د آنلاين اسلامي لارښود چلونکو ته ! اسلام عليکم ، که څوک په هيره سره څه شی وخوري يا يې و څښي فکر يې نه وي روژه یې ماتيږی که نه ؟
عبدالله – کابل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په هيره سره د څه خوړلو او څښلو په وجه روژه نه ماتيږي لکه چې ور په ياد فوراً به يې بس کوي .
لقوله سبحانه وتعالی :فرمايي : [رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا] (بقره286).
ژباړه : اي زمونږ ربه ! مونږ په هيردلو او اشتباه کولو سره مه نيسه
همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :من أكل أو شرب ناسياً فلا يفطر فإنما هو رزق رزقه الله (سنن الترمذي ) .
ژباړه : که چا په هيره سره څه خوراک او څښاک وکړ روژه يې ماتيږي بلکي دا د الله د طرفه هغه يو رزق دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 137 times, 1 visits today)