ماشوم بايد څو کلنی کې په لمانځه ودرول شي ؟

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
علی حضرت کتوازی له کابل نه هیله دی چی روغ او جوربه یاست الله مو هرکله زوندی لری چی خپل دین لپاره دمره خدمت کوی .
ورسته زما پوشتنه له تاسونه دا وه چی یو دیوماشوم موراو پلارکله باید خپل ماشوم په لمانجه باندی ودروی  یعنی سو کلن باید وی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمانځه د فرضيت شروطونه دری دي :

اول : اسلام ، په کافر باندې لمونځ نه دی فرض .

دوهم : عقل، په ليوني باندې لمونځ نه دی فرض .

دريم : بلوغ ، په ماشوم باندې لمونځ نه دی فرض

دا چې لمونځ په اسلام کې دوهم رکن دی چې په قيام باندې يې زيات ټينګار شوی نو ماشوم او ماشومه به په اوه کنۍ په لمانځه باندې درول کيږي او په لس کلني کې که هغوی لمونځ ترک کړي د تأديب په نيت به هغوی وهل کيږي (لږ لږ وهل چې کلک او ضررناک نه وي ) ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ واضربوهم ‌عليها لعشر وفرقوا بينهم‌ في‌ المضاجع»  (مسند احمد ) .

(خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ ، په لس کلنې د لمانځه (نه کولو په وجه ) هغوی ووهئ او د هغوی خوب ځايونه جلا کړئ ).

دا په دې وجه چې هغوی د فرضيت څخه مخکې په لمانځه کولو عادت شي .

دا د کور د مشر مسئوليت دی چې خپل اهل عيال ته په لمانځه کولو امر وکړي .

لقوله الله سبحانه وتعالی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (طه 132 )

(او خپله کورنۍ لمانځه ته وبوله . او ته پخپله هم په هغه کې کلک اوسه . مونږ له تا څخه روزي نه غواړو (بلکي) مونږ تا ته روزي در کوو او ځان ساتونکو ته ښه پايله ده) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً