د سلام اچولو اهميت،فضيلت او آداب

الله جل جلاله فرمایلي دي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 27) سورة النور.

ترجمه:ای مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوځئ ، تر څو چې اجازه تر لاسه او په اوسيدونکو يې سلام ووايې دا ستاسې لپاره ډير غوره دی ښايي چې تاسې پند واخلئ .

وقال تعالی (فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون 61) سورة النور.

ترجمه:کله چه داخلیږي خپلو کورونو ته نو سلام واچوی په اهل د کور ستاسې په سلام اچولو سره د طرفه د الله تعالی نه مبارک او پاکیزه چه نفس پرې خوشحالیږي.

اوهمدارنګه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلی دی:

(عن عبدالله بن عمرو ابن العاص ان رجلا سال رسول الله صلي الله علیه وسلم ای الاسلام خیر؟قال تطعم الطعام وتقرا السلام علی من عرفت ومن لم تعرف) متفق علیه

ترجمه:عبدالله بن عم ابن العاص روایت کوی چه یوسړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چه کوم خصلت د اسلام غوره دی؟رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل چه طعام ورکړی فقر او مساکینو ته او قرئت د سلام وکړی په هغه چاچه پیژنی یی اوپرهغه چا چه نه یی پیژنی.

(وعن ابی هریرةعن النبی صلي الله علیه وسلم قال:لماخلق الله ادم علیه السلام قال:اذهب فسلم علی اولئک،نفرمن الملئکة جلوس  فاستمع مایحیونک فانها تحیتک وتحیة ذریتک.فقال: السلام علیکم،فقالوا: السلام علیک ورحمةالله ،فزادوه:ورحمةالله )متفق علیه.

ترجمه:د ابی هریرةنه روایت دی چه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي کله چه الله تعالی ادم پیدا کړ ورته یی وفرمایل چه لاړشه اوسلام واچوه په هغه خلکو اشاره وکړه یوڅو نفرو د ملائکو ته چه ناستی وی او بیا یی ورته وفرمایل چه غوږ ونیسه هغه ته چه دا پیشکشی ستا اوستا د اولادې ده پس ادم ملائکوته ورغی او ویی ویل چه السلام علیکم ملائکوجواب ورکړچه السلام علیک ورحمةالله ،پس زیات کړدوي ورحمةالله.

ددی حدیث شریف څخه معلومه شوه چه جواب کی زیادت جایز دی بلکه بهتر دی ځکه الله جل جلاله فرمایلی دی:

 (وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا 86)

 مګر په دی کی اختلاف د علماًوو دی،جمهورعلما وایی چه آخره اندازه تر وبرکاة پوری ده لکه چه حضرت عمر رضي الله عنه ته یوسړی راغی ترمغفرته پورې یی سلام ووایه حضرت عمر رضي الله عنه هغه ته وویل چه برکاة د سلام انتهایی کلمه ده.

ولی بعضی علما په برکاة باندی زیادت هم جایزګڼی لکه چه په ایت شریف کی(بِأَحْسَنَ مِنْهَا)راغلی دی.

(وعن ابی هریرة قال قال رسول الله صلي الله علیه وسلم:لاتدخلواالجنةحتی تومنواولاتومنواحتی تحابوااولاادلکم علی شیءاذا فعلتموه تحاببتم؟ افشواالسلام بینکم)رواه مسلم.

ترجمه:ابی هریره روایت کوي ده ویلی چه فرمایلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم چه جنت ته به داخل نه شي ترهغه چه مؤمنان شئ اومؤمنان به نه شئ ترهغه چه یو تربله محبت ولرئ ایا زه تاسی ته دلالت نه کوم په داسی یو شی چه کله هغه وکړی یو تر بله به مو محبت پیدا شی ؟هغه داچه خپور کړئ سلام په مینځ خپل کې.

(عن ابی یوسف عبدالله ابن سلام قال:سمعت رسول الله صلي الله علیه وسلم یقول:یاایهاالناس افشواالسلام واطعمواالطعام، وصلواالارحام،وصلواوالناس نیام،تدخلواالجنة بسلام)رواه الترمذی وقال:حدیث حسن صحیح.

ترجمه:د ابي یوسف عبدالله بن سلام نه روایت دی ده ویلي چه ما اوریدلی دي د رسول الله صلي الله علیه وسلم نه چه فرمایلی یې دي چه ای خلکو!خپورکړئ سلام او ورکړی طعام او وصل کړئ ارحام د خپلو اقرباو سره او لمونځ وکړئ دشپی په داسی حال کښی چه خلک بیده وي داخل به شئ جنت ته په سلامتی د افاتونه .

۱.ددی حدیث شریف نه معلومه شوه چه سلام سنت جواب یی واجب دی .

۲.رسول الله صلي الله علیه وسلم د سلام په فضیلت کې فرمایي چه تاسې دا کار وکړئ نو داخل به شئ جنت ته سره د سلامتی د افاتونه له همدې وجهې جنت ته  دارالسلام وایي.

۳.دا یو زیری دی د هغه چا لپاره چه په دې کار هميشوالی کوي چه د ده مرګ به د اسلام په حالت کې وي.

۴.د سلام جواب واجب دی که څوک تنها وعلیکم ووایي جواب دسلام نه اداکیږی واجب یی په ذمه پاتې کیږي ،وعلیکم السلام ادنی درجه ده.

 (وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاة)څومره چه کلمات زیاتږي ثواب یی هم زیاتیږي او په هره کلمه لس نیکی ورکول کیږي لکه چه الله فرمایلی دي:

(مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلاَ يُجْزَى إِلاَّ مِثْلَهَا وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ 160).

                                     د سلام اچولو کیفیت

مستحب دی داچه لوستونکی ضمیر دجمع استعمال کړي اګر که هغه سړی یو نفر وي چه سلام ورته اچول کیږي(السلام علیکم

ورحمت الله وبرکاة) او ځواب ورکوونکی به وایی (وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاة).

رسول الله صلي الله علیه وسلمفرمایلی دي:

(عن ابن الحصین قال:جاءرجل الی النبی صلي الله علیه وسلم فقال:السلام علیکم فرد علیه ثم جلس فقال النبي صلي الله علیه وسلم عشر ثم جاء اخر فقال السلام  علیکم ورحمت الله فقال: عشرون ثم جاء اخر فقال السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة فرد علیه فجلس فقال نبي صلي الله علیه وسلم ثلاثون )رواه ابوداودوالترمذی.

ترجمه:دعمران بن حصین نه روایت دی چه ده ویلی دی چه راغی یوسړی رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته پس ویې ویل چه السلام علیکم پس رد یی وکړ په ده باندی بیا دا سړی کیناست وفرمایل رسول الله صلي الله علیه وسلم چه لس نیکی حاصلی شوې تاته بیا بل سړی راغی ویی ویل چه السلام علیکم ورحمت الله پس رد دسلام یی  وکړ په ده باندې اوکیناست ده ته یی وفرمایل چه شل نیکی حاصلی شوی تاته بیا بل سړی راغی ویی ویل چه السلام علیکم ورحمةالله وبرکاة پس رد د سلام یی وکړ په ده باندې اوکیناسته پس ویی فرمایل ورته چه دیرش نیکی حاصلی شوی تاته .

ددی مبارک حدیث څخه هم مطلب همدا دی چه څومره کلما ت زیاتیږي ثواب هم زیاتیږي.

 (وعن انس  ان النبي صلي الله علیه وسلم کان اذا تکلم بکلمة اعادها ثلاثا حتی تفهم عنه واذا اتی علی قوم فسلم علیهم  ثلاثا)

رواه البخاری وهذامحمول علی ما اذا کان الجمع کثیرا.

ترجمه:انس روایت کوي چه وو رسول الله صلي الله علیه وسلم کله به چه یی خبری کولی د یوی کلمې په باره کې نوهغه کلمه به یی دری واری تکراروله ترڅوښه اخذ ترې وشي او ټول ښه پرې وپوهیږي،اوکله به يې چه یوه قوم ته راتګ کاوه نو دری ځله به یی سلام پری اچوه .

د حديث شريف مطلب :                                                                                                                                                   

 ۱.که د قوم جمعه واري زیاته وي نو دری ځله سلام اچول جایز دي .

۲.دا کار رسول الله صلي الله علیه وسلم د قوم د زیاتوالی په خاطر کړی دی که داسې نه وي نو یوځل سلام هم کفایت کوي.

۳.اویا داحدیث محمول دی په سلام  د اجازت باندې چه څوک د چا کور ته ورځي نو اول سلام په دروازه کی د اجازت لپاره او بل

د ملاقات دی او دریم سلام د رخصت دی .

(وعن المقدار فی حدیثه الطویل قال:کنا نرفع لنبیصلي الله علیه وسلم نصیبه من اللبن فیجیءمن اللیل فیسلم تسلیما لایوءقظ ناېمنا ویسمع الیقظان فجاءالنبی فسلم کما کان یسلم )رواه مسلم.

ترجمه:د حضرت مقدار نه په یوه طولانی حدیث کې روایت شوی دی وايي :چې مونږ به نبی کريم صلی الله عليه وسلم څه حصه شيدې ايښودل پس راتلو به رسول الله صلي الله علیه وسلم په څه حصه د شپی او سلام به یی اچولو داسې سلام چه نه     ویښولو بیده سړی او اورولو به یی ویښوخلکو ته پس راغی رسول الله صلي الله علیه وسلم پس سلام یی واچوه لکه څنګه چه مخکی به یی سلام اچوه.

دحدیث شریف مطلب: که په یو ځای کی ویښ او ویده خلک وی سلام اچول پری مستحب دي.

 (وعن اسماءبنت یزید ان رسول الله صلي الله علیه وسلم مر فی المسجد یوما وعصبة من النساء قعود فالوا بیده با لتسلیم)  رواه الترمذی وقا ل حدیث

حسن وهذا محمول علی انه صلي الله علیه وسلم جمع بین الفظ والاشارة ویؤیده ان فی روایة ابی داود:فسلم علینا).

تبصره:ددی حدیث شریف نه معلومیږی چه سلام اچول په ښځو جایز دي مګر هلته چه خوف او ویره د فتنې نه وي او که ویره د فتنې

 وی نو چپ والی غوره دی د سلام اچولو نه اوهر چه رسول الله صلي الله علیه وسلم وو نو هغه مأمون دی د فتنی نه .

اوبل داچه سلام یواځی په اشاره سره په غیر د لفظ د سلام نه جایز نه دی ځکه تشبه د اهل کتابو سره راځي سلام د یهودو په اشاره

د ګوتو سره دی او د نصاراوو په اشاری د ورغوي ،نو سلام په لاس اولفظ جواز لري.

  (وعن ابی امامة قال قال رسول الله صلي الله علیه وسلم :ان اولی الناس بالله من بدأهم بالسلام )رواه ابوداود وترمذی.

ترجمه:ابی امامة روایت کوي چه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي په تحقیق ډیر نږدی اوغوره  د خلکو اللهجل جلاله  ته هغه څوک دی چه شروع کوي په سلام ویلو.

 (وعن ابی جری الهجیمی قال:اتیت رسول الله صلي الله علیه وسلم فقلت علیک السلام یارسول الله صلي الله علیه وسلم فقال:لاتقل علیک السلام تحیةالموتی )رواه ابوداودوترمذی.

ترجمه: ابی جری الهجیمی روایت کوي چه زه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغلم او په ده باندې مې سلام واچوه او ومې ویل چه (علیک السلام یارسول الله صلي الله علیه وسلم )رسول الله صلي الله علیه وسلم راته په ځواب کی وویل چه داسی مه وایه چه (علیک السلام )چه داتحیه ده د مړو لپاره .

ليکنه : صهيب صاحب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً