د آشپزخانې اوبه د فاضلابو د چاه سره وصلول جايز دي ؟

د دعوت اسلامي لارښود ټولومحترموکارنکوته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم د ستربخښونکی له خواڅخه‌ ‌ډیر‌ډیرسوالونه درته غواړم چی ترټولویوی ځلاندی اسلامی ویب پاڼی ته کارکوی- سوال می دا دې چی اودس کول غوړلاسونه لوښی د ‌ډو‌ډی اوبه اوداسی نور په دشناب اواشپزخانه  کی پری مینځل چی پیپونه یی دکوڅی چری یا زخیری ته غزیدلی وي څه حکم لری ؟ خدای ج دی وکړی چی ښه په منظم شکل یی راته ځواب کړی ځکه چی په اوس عصرکښی عام وخاص ورسره مخ دی وسلام عليكم ورحمت الله وبركاته

حاجي رحيم الله خاليقي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د خوراک او څښاک څه د استفادې وړ شي پاتي شي د هغه بې ځايه غورځول جايز نه دي ځکه ډير بې وسه کسان شته چې هغوی د خوراک د پاره څه نه لري هغوی ته دې ورکړ شي او يا يې دې حيواناتو ته ورکړي که حيوانات نه وي وچ يې دې کړي .

مګر فاسد شوي او خراب شوي خوراکونه ، يا د لوښو مينځلو اوبه او يا د آشپزخاني اوبه د فاضلابو چاه ته يا د فاضلابو عمومي سيستم سره وصلول باک نه لري .

جاء فی الفتاوی اللجنة الدائمة :

لا ينبغي إلقاء بقايا الأطعمة والأشربة التي يمكن الاستفادة منها في مجاري المياه ، ولا وضعها مع القمامة والقاذورات

“يجب حفظ الطعام الباقي للمرة الثانية ، أو إطعامه المحتاجين ، فإن لم يوجدوا فالحيوانات ، ولو بعد تجفيفه لمن يتيسر له ذلك” انتهى

 وأما الأطعمة الفاسدة أو التي انتهت صلاحيتها ، والمشروبات التي لا يمكن الاستفادة منها كبقايا الشاي والقهوة ، فلا حرج من إلقائها مع القمامة أو في مجاري المياه

“فتاوى اللجنة الدائمة” (22/341)

نقل فی موقع الاسلام سوال جواب

 

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً