ښځې ته ښېرا او بد دعا کول جايز دي ؟

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!

زما پوښتنه داده د اسلامي لاښود نه که چیرته یوه ښځه خپل میړه ځوروي او یا هغه سره ښه رویه یا رفتار نه کوی او یا  ټول فامیل یی د هغی له وجی په عذاب وی او میړه ډیر تنګ راشی اول د الله نه ورته د نیک عمل دعا وکړی چی نیکه نه شی او میړه تنګ راشی او د دی د پاره بد دعا یا الله تعال ته دعا وکړی چی دا په کوم مرض باندی اخته کړی ځکه چی د هلک او د جینی دواړه فامیله د دی د بد خویی نه تنګ وی  چی تری خلاص شی ایا دا په اسلام کی جایز دی د یو میړه لپاره چی په خلکو کی و نه شرمیږی او خپلی میرمنی ته بد دعا وکړی.
که دقیق معلومات راکړی ډيره به ښه وی
سهیل خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامي شريعت کې د ښځې سره د ښه سکول ډير ټينګار شوی دی .

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

او رښتنې مؤمن هغه دی چې خپل اهل ته بد دعايي نه کوي بلکي د هغې د اصلاح او هدايت دعا کوي .

هغوی د خپل ځان په اصلاح اکتفا نه کوي بلکي د خپل اهل عيال اصلاح هم له خپل رب څخه غواړي، قال تعالى: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ( الفرقان 74)

ژباړه : او هغه کسان دي دعاوي کوي : ای زمونږ ربه ! مونږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخيدل راکړه او مونږ د ځان ساتونکو امامان کړه .

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( قال الله تعالى : يا عبادي كلكم ضالٌ إلا من هديته فاستهدوني أهدكم )حديثٌ صحيح

ترجمه :جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : ای زما بندګانو ! د تاسې ټول ګمراه دي مګر (هغه څوک له ګمراهۍ څخه نجات ) مومي چې زما څخه هدايت وغواړي، پس زما څخه هدايت وغواړئ چې زه تاسې ته هدايت وکړم .

کچېرې د ميړه او ښځې تر مينځ مشکلات زيات او سخت شي قرآنکريم يې حل ښودلی دی

تفصيل دلته وګورئ .

https://dawat610.com/archives/6404

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً