دکرسمس لمانځل حرام دي(او دا د کافرو اونصاراوو اختر دی)

کرسمس: دنصاراوو د دین اختر دی چې د دسمبر دپينځه ويشتمې(۲۵) پېل او تیاری ورته نيسي او دميلادي کال دجنوري دلمړۍ نېټې پورې دوام کوي .
لکه چې شیخ الاسلام ابن تیمیه په خپل کتاب اقتضاء الصراط المستقیم ج۱،ص۲۲۶،ص۲۲۷ کې په تفصیل سره دغه ټکي ته اشاره کړې چې د دې ورځې د اختر اوخوشحالۍ لمانځل د نصاراوو له دین څخه دی، او د اسلام په مبارک دین کې هيڅ اصل نلري ، او نه یې زمونږ د سلفو او پخوانيو علماوو څخه ثابته ده ، همدارنګه شیخ الاسلام د اقتضاء الصراط المستقیم په ۲۲۳ مخ کې د دغه موضوع یادونه کړې ده چې ژباړه او مفهوم يې پدې ډول ده :(عید او اختر هغه اجتماع او راټولیدل د خلکو دي چې په یوځای او یو وخت کې دي چې موخه یې تعظیم وي، او یا هغه کارونه او تیاریانی چې ددغه اختر(کرسمس) لپاره مخکی او وروسته کیږی د ا
مبارک دین کې هیڅ ثبوت او سند نلري ).
د دغه ورځې مبارکي ورکول ، پدې ورځ خاص او ځانګړي خوراکونه او میوې تیارول، خاص لباسونه او جامې ډالۍ کول، موسیقي اورېدل،رقص او ګډا ګانې کول ، رخصتي کول ،خپل ورځني کارونه او کسبونه پرېښودل ، میلو،زیارتونو او خاصو ځایونو ته تلل د کرسمس لپاره ټول د کافرانو سره مشابهت دی .
د قرآنکريم او نبوي احاديثو څخه ماخذونه:
۱- الله پاک فرمايي :(( وَلاَ تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)).(الحشر ۱۹) . ژباړه :(( او تاسې مه کېږﺉ په شان د هغه کسانو چې الله تعالی یې هیر کړ، نو الله تعالی له دوي څخه ځانونه هېر کړل او دا کسان پوره ناپوه نافرمانه دي)(نو یهودو او نصاراوو الله جل جلاله هیرکړی دی).)).
۲- الله پاک فرمايې :(( والذین لایشهدون الزور))(الفرقان ۷۲) .ژباړه:(( نیکان خلک دروغو او نارواو ته نه حاضريږي)) . ابن کثیر ج۲ ص۴۵۲، قرطبي ج۱۳ ص۶۲، مجموع الفتاوی ج۲۵ ص ۱۴۷ کې د ابن عباس رضي الله عنه، ربیع ابن انس ضحاک ،احمد او داسې نورو مفسرینو نقل کوي چې مؤمنان دې دکفارو او مشرکینواخترونو ته نه ورځي او نه دې پکې برخه اخلي .
احادیث :
۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :(( من تشبه بقوم فهو منهم )). ابوداود کتاب اللباس حدیث نمبر ۴۰۳۱،ژباړه:(( څوک چې له کوم قوم سره مشابهت کوي نو دا له هغوي څخه دی)). (فتاوۍ اللجنه الدایمه ج۳ ص ۴۲۹ اقتضاء الصراط المستقیم ج۱ ص۱۳۱ کې ابن تیمیه ذکر کړیدی چې مشابهت په عبادتونو، عادتونو او اخترونو کې هم راځي نو کرسمس لمانځل هم حرام دي ځکه د نصاراوو سره مشابهت راځي .
۲- بیهقي به سنن الکبری ج۱۴ ص۱۱۳ نمبر۱۹۳۷۷ کې لیکي چې عمر فاروق رضي الله عنه وايي چې د مشرکانو عبادتخانوته دهغوي د اخترونو په ورځ مه ورځۍ ځکه پر دوي د الله تعالی قهر او غضب نازليږي (نو دلمانځونکو او برخه اخیستونکو به څه حال وي! ) .
۳- بیهقي په سنن الکبری ج ۱۴ ص۱۱۳ نمبر۱۹۳۷۷،او۱۳۳۷۶ کې وايي چې عمر فاروق رضي الله عنه به ویل چې د الله تعالی له دښمنانو څخه ځان وساتۍ ، د دوي په اخترونو او مېلو کې برخه مه اخلۍ .
فتاوی اللجنه الدایمه : ج۱ ص۷۶ ص۷۷ العقیده) کې لیکلي دي چې کرسمس دنصاراوو اختر دی ، د دسمبر میاشتې په اخر کې لمانځي پدې کې برخه اخیستل ناروا دي، ځکه چې پدې کې منکرات او ناروا کارونه کيږي ، د ګناهګارو د ډلې لویول دي ، او هغوي سره په ګناه کې کومک دی، همدارنګه جلا به يې هم نه لمانځي په دفترونو او کورنوکې ځکه چې ددغه کار لپاره هر ډول انتظامات او تیاریانې ناروادي لکه چې اقتضاء ص۲۲۳ کې ابن تیمیه لیکلي ، نو بناء د کرسمس لپاره خوراکونه،لباسونه، میلې غونډې، مبارکۍ او رخصتي کول او دنوي کال ورځ لمانځل دا ټول حرام او ناروا دي .
مسلمانانو ته په کارده چې د کافرانو داخترونو، عادتونو او خویونو څخه ځان وساتي او په ټولو کارونو کې خپل مبارک دین اسلام ، قرآن او حدیثو ته رجوع وکړي .

جمع او ترتیب :شیخ الحدیث مولانا احمدشاه حفظه الله
خپروونکي :دارالعلوم نارنج باغ
را ليږنه : عبيدالله

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً