د اسلامي لارښود لارښود چلوونکو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
آيا د داسې نظام پر وړاندې چې قانون يې د ما انزل الله خلاف د انګليس آيين او غربي قانون وي جهاد کول څه حکم لري ؟
که په تفصيل سره ځواب راکړي ډير به ښه وي .
د کابل پوهنتون څخه زحمت درکوم
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
يو د کفر مستقيم تېری او يرغل دی چې کفار د اسلام په خاوره باندې مستقيم نظامي تېری او يرغل کوي او بل د کفر غير مستقيم تېری دی چې اصلاً په ظاهر کې کفار نه وي موجود خو د ځنو منافقانو ، يا ضعيف الايمانه حاکمانو په وسيله باندې د کفر نظام پر مسلمانانو باندې تپي .
اول صورت :
د کفارو مستقيم يرغل :
د کفارو مستقيم يرغل دا دی چې په مستقيم ډول کفار په اسلامې خاوره باندې يرغل کوي لکه : په افغانستان باندې د امريکا او ناتو يرغل او په فلسطين باندې د يهودو يرغل او داسې نور … کفار مسلمانان وژني او خپل قانون ورباندې مني دا حالت د مسلمانانو د ضعف حالت دی چې دوی د کفر تر سلطې او يرغل لاندې راغلي دي په دې حالت کې به مسلمانان د خپل دين او خاورې د ساتنې او د دين د قيام لپاره هغه کسانو وژنې (جهاد به ور سره کوي ) څوک چې دوی وژني .
لقوله سبحانه وتعالی :وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ( البقره ۱۹۰)
دوهم صورت :
د کفر د قانون حاکميت ، هغه داسې که کفري يرغل موجود وي يا هم ظاهراً کفري يرغل وجود ونه لري او د دغه نظام حالمان ظاهراً د اسلام دعوی هم وکړي لکن قانون يې د قرآن او سنتو خلاف ( د انګليس آيين او يا غربي ديموکراسۍ ) وي
پر مسلمانانو واجبه ده چې دغه د شيطان او طاغوت نظام نسکور کړي او پر ځای يې شرعي نظام حاکم کړي .
لقوله سبحانه وتعالی :وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه (انفال ۳۹ ) .
د فتنې څخه مراد شرک ، کفر، طاغوت او ارتداد دی (تفسير البغوي ، ابن کثير ) .
وضعي نظام يا غربي ديموکراسۍ يو معاصر شرک دی .
وقد جاء في ” موسوعة الأديان والمذاهب المعاصرة ” ( 2 / 1066 ، 1067 ) : “ولا شك في أن النظم الديمقراطية أحد صور الشرك الحديثة ، في الطاعة ، والانقياد ، أو في التشريع ، حيث تُلغى سيادة الخالق سبحانه وتعالى ، وحقه في التشريع المطلق ، وتجعلها من حقوق المخلوقين ، والله تعالى يقول : ( مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآَبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ )يوسف/ 40 ، ويقول تعالى : ( إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ )الأنعام/ 57″ انتهى .
وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60
ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .
وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50
يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له ښه حکم ورکولای شي ؟
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
يجب عليك تسجيل الدخول لاضافة تعليق.