د ضاد په ځای ظاء تلفظ کول لمونځ فاسدوي ؟

گرانو دوستانو او علما کرام اسلام علیکم ورحمت اله وبرکاته! .
ما خپله پوشتنه په برسیره توگه مطرح کړیده نو مونږ وینو چه په جامعه کی زیات ملایان حتی ښه جید هم معلومیږی نو د “والضالین ” په ځای ” والظالین” وایی یعنی ښه یی نه ادا کوی که دا کار په دوام داره توگه کوي یعنی کوشش نه کوي چه ددی مشکل مخه ونیسی نو د هغه لپاره شه او موثق دلیل څه دی څه ورته ووایو چه نه بده پرې ولگیږی او نه هم خفه شي او د مشکل مخه هم ونیول شی ؟ دیره دیره مننه . کامیاب اوسی په دارینو کی

محمد خالص

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې کوښښ سره هغه صحي تلفظ کولای شي لکن قصداً د ضاد پر ځای ظاء يا دال تلفظ کوي نو لمونځ يې فاسد شو او که په قصد سره نه وي د بې خبری له وجې د ضاد او ظاء تميز او فرق نشي کولای لمونځ يې صحي دی مګر د غلطو لوستلو او د علم تجويد نه د غفلت په وجه به ګنهکار وي او نن سبا په خلکو دا عام مشکل دی .

فالمختار الاحوط فی هذا الباب ان من تعمد الغلط فجعلها و اخرجها من مخرجها الصحيح فسدت صلاته و ان لم يتعمد الغلط بل صدر منه لعدم التميز بينهما جازت الصلاة و ان کان آثما لترک السعی فی تعليم الصحيح .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۸۶

د ضاد او ظاء د تلفظ کولو فرق :

د «ظ» حرف کله چې د ژبی پاس طرف د مخامخ پاسنيوغاښونوله څوکو سره و لګول شي ادا کيږي د«ظ» په تلفظ کې د ژبی دڅوکې طرف بیرون ته راوځې مګر د «ض»مخرج كله چې د ژبي يواړخ له پاس خوا (له ښي څخه چپ لور ته ) د اضراس غاښونو سره ولګول شي د«ض» توری تلفظ کيږي البته له چپی خوا څخه يې ادا کول اسانه دي ،نوځکه د ظا مخرخ له ض نه لری دی .

اوبل داچې په «ض» حرف د استطالت صفت لري چې بل په هيڅ کوم حرف کې دا صفت نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً