په قرض باندې زکات شته او که نه ؟

نیکی هیلی او سلامونه د دغی سایډ چلوونکو ته:
ایا په قرض باندی زکات شته او که نه؟ ستاسو دّځواب په تمه

رحيم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په شريعت کې پور يا قرض هغه پیسی يا کوم جنس دی چې د چا په ذمه پاتی وي .

د زکات د احکاموپه لحاظ د پور يا قرض څلور صورتونه دي.

۱- هغه چې چا د بل کس سره پور يا قرض کړی وي يا سوداګر د پیسو په بدل کې مال په مشتري خرڅ کړی وي او قرض دهغه په ذمه پاتې وي نو که دا رقم په يو ځل وصول شي نو دټولو به زکات ورکوي او که د څو کالو نه پس وصول شي نو بيا به د ټولو کالو زکات ورکوي .

اوکه لږ لږ وصول کيږي دهمدی وصول شويو په اندازه به زکات ورکوي ، اوکه دومره کم وي چې د زکات د نصاب له پنځمې برخې هم کم وي نو بيا پدې کې زکات نشته .

دې ته په فقهی اصطلاح کې (دين قوی) وايی .

۲- بل د مهر قرضه ده چې د ښځې په خاوند پاتې وي پدی رقم کې هغه وخت زکات واجبيږي چې کله قبضه شي او پوره يو کال ورباندې تير شي .

۳- دريم صورت دادی چې څه مال يې خرڅ کړی وي خو دغه مال تجارتی مال نه وي پدې مال هم هغه وخت زکات واجب دی چې کله وصول شي او دنصاب اندازی ته ورسيږي او که لږ لږ وصول شي په هغی کې زکات نشته .

دې قرض ته په فقهی اصطلاح کې (دين وسط ) وايي .

۴- داسې قرض چې تر لاسه کول يې ګران وي او د وصول کولو څه اميد يې نه وي پدی کې زکات نشته .

البته که ناڅاپه وصول شي نو بيا به د پوره د مودې زکات ادا کوي .

دې قرض ته په فقهی اصطلاح کې (مال ضمار) وايي .

(اسلامې فقه ص ۲۴۳)، (خلاصه فتاوی ج ۱ ص ۲۳۸) ،(جديد فقهی مسائل ص ۱۱۷) ،

(فتاوی هنديه ج ۱ ص ۸۹ ) .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً