ږيره او ویښتان په خالص تور رنګ رنګول څه حکم لري ؟

گيره او ويشتان ته خالص تور رنگ ورکول  جائز دي او که نه ؟ – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

امام نووي رحمه الله په ریاض الصالحين کې يو مستقل باب د (نارينو او ښځو د پاره د ويښتانو په تور رنګ رنګولو ممانعت )  په نوم ليکلی او په دې باب کې يې د مسلم شريف مشهور حديث را نقل کړی دی چې : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د مکې د فتحې په ورځ د ابوبکر صديق رضی الله عنه  پلار ته وفرمايل : غيروا هذا واجتنبوا السواد ( صحيح المسلم )

يعنې : دا سپنوالی څه څيز سره تغير کړه مګر توروالي نه ځان وساتئ (په تور رنګ يې مه رنګوی .

د تور رنګ په اړه د اهل علم تر مينځ اختلاف دی چې ځنې يې په کراهيت قائل او ځنې په حرمت مګر اکثر متأخرين علماء يې په حرمت قائل دي ځکه په دې اړه د ابوداود او نسايي په يوه حديث شريف کې سخت وعيد ذکر شوی دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : سيكون قوم يخضبون في آخر الزمان بالسواد كحواصل الحمام، لا يريحون رائحة الجنة. رواه أبو داود ، نسايي .

يعنې : په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي ، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .

که څه هم ددې حديث په اسنادو کې د علماؤ تر مينځ اختلاف دی ، خو د احاديثو د څړنې معتبر منبع الموسوعة الحديثه ليکې چې د سعودي عالم  ابن باز په مجموع فتاوى ابن باز – الصفحة أو الرقم: 58/4 صحيح الاسناد بللی دی .

د ويښتانو په تور رنګ رنګول د مذاهبو په اتفاق منع دي خو په حنا يا نکريزو سره کول څه حکم لري ؟

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د ويښتانو سره کول په نکريزو باندې مستحب دي (فقه علی مذاهب الاربعه )

مګر د نارينه د پاره د لاسونو او پښو رنګول په نکريزو باندې مکروه دي ځکه چې په دې عمل کې د ښځو سره تشبح ده

للرجل يكره له أن يخضب يديه ورجليه لما فيه من التشبة بالنساء (الفقه علی المذاهب الاربعة )

دې ته مو پام وي چې په نن عصر کې تور رنګ ته د نکريزو نوم ورکوي بلکې تور رنګ منع دي هغه که هر ډول ماده وي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً