته به منا ته شپه یوسئ په منا کې به د زوال وروسته دوې ورځې جمرې وولئ او وروسته به مکې ته لاړ شئ . اوس د حج يوازې يو نسک پاتې شو چې هغه طواف وداع دی هغه به د مکې څخه د وتلو پر مهال ادا کړئ .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً