څوک چې جوماتونو ته نه ځي د هغه د پاره نه نور شته او نه دليل

رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي: [بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة] (ابؤداود ، ابن ماجه ).

ژباړه : هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زيری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايل: [من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه] (مسلم 656 )

ژباړه : څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .

او أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: [لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً]  (متفق علِيه ) .

ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .

 د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلی : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي [وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ ] (بخاری او مسلم ) .

عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ] ( الترمذي)

ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړشي يو د دوزخ  څخه او بل د نفاق څخه .

[صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً] (بخاری ۲۹۵ ) .

ژباړه : د جَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی .

د جماعت په لمانځه زيات ټينګار :

 د جَمعی لمونځ واجب دی دليل يې لاندې قرآني آيتونه دي .

متعال خدای (جل جلاله) فرمايي [وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين] (سوره البقره آيه 43 )

ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوی سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو )

تشريح : دغه آيت د جَمعې په وجوب دلالت کوي ځکه (واركعوا مع الراكعين ) نه که مطلب د لمونځ کول وي نو هغه په (وأقيموا الصلاة) کې ذکر شو نو په آخر د آيت کې(واركعوا مع الراكعين ) نه راتلو ځکه چې اقامت په اول کې راغلی دی .

متعال خدای (جل جلاله) فرمايي: [وإذا كنت فيهم فأقمت لهم الصلاة فلتقم طائفة منهم معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم فإذا سجدوا فليكونوا من ورائكم ولتأت طائفة أخرى لم يصلوا فليصلوا معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم] ( سوره النساء آيه 102) .

ژباړه : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په منځ کې او د جنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وې نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وادې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی له وروسته ستاسې او را دې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ).

په دې آيت شريف کې الله (جل جلاله) رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته امر کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر کول دلالت کوي په امر ده ته او دده امت ته .

نو چې د جنګ په حالت کې په جماعت سره لمونځ کول واجب وي په عادي حالت کې به څنګه واجب نه وي ؟

له أبى هريره (رضی الله عنه) نه روايت دی چې وايي: [ أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال “هل تسمع النداء بالصلاة؟” فقال: نعم. قال “فأجب”.] ( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .

يو ړوند سړی رسول (صلی الله عليه وسلم) ته راغی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت صلی الله عليه وسلم نه يې اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ په جَمع ادا کړه ) .

بل حديث شريف راغلی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لقد هممت أن آمر فتيتي فيجمعوا حزماً من حطب، ثم آتى قوماً يصلون في بيوتهم ليست بهم علَّة فأحرِّقها عليهم] (549 ابؤداود )

ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی عذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه وسوزوم.

 د جماعت د لمانځه په تأقيد کې ډير احاديث راغلی دي خو دلته په همدې احاديثو اکتفا کوو.

حضرت عمر فاروق خپلو امراء او واليانو ته وليکل : [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد، وفي] ( ابن القيم الجوزية ص 403 ـ 404) .

تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 40 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً