ګرانه وروره هیله کوم چې د لاندینۍ دعاء په باره کې معلومات راکړې چې صحیح ده او که نه یعنې د مینځې کوم لغت چې په کې کارول شوۍ ځکه عیسایان هم په خپله عقیده کې عیسی علیه سلام ته د خدای جل جلاله زوی وایی نو فرق یې بیا زمونږ سره څه شو د دوی
ډیره مننه به مو وي
احمد فرید
اللّٰهُمَّ إِنِّيْ عَبْدُكَ ابْنُ عَبْدِكَ ابْنُ أَمَتِكَ، نَاصِيَتِيْ بِيَدِكَ، مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ، عَدْلٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَلَكَ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَداً مِّنْ خَلْقِكَ أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِيْ كِتَابِكَ، أَوْ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِيْ عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيْعَ قَلْبِيْ، وَنُوْرَ صَدْرِيْ، وَجَلَاءَ حُزْنِيْ وَذَهَابَ هَمِّيْ. (احمد)
ژباړه: الهي! زه ستا بنده، ستا د بنده زوی، ستا د مینځې زوی یم، زما غاړه ستا په لاس کې ده، ستا حکم پر ما جاري دی، ستا فیصله زما په حق کې عادلانه ده، ستا په هر هغه نوم سره له تا نه سوال کوم، چې تا خپله خپل ځان په هغه نومولی دی، او یا دې په خپل کتاب کې نازل کړیدى، او یا دې له خپل مخلوق نه چا ته ښودلی دی، او یا دې په خپل غیبي علم کې له ځان سره ساتلی دی، پدې ټولو درنه سوال کوم چې قرآنکریم زما د زړه پسرلى، او د سینې روښنایي، او د غمونو ورکونکی، او د پریشانیو ختمونکی وګرځوې.
———————————————————-
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دا حديث صحيح اسناد دی
صيح ابن حبان ۹۷۲ ، الجواب الکافی ابن قيم صحيح ۱۵۹ ، احمد صحيح ۵/۲۶۷ ، سلسلة الصحيحة ۱۹۹
ژباړه يې واضح ده داسې چې :
انِّيْ عَبْدُكَ ( زه ستا بنده يم ) .
ابْنُ عَبْدِكَ ( زه ستا د بنده زوی يم يعنې پلار مې هم ستا بنده دی ) .
ابْنُ أَمَتِكَ ( او زوی د هغه مور چې امت ستا دی ) .
په دعا ډيره عاجزې کول چې ای الله ! زه ستا بنده يم ، او مور پلار مې هم ستا بندګان ستا مخلوق او ستا ملک دی يا اشاره د انسان اولي پلار مور (آدم او حوا ) ته .
مسيحيان عيسی عليه سلام د خدای زوی بولي (العياذ بالله ) په دې دعا د بندګۍ او د مور او پلار د بنده ګۍ اعتراف شوی دی
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود