د اسلامي لارښود علماء کرامو ته ! اسلام عليکم
څوک چې لمونځ نه کوي بې لمانځه وي د هغه کس روژه قبليږي او که نه ؟
عبدالله له کابل څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په همدې شان پوښتنه د فتاوی الاسلام سوال جواب څخه هم شوې په ځواب کې داسې ليکي :
تارك الصلاة لا يقبل منه عمل ، لا زكاة ولا صيام ولا حج ولا شيء .
روى البخاري (520) عن بُرَيْدَة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( مَنْ تَرَكَ صَلاةَ الْعَصْرِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ ) .
ومعنى “حبط عمله” أي : بَطَلَ ولم ينتفع به . فهذا الحديث يدل على أن تارك الصلاة لا يقبل اللهُ منه عملاً ، فلا ينتفعُ تاركُ الصلاةِ من عمله بشيء ، ولا يَصْعَدُ له إلى الله عملٌ .
ژباړه : د تارک الصلاة هيڅ عمل نه قبليږي ، نه زکات ، نه روژه او نه هم حج او بل عمل .
په دليل د دغه حديث شريف چې بخاري روايت کړي :مَنْ تَرَكَ صَلاةَ الْعَصْرِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ ( چا چې د مازديګر لمونځ ضايع کړ پس د هغه عمل له مينځه لاړو ) .
د حبط عمله معني د عمل باطلېدل او هغه ته هيڅ ګټه نه رسېدو معنی لري او دا حديث په دې باندې دليل دی چې د تارک الصلاة هيڅ عمل نه قبليږي او نه يې د الله تعالی په لورې کوم عمل پورته کيږي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود