د دوو بنو ښځو په يو کور کې اوسېدل څه حکم لري ؟

اسلام عليكم ورحمه الله وبركت
زما سوال دادی كه يو سړی يوه كونډه ښځه په نكاح كري دغه ښځه د اصل او نسب له طرفه ډيره خرابه ښځه وي او دا سړی دې خپلي مخكيني ښځې ته وايي چي دا زه راولم له تاسي سره به يوزاي به كور كي اوسيگي خو مخكيني ښځه ورسره دا خبره نه مني ورته وايي كه چيرته دا ښځه دي كور ته راشي نو زما او زما به لورگانو به ډير تهمتونه ولگوي خير دي بل كور ورته ونيسه هلته يي ويسه ته هم ورسره لار شه زه درڅخه هيڅ شي نه غواړم مگر خاوند يي به دي مشره ښځه باندي غوسي كوي بدي خبري ورته كوي ذليله كوي يي خو ښځه يي الله تعالي ته عبادت كوي او وايي الله زما دي تاته صبر وي خو دا ښځه چي د خاوند دغه خبره نه مني  گنهگاريزي او كه نه
وسلام
غوارم چي تفصيلي جواب راكري
ستاسو د جواب منتظره
مننه- شازيه حسن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد په يو ځای او مسکن کې د دوو ښځو يو ځای کول جايز نه دي ځکه چې دا کار ښه معاشرت نه دی کوم چې اسلامي شريعت په هغه باندې حکم کړی دی او هغوی د خصومت او جنجال سبب کيږي مګر له هغوی رضا وي جايز دی .

او د ځنو فقهاؤ په نزد که په يوه کور کې جلا جلا اتاقونه وي هغوی ته په دغه کور کې اوسيدل جايز دي مګر د ځنو فقهاؤ په نزد که يې رضا نه وي په يو کور کې اسيدل هم جايز نه دي هرې ښځې ته به ځانته مسکن برابروي .

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتّفق الفقهاء على أنّه لا يجوز الجمع بين امرأتين في مسكن واحد، لأنّ ذلك ليس من المعاشرة بالمعروف، ولأنّه يؤدّي إلى الخصومة الّتي نهى الشّارع عنها، ومنع الجمع بين امرأتين في مسكن واحد حقّ خالص لهما فيسقط برضاهما عند جمهور الفقهاء‏.‏

وذهب ابن عبد السّلام من المالكيّة إلى أنّ هذا الحقّ لا يسقط ولو رضيت الزّوجة به‏.‏

وأمّا الجمع بينهما في دار لكلّ واحدة من الزّوجتين بيت فيها فذهب إلى جواز ذلك الجمهور من الحنفيّة والشّافعيّة والحنابلة، وهو القول الرّاجح عند المالكيّة‏.‏

واشترط الجمهور لصحّة ذلك أن يكون لكلّ بيت مرافقه الخاصّة به، وغلق يغلق به، ولا يشترط رضاهما في الجمع بينهما‏.‏

وذهب بعض المالكيّة ‏”‏ وهو قول ضعيف في مذهبهم ‏”‏ إلى أنّه لا يجوز الجمع بينهما في هذه الدّار إلاّ برضاهما‏.‏ فإن أبين منه أو كرهته إحداهما فلا يصحّ الجمع بينهما‏.‏

دا چې ښځې ته به څنګه مسکن او ځای د اوسيدو برابروي د خاوند په اقتصادي توان پورې اړه لري

د مسکن څخه عبارت مستقل ځای دی چې د ميړه اقارب په هغه کې څه شرکت ونه لري او يوازې ښځې ته خاص وي حد اقل يو اطاق چې ور او قفل ولري ، بيت الخلاء او د پخولو ځای يا آشپزخانه ، که اقتصادي مشکل وي د شريک بيت الخلاء او آشپزخانې څخه هم کار اخيستی شي ، مګر اتاق به بالکل مستقل وي .

لكن المقصود بالسكن عند الفقهاء ، يتحقق بغرفة لها باب وقفل ، مع كنيف (بيت الخلاء) ومطبخ ، إلا أن يكونوا من الفقراء الذي يرضون بالاشتراك في المطبخ وبيت الخلاء .
قال ابن عابدين في حاشيته (3/600) : (( قوله وبيت منفرد ) أي ما يبات فيه ; وهو محل منفرد معين … والظاهر أن المراد بالمنفرد ما كان مختصا بها ليس فيه ما يشاركها به أحد من أهل الدار ( قوله له غَلَق ) بالتحريك : ما يغلق ويفتح بالمفتاح … ( قوله ومفاده لزوم كنيف ومطبخ ) أي بيت الخلاء وموضع الطبخ بأن يكونا داخل البيت أو في الدار ، لا يشاركها فيهما أحد من أهل الدار . قلت : وينبغي أن يكون هذا في غير الفقراء الذين يسكنون في الربوع والأحواش ؛ بحيث يكون لكل واحد بيت يخصه وبعض المرافق مشتركة كالخلاء والتنور وبئر الماء).
نسأل الله أن يوفقك لما فيه الخير والصلاح ، وأن يصلحك ويصلح لك أهلك .
کچېرې دا ښځه واقعاً بد اخلاقه او بې ګزارې وي او د خصومت وېره وي نو تاسې د ځانته کور او مسکن حق لرئ او دا غوښتنه مو حق ده په دې کې ان شآء الله ګناه نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 35 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً