پر انسان باندې د شيطان د باطلو افکارو د نفوذ لارې

بسم الله الرحمن الرحيم

وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (الانعام ۱۴۲ )

ژباړه: او د شيطاني لارو پيروي مه کوئ یقيناً شيطان ستاسو ښکاره دوښمن دی .

شيطان په انسان کې د خپلو باطلو افکارو د نفوذ لپاره ډیرې لارې او طریقې غوره کوي تر څو د هغه په وسيله انسان د حق څخه واړوي او په سرکښۍ او طوغيان کې یې اخته کړي .

ابن قيم (رحمه الله) په انسان باندې د شيطان د نفوذ کولو شپږ مرحلې ذکر کړې دي چه په لاندی ډول دي :

۱- لومړې مرحله : په دغه مرحله کې شيطان کوښښ کوي تر څو انسان کفر يا شرک ته وباسي ، که مسلمان وي کار يې دوهمې مرحلې ته سپاري .

۲- دوهمه مرحله : نوموړې کس به په بدعت کې اخته کوي ،يعنی په دين کې به داسې اعمال تر سره او رامنځته کوي چه په هغه باندې به نه الله تعالی (جل جلاله) امر کړی وي او نه رسول صلی الله عليه وسلم دی به هغه اختياروي او د هغه عبادت به کوي او ځان به هم ورته ښه ښکاري چې زه خو په سمه لار روان يم ، که په دې مرحله کې سړې بدعتي نه وي کار يې دريمې مرحلې ته سپارل کيږي .

۳- دريمه مرحله : په کبيره ګناهونو اخته کيدل ، که د الله تعالی په فضل په ګناهونو مرتکب نشي بيا هم شيطان نه ناهيلی کيږي هغه دا چې انسان ته فريب ورکوي .

۴- څلورمه مرحله : په صغيره ګناهونو اخته کيدل که انسان په دې مرحله کې ځان وساتي نو شيطان هغه په نورو شيطاني افعالو مشغول ساتي .

۵- پنځمه مرحله : په دغه مرحله کې شيطان انسان په مباح کارونو کې مشغول ساتي څو د مهمو اعمالو د پاره وخت پيدا نه کړي په کومو چې امر ورته شوی دی .

۶- شيږمه مرحله : په دی مرحله کې شيطان انسان په داسې اعمالو مصروف ساتي چه نسبت نور مهم او افضل اعمال ورڅخه پاتي شي ، مثلاً په سنتو کې دومره مشغوليدل چې فرض ورڅخه فوت شي همدارنګه په مستحب اعمالو کې دومره مصروفيدل چی سنت ورڅخه پاتې شي .

نو ويلای شو چه شيطان د خپلو باطلو او بدو افکارو په عملي کولو کې ډير زيات حريص او جدي دی د هرې لارې چه وي قدم په قدم مخکې ځي او خپلو اهدافو ته ځان رسوي .

د هر کس د احوالو په نظر کې نيولو سره مختلفې لارې غوره کوي مثلاً په زاهد سړی  د زهد له لارې ، په عالم سړی د علم ليارې او په جاهل سړی د جهل ليارې په ډول ډول طريقې تيرباسي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث شريف کې چې مسلم روايت کړی فرمايې : ان ابليس قديئس ان يعبده الصالحون …. ولکن يسعی بينهم في التحریش … (يقيناً شيطان د الله تعالی د صالحو بندګانو نه چه دده عبادت وکړي ناهيلی دی ، مګر د تل لپاره پدې کوښښ کې وي تر څو هغوی په څپلو منځو کې په دوښمنۍ ،کينه ،فتنه اخته کړي تر څو يو له بله مشغول وي ).

الله تعالی دې مونږ د شيطانې افکارو د نفوذ څخه وساتي (آمين ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. مونږ هغه چاته دښمن نه وایو چاته چی الله ویلی دی علت همدا دی چی په دی بختیو اخته یو ، الله ج فرمایی : ان الشیطان لکم عدو مبین.یعنی شیطان ستاسی ښکاره دښمن دی ،زما دښمن دی نو وی نیسی په دشمنی سره