د حلال رزق د حصول اسباب په لاندې ډول دي :
۱- د حلال رزق د اسبابو طلب کې کوښښ کول لکه : زراعت ، تجارت ، صناعت او نور حلال او مباح کسبونه کوم چې الله تعالی د انسان د پاره مقدر کړي دي ، لقوله سبحانه وتعالی : هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ{ [الملك: 15].
ژباړه : الله هغه ذات دی چې : ځمکه يې ستاسې په واک درکړې ده ، نو په کونجونو او څنډو کې يې وګرځئ او د الله روزي وخورئ او بيرته همغه ته مو ورتګ دی .
۲- د الله تعالی تقوای ، د اسلامي شريعت د احکامو عملي کول اود ناروا امرو څخه ځان ساتل ، لقوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ{ [الطلاق: 2، 3]
ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي .
مطلب دا چې هر کس د الله تعالی تقوای اخيار کړه هغه ته به مشکلات او سختۍ آسانه کړي او همدارنګه د رزق طلب به ورته آسانه کړي او د داسې لارې به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي يعنې هغه طرف به يې په پلان کې هيڅ نه وي .
۳- ډير ډير استغفار کول ، لکه څنګه چې الله تعالی د خپل رسول او نبي نوح عليه السلام په اړه داسې فرمايي : فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا * يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا * وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا{ [نوح: 9-12].
ژباړه : او ورته مې وويل : له خپل رب څخه بښنه وغواړئ بيشکه چې هغه ډير بښونکی دی ، هغه به په تاسې له پاسه څخه بارانونه ووروي ، په مالونو او ځامنو سره به مو ملاتړ وکړي باغونه به درکړي او ويالې به درته تاندې کړي .
همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من لزم الاستغفار جعل الله له من كل هم فرجا ومن كل ضيق مخرجا ورزقه من حيث لا يحتسب» رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه والبيهقي والحاكم وصححه.
يعنې : چا چې پر ځان باندې استغفار کول لازم کړل ، الله تعالی ده ته د ټولو سختيو او مصيبتونه څخه د وتلو لارې آسانه کړي او داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي .
۴- يوازې پر الله تعالی باندې توکل کول ، لقوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُهُ{ [الطلاق: 3].
ژباړه : او څوک چې پر الله جل جلا له توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا)( ابن ماجه ، الترمذی او احمد )
ژباړه : که تاسې پر الله داسې توکل وکړئ چې حق او رښيتنی توکل وي ، نو تاسې ته به داسې زرق درکړي لکه د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې .
چا چې پر الله تعالی توکل وکړ خپل مطلب او مقصد ته به ورسيږي .
۵- د رزق د حصول او طلب د پاره دعا کول ځکه چې الله تعالی رزاق ذو القوة المتين دی ، لقوله سبحانه وتعالی : وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ{ [غافر: 60]
ژباړه : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم .
د رزق د طلب د پاره داسې دعاګانې کوئ :
يا رزاق ارزقني وأنت خير الرازقين ( ای روزي ورکوونکيه ! ما ته روزې راکړه او ته غوره روزي ورکونکی يې ) .
اللهم إني اسألك رزقا طيبا واسعا ( الله ! زه ستا څخه سوال کوم د حلال او پراخه زرق ) .
اللهم اكفني بحلالك عن حرامك ( ای الله ! د ما د پاره حلال رزق کافي ورګرځوي او د حرامو مې وساتي
۶- د الله تعالی حمد او شکر ځکه په هر نعمت کې چې شکر وي د هغه د زيادت سبب ګرځي ، لقوله سبحانه وتعالی : وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ{ [إبراهيم: 7] .
ژباړه : او هغه وخت را ياد کړئ چې رب مو اعلان وکړ چې که تاسې شکر وکړ نو خامخا به زه لورينه در زياته او که نا شکري مو وکړه نو زما عذاب ډير سخت دی .
خبردارئ : انسان په طبيعت کې غنا او مال خوښوي او د فقر نه يې کرکه کيږي ، لکن لږ مال تر ډيرو غوره دی ، او دا چې مال له حلالو او حرامو ډير جمع شي آخر به د هغه وارثانو ته پاتې کيږي لکن ځواب به يې دی ورکوي او د ده څخه دا پوښتنه کيږي چې : [من أين اكتسبه وفيم أنفقه] يعنې : مال دې له کومې لارې حاصل کړي ؤ او په څه کې دې لګولی ؤ .
اصلاً د کاميابۍ رزق هغه دی چې حاجت ورباندې رفع شي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«قد أفلح من أسلم ورزق كفافا وقنعه الله بما آتاه» رواه أحمد ومسلم والترمذي وابن ماجة عن عبد الله بن عمرو ورمز السيوطي لصحته .
ژباړه : کامياب دی هغه څوک چې ايمان يې راوړ ، او په قدر د ضرورت ورته رزق ورکړ شو او الله تعالی پرې صبر ورکړ .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ليس الغنا عن کثرة العرض و لکن الغنی غنی النفس (متفق عليه ) ، يعنې : ډير مال او اسبابو لرل ماداري نه ده . اصل مالداري د زړه غنا ده .
د زيات مال د جمع کولو حرص نه دی په کار ځکه د لږ مال حساب ورکول آسانه دي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * وَالآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى{ [الأعلى: 16، 17].
ژباړه : بلکي تاسې خوښوئ ژوند د دنيا ( تاسې د دنيا ژوند ته ډيره پاملرنه کوئ ) ، حال دا چې اخروي ژوند ډير غوره او تل پاتې دی .
همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من كانت الدنيا همه، فرق الله عليه أمره وجعل فقره بين عينيه ولم يأته من الدنيا إلا ما كتب له، ومن كانت الآخرة نيته جمع له أمره وجعل غناه في قلبه وأتته الدنيا وهي راغمة: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )
( څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).
۷- انفاق فی سبيل الله ، خپل مال د الله تعالی په لاره کې لګول (زکات ، صدقات ) ورکول ، ځکه په کوم مال چې انفاق وي په هغه کې برکت وي له بلاؤ او آفاتو په امن وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)
يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله (جل جلا له ) ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله (جل جلا له) ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود