آیا مؤسيسات حربيان دي که غير حربيان ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عزتمنده ستاسو خدماتو ته د تشکری الفاظ نه لرم خو دومره به ووایم چی الله جل جلاله دي په دارینو کی با سعادته ولره. محترما ما ستاسو ټولي فتواوی یو په یو ولوستلي او زما د سوال په رابطه هم یو څه په کی وه خو زما د سوال د یو اړخ په رابطه لږ نوره تشریح هم غواړمه. د سورة الممتحنه په اتم او نهم آیت کی الله جل جلاله دوه قسمه کفارو سره د معاملاتو یادونه کړیده. دا خو واضحه شویده چی له حربي کافرو سره کار کول مطلقا حرام دي. او هغه کسان چی له مسلمانانو سره نه جنګیږی او د حربی کافرو سره کومک کوونکی هم نه وي نو له هغوی سره معامله کول کوم مشکل نه لري. حتی الله جل جلاله مسلمانان
له داسی خلکو سره په نیکه رویه ترغیب کړیدی. اوس سوال می دا ده چی:
د افغانستان لپاره جنګی کافر هم دلته معلوم دي او هم په امریکا کی معلوم دي. جنګی کافر یی هډی لري، دریشی لري، وسله لري، جنګي طیاري او موټري لري او بغیر له کوم ویزي او پاسپورټ نه دلته راغلي او مکررا د افغانانو ویني تویوي او مسلمانان ترینه په عذاب دي. غیری جنګي کافران لکه مرسته کوونکي مؤسسي، بسپنه ورکونکي ارګانونه او ددوي خارجي کارکوونکی چی افغانستان ته په پاسپورټ او ویزه راغلي دي او د افغانستان د کار او امور وزارت نه د کار کولو جواز هم لري. ددي قانونیت سره سره د افغانستان اوسیدونکو ته د خیریه کارونو په کولو سره یو ښه کومک کوونکي دي.
دغه پیسي چی بسپنه ورکونکی ارګانونه یا ډونران یی په افغانستان کی خارجی یا داخلي مؤسساتو ته ورکوي د ټکس پیسي دي چی په خارجی ممالکو کی له ملت نه جمعه کیږی او د افغانستان په بیا رغونه کی یی مصرفوي. په دي موسساتو کی هم خارجیان کار کوي چی مکملا غیر حربي خلک دي او په یو معین معاش باندي دلته د مسافری شپي او ورځي سبا کوي. دوي د افغانستان په جنګ کی یو فیصد واک هم نه لري او کیدای شی چی له دي جنګ سره مخالف هم وي. دا منم چی دا پیسي د امریکا او اروپا د حکومت په خوښه، اجازه او امر مصرفیږی کوم چی زمونږ لپاره حربی ده. دا مصارف عملا د امریکا او اروپا د پالیسۍ یو برخه ده خو عمل
ي کوونکی یی مکملا غیر حربیان دي او به ظاهره یو ښکاره کومک ده. اوس سوال دا ده چی ایا په داسي مؤسسو کی کار کول رواء دي او که نارواء او ددي لیاري نه عایدات حلال دي او که حرام؟ آیا دا د سورة الممتحنه  د اتم آیات لاندي راځي او که نهم.
که دا ووایو چی دا مؤسسات د جنګ یوه برخه ده او یا د اسلام د نړولو یوه وسیله ده نو بیا یی هم منم او سمه ده. خو په منځ ددي مؤسساتو کی داسی جهاني مؤسسی هم شته چی په اکثره کفري ممالکو کی چی هلته نه د امریکا پوځ شته او نه اسلام خپل کومکونه د افغانستان په څیر عام ولس ته وړاندي کوي. د مثال په طور چین. یوه مؤسسه ده چی په افغانستان کی هم بشردوستانه کومکونه کوي او عین لازم کومکونه په چین او نورو کفري ممالکو کی هم کوي. نو له داسی مؤسسی سره بیا کار کول څنګه دي. دا خبره هم د یادولو وړ ده چی همدي مؤسسی د طالبانو په وخت کی هم په افغانستان کی دفتر درلود او خپل کومکونه یی کول.
هیله ده چی د متن له اوږدوالی ستړي شوي نه یاستئ او ماته لازمه رهنمائی وکړ.
والسلام

عرفان

————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې کې شک نشته چې اکثراً خارجي مؤسيسات د حربي کافرو (يرغلګرو ) سره د هغوی په شومو اهدافو کې شامل دي ځنې مستقيماً نظامي فعاليت کې شرکت لري ، ځنې مسيحيت خپروي ، ځنې فحشاء او بې دينې خروي او ځنې يې په فکري او تبليغاتي شکل مرسته کوي .

د ټول امت په اتفاق د حربي کافرو سره د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې هر ډول مرسته په هر شکل چې وي حرام او موالات بلل کيږي

وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به .

د فقهاؤ په اتفاق لکه ائمه حنفي ، ماليکي ، شافعي ، حنبلي او د امت نورو فقهاؤ په نزد د حربي کفارو سره بيع ، تجارت يا معاملات چې د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته او مدد ور باندې کيږي حرام دي لکه سلاح ، او همدارنګه په هغوی باندې د خيمو ، خوراک او څښاک خرچول حرام دي ، د هغوی د نظامي او حربي وسائلو نقل او هغوی ته د سامان برابرول او نور حرام دي ددې کسب نه کټلی مال خبيث دی ، او تر دې  مال نه د اور سګوټې غوره دي .

او هغه کارونه چې د هغوی مرسته نه ورباندې کيږي بلکي د عامه خلکو لپاره کارول کيږي دوه نظرونه دي :

اول : په هر صورت د هغوی نفوذ او سلطه قوي کيږي ( ترک يې غوره دی ) .

دوهم : کوم کارونه چې د امت ضرورت دی لکه معارف ، آبرساني ، برق ، کلينک و غيره په هغه کې کار کول باک نه لري .

اوس به ددې مسئلې د وضاحت لپاره د معاصرو فقهاؤ هغه نظرونه چې د عراق او افغانستان په اړه يې وړاندې کړي دي  ولولو :

په عراق او افغانستان کې د اشغالګرو سره د کار کولو په اړه علامه عبدالرحمن بن ناصر البراک فتوای :

مونږ په عراق کې د امريکايي اشغال سره مخ يو ، لکه څنګه چې تاسې پوهيږئ هلته داسې دندې او وظيفې دي چې د اشغالګرو په سلطه کې قرار لري ، (چې کله ددې دندو تر سره کول) د هيواد سره خيانت او اشغالګرو سره مرسته او د هغوی د اشغال پر وړاندې سکوت دی .

زما سوال دا دی چې : آيا د يوه مسلمان د پاره جايزه ده چې د اشغالګرو امريکايي فوځيانو سره په عراق کې کار وکړي ؟

جزاكم الله خيرا

الحمدلله، بې له شکه نن د لويو بلاوو څخه چې په اسلامې امت باندې راغلی دي يو هم امريکايي تسلط دی – پر هغوی دي د الله لغت وي – د مسلمانانو پر وړاندې د هغوی جنګيدل دي ، لکه څنګه چې د افغانستان په هيواد کې هم جريان لري ، هلته يې د طالبانو حکومت نسکور کړ او پر ځای يې د خپلې رايي غلام حکومت ايجاد کړ تر څو د دوی شوم اهداف عملي کړي .

او همدارنګه په عراق يې د دوهم ځل د پاره هغوی (اشغالګر) د يوه غلام حکومت جوړولو په کوښښ کې دي .

په عمومي توګه پرټولو مسلمانانو او په خصوصي توګه د اشغال شويو هيوادونو پر مسلمانانو باندې واجبه ده چې پر هره وسيله چې ممکنه وي د هغوی پر وړاندې مقاومت وکړي ، هيڅ مسلمان ته جايزه نه ده چې د هغوی د اهدافو په عملي کولو کې د هغوی سره مرسته وکړي ځکه دا مرسته په اصل کې پر اسلام باندې د کفر د غلبې د پاره مرسته کول دي .

د اشغالګرو په داسې امورو کې کار کول حرام دي چې هغوی خپلو اهدافو ته رسوي ځکه چې دا  د کفر او منکر په کار کې مرسته ده او داسې کول حرام دي :

«وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ» (مائده 2)

مګر هغه کارونه چې د هغه په وسيله د مسلمانانو مصالح خوندي کيږي ، د شر ، غلو ، سارقينو ، د خلکو پر حقوقو باندې د تجاوز له مينځه وړل وي .

لکه په روغتون کې کار کول که څه هم د اشغالګرو تر سلطې لاندي وي خو بيا هم جايز دی ځکه ددي کارونو ترک کول مشکلات نور هم زياتوي ، حال دا چې په اسلامې شريعت کې د توان پر بناء د مصالح د جلب او د مفاسدو له مينځه وړل دي : لکه څنګه چې الله جل جلا له فرمايي : «فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ» (تغابن 16). .

“فتواي علامه عبدالرحمن بن ناصر البراک؛ د فتوي شميره (10889)”.

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
نحن في العراق ومع الاحتلال الأمريكي وكما تعلمون هناك وظائف مرتبطة بقوات الاحتلال وقد يتطلب الامر فيها خيانة البلد او معاونة المحتل او السكوت على تصرفات المحتلين الامريكان،
سؤالي : هل يجوز للمسلم العمل مع قوات الاحتلال الامريكي في العراق ؟
افيدونا جزاكم الله خيرا وسدد الله مسعاكم لخدمة الدين

الإجابة

الحمد لله، لا ريب أن من أعظم البلاء الذي حل بالأمة الإسلامية تسلط الدولة الأمريكية – لعنهم الله – على المسلمين وغزوهم، كما جرى في بلاد الأفغان،
حيث أطاحوا بدولة طالبان وأقاموا دولة عميلة لهم، تأتمر بأمرهم وتسير حسب توجيهاتهم،
وكما جرى ثانياً في العراق، وهم بصدد إقامة دولة عميلة كذلك، والواجب على المسلمين عموماً، وعلى أهل البلاد المحتلة خصوصاً أن يقاوموا هذا الغزو بكل الوسائل الممكنة، ولا يجوز لمسلم أن يعينهم على تحقيق أهدافهم، فإن ذلك من مظاهرة الكفار على المسلمين،
والعمل مع قوات الاحتلال في وظائفهم التي تعينهم على تنفيذ أهدافهم وتحقيق مطامعهم حرام؛ لأن هذا نوع من مظاهرتهم،وقد نهانا الله تعالى عن ذلك بقوله: {ولاتعاونوا على الاثم والعدوان } سورة المائدة(2)،
وأما الوظائف التي يتوصل بها إلى تحقيق مصالح المسلمين والمسالمين، وتدرأ شرورالمفسدين من اللصوص والمعتدين على الحرمات، كالعمل في المستشفيات، فهذا النوع من الوظائف يجوز العمل فيها، وإن كانت تحت إدارة قوات الاحتلال؛ لأن ترك هذه الوظائف و التخلي عنها يزيد الأمر شدة، وتعظم به المصيبة،
وشريعة الإسلام تقوم على جلب المصالح ودرء المفاسد بحسب القدرة والإمكان، كما قال تعالى: (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) (التغابن: من الآية16). والله أعلم.

