د خپل ځان او اولادونو خرڅول د پيسو په بدل کې جايز او که نه ؟

د اسلامي لارښود ښاغلو چلونکو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

که څوک د فقر او بې وسۍ له مخې خپل ځان يا زامن د پيسو په بدل کې خرچ کړي ، آيا داسې کول جايز دي ، د اخيستونکي زامن او ملک ګرځي او کنه ؟

عبدالله – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د انسان بيع ( خرڅول او اخيستل ) په اتفاق د ټولو فقهاؤ حرام دي .

عن أَبِي هُرَيْرَة رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ : قال اللهُ : ثلاثةٌ أنا خصمهم يومَ القيامةِ : رجلٌ أعطى بي ثم غدرَ ، ورجلٌ باع حرًّا فأكل ثمنَه ، ورجلٌ استأجرَ أجيرًا فاستوفى منهُ ولم يُعْطِه أجرَه ( البخاری ۲۲۲۷ ) .

د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : الله سبحانه وتعالی فرمايي : دری کسان دي چې د قيامت په ورځ به د هغوی دوښمن وم ، اول : هغه کس چې زما په نوم تعهد وکړي او بيا خيانت وکړي ، دوهم : هغه څوک چې آزاد کس و پلوري او د هغه قيمت وخوري ، دريم : هغه څوک چې يو کس څخه کار واخلي خو مزدوري يې ور نه کړي .

انسان د الله تعالی ملک دی د هيچا ملک نه شي کيدای ځکه الله تعالی انسان مکرم او محترم او اشرف المخلوق پيدا کړی دی او په دنيا کې يې ټول شيان ورته مسخر کړي دي.

لقوله سبحانه وتعالی : {وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا} [الإسراء:70]،

حتی د انسان د بدن د اعضاؤ او اندامونو خرڅول هم حرام دي او په حکم د نفس د انسان کې دی .

—————

دا ډير د افسوس خبره ده چې يو مسلمان د لوږې نه د خپلو اولادونو خرڅولو او جلاوالي ته مجبوريږي خو د هغوی خپل او خپلوان نږدې کسان ، کلی او سيمه ځان نه ورباندې خبروي .

د افسوس ځای دا ده چې بيا دغه د مسلمان اولاد يو بل بې رحمه او بې غيرته مسلمان د پيسو په بدل کې اخلي او د سيمې خلک يې ننداره کوي خو په هيڅ کوم کې هم رحم او غيرت نه وي .

دا زکات ، عشر او صدقات د څه لپاره دي ؟ دا ولې يو کس فقير او بې وسه او بل کس مالدار وي ؟ ولي يو کس توانا او بل بې توانه وي . پوه شئ دا د الله آزميښت دی .

د موجوده رژيم نه هيڅ ګيله نه کوو .

خو ګيله مو له عامو مسلمانانو څخه ده ، خپلو اولادونو ته وګورئ ، لږ غيرت او رحم وکړئ وکړئ ، که ستا له غېږې څخه خپل واړه ماشومان جلا شي څومره به ورباندې وځريږئ، د خپلو خپلوانو له حاله ځان خبر کړئ ، په داسې امورو کې لومړی مسئوليت د هغوی د خپلوانو او نږدې کسان دی ځکه چې نورو ته څه حال معلوم وي ؟

او دا ددې خبرې ښکاردوينه کوي چې زکات او عشر نشته ټول خلک يې نه ادا کوي او هسې د ګوتو په شمار خلک يې ادا کوي کچيرې ټولو خلکو ادا کولای نو يو فقير او بې سرپرسته کور ته به هم څه رسيدلي وو .

چې د يوې ټولنې دا حال وي چې يو له مړښت څخه چوي او بل يې له لوږې اولاد خرڅوي او بل بې رحمه او بې غيرته يې د پيسو په بدل اخلي ، آيا په داسې ټولنه به د الله تعالی قهر نازليږي او که رحم ؟

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً