ایا په دغه صورت کی په خاوند خپله میرمن طلاقیږی ?

که څوک خپلی میرمنی ته ووایی چی قسم په الله چی ته له سپوزمی(مهتاب)شایسته یی که زه ریشتیا نه وایم نوته په ما طلاقه یی (دزیاتی مینی له امله ورته ووایی)نواوس په خاوند طلاقه ده او که نه که یی جواب راکرئ زیاته مهربا نی به مووي

نصير احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا معلق طلاق دی کله چې د معلق صورت او شرط پر ځای شي طلاق واقع کيږي

و  فی‌ الهندیهة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

په دې صورت کې طلاق نه واقع کيږي ځکه په رښتيا چې انسان د سپوږمۍ څخه ښايسته دی ، لقوله سبحانه وتعالی :لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ (التين ۴ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً