دا عمل د کافر قوم او حيواناتو کار دی

اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته
که چیری لاندی سوالونه ته جوابونه راکړی دیر به خوشحال شم
۱-د خپل کوروالا ( ماینی ) د مخ طرف ( د کښت ځای ) زبیشل سه حکم لری اسلام کی ګناه لری که یا د جزیاتو سره یی جوب راکړی ؟
۲- که میرمن د خپل خاوند تناسلی اله په خوله کی وهی په دی اړه همه راته ووایاست چی سه حکم شته او ګناه لری که یا ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا عمل د کافر قوم او حيوانانو کار دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري ځکه په قرآنکريم کې د جماع او خواهش پوره کولو ځای د نارينه او ښځې د مخې طرف شرمګاه ده ، او په سنتو کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په ښی لاس باندې د شرمګاه نيول منع کړي دي نو چې په ښي لاس باندې نيول منع وي د خولې تماس به د شرمګا سره څنګه جايز وي .

ځنې شهوت پرست او د غربي ديموکراسي په ځنځيرونو تړلي تش په نوم بې عمله مفتيان يې مباح بولي او دليل يې دا دی چې په دې اړه د منع شرعي نص وجود نه لري ، دغو کسانو ته په ځواب کې وايو چې په اسلامي شريعت کې دا هم نه دي بيان شوي چې تاسې به د خولې پر ځای په پزه باندې خوراک نه کوي دا ځکه چې دغې مسئلې ته د انسان سليم فطرت ځواب ويلای شی او بيان ته يې ضرورت نشته .

په دې اړه مو په بار بار مطالب نشر کړي دي پوره تفصيل او شرعي دلائل په لاندې لينک ولولئ :

https://dawat610.com/archives/6203

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً