السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترماکه راته ووایئ چې د قرانکریم د حفظ غوره طریقې کومې دي او لومړی باید څنګه او له کومه ځایه پیل وشي؟ ډیره مننه
اسدالله عظيمي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی قاعده ، اخلاص د کاميابۍ او فتحې سر دی :په هر عمل کې چې اخلاص نه وي پر الله تعالی توکل نه وي په هغه عمل کې که هر څومره کوښښ هم وشي بيا به هم ناقص وي او د الله تعالی په نزد به د قبول وړ نه وي ځکه د قرآنکريم لوستل ، زده کول او حفظ عبادت دی او د هر عبادت کولو څخه مقصد د الله تعالی رضا ده نو کله چې په کوم عبادت کې اخلاص نه وي هغه مردود دی . دوهمه قاعده : د الله تعالی د پاره تقوی : هر کس چې تقوی اختيار کړي ( ټول ګناهونه ترک کړي او د اسلامي شريعت د اوامرو ساتنه وکړي) د هغه د پاره الله تعالی د دنيا او آخرت کارونه او مشکلات آسانه کوي . لقوله سبحانه وتعالی :وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) . او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی. دريم قاعده :په وړوکتوب کې حفظ : په کوچنيتوب او کم سن کې حفظ داسې دی لکه په ډبره کې نقش . څلورمه قاعده : د حفظ د پاره د خاص وخت ټاکل . د حفظ د پاره داسې وخت ټاکل چې ګيډه خالي وي ځکه کله چې کيډه له خوراک څخه ډک شي بدن د هغه پر هضمولو کار کوي او ذهن مشغوليږي . نو د حفظ د پاره غوره وخت سهار او مازديګر دی . پنځمه قاعده : د حفظ د پاره مناسب ځای ټاکل : داسې ځای چې آرام وي سترګې ، غوږونه او ژبه ټول حفظ ته متوجه وي . همدارنګه داسې ځای چې اندامونه له حرامو څخه وساتل شي لکه : نا محرمو ته نظر نه کول ، د غيبت او بهتان نه کول او داسې نور . شپږم قاعده ، په ښه صوت او تجويد سره لوستل : قرآنکريم په ښه صوت او تجويد سره لوستل په کار دي داسې نه لکه د يو عادي کتاب په شان لوستل بلکي په داسې صوت سره لوستل چې تجويدي قواعد واورېدل شي . اومه قاعده : قرآنکريم کې به د يو مصحف څخه حفظ کيږي نه څو قسمه مصحفونو څخه . آتم قاعده : د يادلو او حفظ څخه مخکې به لومړی د قرآنکريم تجويد او صحي لوستل زده کوي د هغه نه وروسته به حفظ کوي . نهمه قاعده ،تکرار د تير او نوي درس به ګردان او تکرار کوي ځکه که تکرار نشي له ياده وځي . هر ورځ منظم حفظ تر قطع کولو غوره دی . د قرآنکريم آيتونو ته کتل او بيا د حفظ په وخت سترګې پټول ، که د حفظ په وخت کې يو بل طرف ته وکتل شي دوماغ مصروفيږي . دوولسمه قاعده : د خپل شيخ او معلم سره ارتباط ، هغه ته د درس ستکرارول تر څو صحي او علظ لوستل ورته معلوم شي . د قرآنکريم په معنی او مفهوم پوهيل له حفظ سره کومک کوي . څلوارلسمه قاعده : دعا کول او د الله سبحانه وتعالی څخه مدد غوښتل . |
د قرآنکريم د حفظ وخت او زمان :
که د ورځې يو آيت ياد شي نو ټول قرآن به په ۱۷ کاله ۷ مياشتو او ۹ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې يو دوه ياد شي نو ټول قرآن به په ۸ کاله ۹ مياشتو او ۱۸ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۳ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۵ کاله ۱۰ مياشتو او ۱۳ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۴ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۴ کاله ۴ مياشتو او ۲۴ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۵ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۳ کاله ۶ مياشتو او ۷ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۶ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۲ کاله ۱۱ مياشتو او ۴ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۷ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۲ کاله ۶ مياشتو او ۳ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۱۰ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱ کال ۹ مياشتو او ۳ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۱۳ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱ کاله ۴ مياشتو او ۶ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۱۵ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱ کاله ۲ مياشتو او ۱ ورځو کې ياد شي .
که د ورځې ۲۰ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱۰ مياشتو او ۱۶ ورځو کې ياد شي .
آن لاين اسلامي لارښود