د جامع الازهر د استاذ دوکتور عبدالفتاح ادريس فتوای :

د اشغالګرو سره په هر شکل او هر صورت مساعدة او مشارکت په هر هغه عمل کې چې د مسلمانانو پر ضد وي په هر هيواد کې چې وي حرام دی ، په دې باره کې د اسلامې شريعت د منع ډير نصوص راغلی دي د هغه څخه يو هم دغه قول د الله جل جلا له  دی چې فرمايي :

وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ” المائدة : 2

څوک چې په عراق کې د امريکايي اشغال سره مرسته کوي  هغوی د مسلمانانو د وينې په تويولو کې شريک دي ، او د امريکايي اشغالګرو سره دغه مساعدت د کفارو سره مولاة (د اسلام پر وړاندي د کفر مرسته کول ) دي ، او هر چا چې د کفارو مولاة وکړل هغوی د کفارو په مثل دي ، الله جل جلا له فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ  ( المائده ۵۱)

ژباړه : (اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي) .

د هغه چا د پاره نه ښايي چې اسلام يې غوره او خوښ کړی وي بيا د اسلام لوی نعمت په څو ډالرو خرڅ کړي .

علاوه له دې دوی به په ټولو هغو جرمونو کې شامل وي کوم چې په عراق دغو قواوو تر سره کړي دي لکه : د بې ګناه خلکو وينې تويول چې بله ګناه يې نه وه بلکې ګناه يې دا وه چې ويل يې رب زمونږ الله دی ، د مسلمانو ښځو په عفت باندې تجاوز ، د مسلمانانو د جسدونو تمثيل ، د کورونو رنګول ، د خلکو د عزت او آبرو پيمالول ، لواطت او داسې منکرات چې په ژبه باندې د هغه بيانول سخت دي .

ويقول الأستاذ الدكتور عبد الفتاح إدريس ـ الأستاذ بجامعة الأزهر:
فإنَّ هذه المساعدة محرمة بكل صورها وأشكالها ودوافعها، بل إن المشاركة أو المساعدة في أي عمل يتم ضد المسلمين في أي بقعة من بقاع الأرض حرام، لورود النصوص الكثيرة الناهية عن ذلك، والتي منها قول الله تعالى:” وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ” المائدة : 2.
وما يريد مسلمو أمريكا فعله في العراق بلغ الغاية في العدوان؛ لأنه اشتراك في إراقة دماء المسلمين، يضاف إلى هذا أن مساعدة جيش الاحتلال الأمريكي موالاة لكافر، ومن يوالي كافرا فإنه مثله، قال تعالى: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ” المائدة : 51 . ، ولا ينبغي لمن رضي الإسلام دينا أن يخلع عن نفسه نعمة الإسلام من أجل حفنة دولارات، فضلا عن هذا فإنَّه يكون مشاركا لهذه القوات فيما ترتكبه من منكرات في العراق، من سفك دماء أبرياء لا ذنب لهم إلا أن قالوا: ربنا الله، وهتك أعراض المسلمات واغتصابهن، والتمثيل بجثث المسلمين، وهدم البيوت على الآمنين، وهتك أعراض الرجال، واقتراف اللواط، ونحو ذلك من منكرات يعف لسان السوي عن ذكرها.

د بغداد د جامع الشريعة استاذ دوکتور ساجد الدليمي نظر :
هر څوک چې اشغالګرو سره کار کوي د خپل ملک او قوم سره خيانت کوي ځکه چې اشالګر د ملک د اشغال او نابودي او تخريب ، د خلکو وژلو ، او دينې ازرشتونو د نابودی د پاره راغلی دي ، مونږ ډير عراقي ترجمانان ليدلي دي کوم د امريکايي فوځ سره کار کوي دوی د خلکو شکايات نه قبلوي يا يې د هغوی تر غوږونو نه رسوي مګر دا چې د شکايت رسولو په مقابل څه مبلغ د رشوت په توګه اخلي ، ځنې د دوی اشغالګرو ته د خپل هيواد او هيوادوالو جاسوسي کوي

ويضيف الدكتور ساجد الدليمي ـ كلية الشريعة بجامعة بغداد ـ العراق:
إنَّ كل من يعمل مع المحتل يعتبر عميلا، وخائنا لبلده وشعبه؛ لأنَّ قوات الاحتلال جاءت لاحتلال البلاد وتدميرها وقتل الناس وهدم قيم الدين، وقد رأينا كيف أن معظم المترجمين العراقيين الذين رافقوا القوات الأمريكية كانوا يعملون أدلة لقوات الاحتلال، وكانوا لا يقبلون إيصال شكاوى الناس إلا بعد أن يفرضوا على المشتكي مبلغا من المال كرشوة لطرح شكواه على الأمريكان، كما أن بعضهم عمل جاسوسا على وطنه وأهل بلاده .

د موقع الاسلام سوال جواب فتوای :

ايا د يوه مسلمان تجار د پاره جايز ده چې د کفارو په فوځ کوم چې د مسلمانانو سره جنګيږي څه وسائل ، تجهيزات ، غذا و پلوري او يا د هغوی سره د کمپاين ( انتقالاتو او ساتنې ) تړول وکړي ؟

ځواب

الحمد لله

د علماء اسلام په نزد د مسلمانانو پر وړاندې د کفارو د سلطې د پاره مرسته او مدد کول حرام دي او دا سي کول کفر دی

لقول الله تعالى ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ )   المائده 51

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي

وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به

د فقاؤ په اتفاق لکه ائمه حنفي ، ماليکي ، شافعي ، حنبلي او د امت نورو فقهاؤ په نزد د حربي کفارو سره بيع ، تجارت يا معاملات چې د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته او مدد ور باندې کيږي حرام دي لکه سلاح ، او همدارنګه په هغوی باندې د خوراک او څښاک خرچول حرام دي ، د هغوی نقل او هغوی د سامان برابرول او نور حرام دي ددې کسب نه کټلی مال خبيث دی ، او تر دې مال د اور سګوټې غوره دي .

حكم مساعدة الكفار في عدوانهم على المسلمين  

تاجر مسلم عرض عليه فرص تجارية ذهبية عبر بيع معدات أو أغذية أو القيام بعقود صيانة ونقليات وتركيبات لجيش كافر يحارب المسلمين ، فما حكم هذه الأعمال التجارية ؟.

الحمد لله

قرر علماء الإسلام أنه لا يجوز مظاهرة الكفار على المسلمين وأن ذلك كفر وردة لقول الله تعالى : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ) الآية المائدة / 51

وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به 

فتاوي اهل سنت و الجماعت ليکي :

من دريکي ازمؤسسات بشردوستانه خارجي در افغانستان که براي اطفال خياباني کارميکند شاغلم، سوالم اينست که آيا معاشي که دريافت مينمايم ميتوانم بگويم حلال است ياخير؟اگر نه، به کدام دليل؟

الحمدلله،

موسسات و سازمانهاي خارجي که در افغانستان فعاليت مي کنند، در پي اهداف و برنامه هايي هستند تا اندک اندک و به مرور زمان چهره ي اسلامي افغانستان را محو و پاک کنند و بي ديني و بي بندوباري و فسق و فجور را ترويج کنند، و آنها زيرکانه و در ولاي فعاليت هاي به قول خودشان بشردوستانه وارد مي شوند تا مردم عوام را بفريبند ولي آنها بيخبرند که در زير اين فعاليتها براي دين و عقيده ي آنها نقشه کشيده و برنامه دارند تا آنها را به مرور از دينشان دور و دور تر کنند. پس مسلمانان بايد هوشيار باشند و در هيچيک از اين موسسات کار نکنند تا آلت دست آنها نشوند و رزق و روي خود را از خدا طلب کنند و در پي حلال باشند.

خداوند متعال مي فرمايد: « وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا »

‏«و هر كس از خدا پروا دارد [خدا] براى او در كارش تسهيلى فراهم سازد» [الطلاق-4]

و از پيامبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ روايت است كه فرمود: « مَنْ تَرَكَ شَيئاً لله عَوَّضَهُ الله خيراً ‏منه» ‏‏«هر كسي چيز ي را به خاطر خداوند ترك كند خداوند چيزي بهتر از آن به او خواهد داد ‏‏» ‏ ابونعيم در «الحلية» (2/196)‏

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً