که څوک قسم مات څه حکم لري ؟

اسلام علیکم.بعد سلام عرض دا دے چی یو سڑئ د یو کار نه قسم وکڑی چی زہ بہ دا کار نہ کڑم او بیا هم هغہ کار وکڑی.نو سہ حکم دے د اسلام پہ رنڑه کی.

وزیر ظهیر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قسم کفاره به ادا کوي

د قسم کفاره عبارت ده له :

۱- د لسوتنو مسکينانو مړول .

۲- د لسوتنو مسکينانو په جامه پټول .

که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً