امريکايي پوهنتون اصلاً د تعليم د پردې تر شا د تنصيري پروګرام د خپريدو د پاره جوړ شوی دی چې ددې هدف د تر لاسه کولو د پاره غواړي نوی نسل تر خپل پوښښ لاندې ونيسي تر څو په آینده کې د هيواد واک تر لاسه کړي ځکه د هغوی فکر او تګلياره به خاص امريکايي وي نو په دې توګه امريکا کولای شی په آسانی سره هيوادونه تر خپل اشغال لاندې راولي ، خو دا اشغال به په ډير کم لګښت او د خپلو اجيرانو په واسطه کوم چې په دغو هيوادونو کې واک لري تر لاسه شي .
په کابل پوهنتون کې یې د دوستۍ په نوم پارک چې په هغه کې يې د امريکايي پوهنتون لوحه لګولې ده ددې لپاره جوړ کړی دی تر څو د محصلينو په مينځ کې خپل تبليغات وکړي او خپل کثيف پوهنتون ته خلک دعوت کړي .
افغان محصلين بايد د دغه پوهنون په اهدافو پوه وي چې هغه د تحصيلاتو په نوم بل هدف لري او زمونږ له غمه نه دې مړه .
پوره تفصيل دلته وګورئ
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله
