ماشوم بچی مې وهم او بيا پښيمانه شم (ماته نصيحت وکړئ )

د ماشومانو سره د بدچلن او وهلو په باره کې د الله (جل جلا له) نه ووېريږئ

يو ماشوم بچۍ لرم چې ډيره مينه ورسره لرم خو چې کله ژاړي بيا مې فکر خراب شي ويې وهم او په ژړا کې بيده شي ، بيا وروسته ډير پښيمانه شم ، ددې د حل د پاره څه وکړم .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې باندې بايد د ماشومانو پلار او په خاصه توګه مور پوه شي چې د ماشوم ژړل هسې حوسي نه دي بلکي يو سبب او وجه لري چې يا به وږی وي ، يا به تږی وي ، يابه خوب ورځي ، او يا به يې کوم ځای درد کوي (ناروغ به وي ) ، مور او پلار بايد په مهربانۍ سره د هغه د ژړا وجه معلومه کړي .

کچيرې هغه وږی ، تږې وي او خوب ورځې يا مرض وي خبرې نشي کولای چې خپل تکليف بيان کړي او تاسې یې وهئ او بلاخره ماشوم د مظلوميت ، بې وسۍ او ناهيلۍ په حالت بيده شي فکر وکړئ څومره ستر ظلم دی ؟

لکه څنګه چې په اسلامي شريعت کې اولاد پر خپلو والدينو دا حق لري چې هغه ته خوراک ، څښاک او نور برابر کړي تر څو هغه جسماً نمو وکړي همداسې پر والدينو حق لري چې هغه ته د جسمي غذا سره يو ځای معنوي غذا چې ښه سلوک ، مهرباني او عاطفه ته برابره کړي تر څو د هغه معنوي نمو ورباندې وشي .

طبي متخصصينو دا ثابته کړې ده چې که ماشوم ته هر څومره ښه غذا ورکړ شي خو که له هغه سره ښه سلوک او عاطفه ونشي ، په غم او خفګان اخته وي نو هغه صحي نمو نشي کولای .

پوه شئ هر چا چې پر نورو او خصوصاً خپلو بچيانو رحم ونه کړ الله جل جلا له پر هغوی باندې خپل رحم کټ کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَنْ لا يَرْحَمُ، لا يُرْحَمُ». (بخارى:6013)

ژباړه : چا چې پر نورو رحم ونه کړ ، الله پاک به په هغوی باندې رحم ونه کړي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالَ: تُقَبِّلُونَ الصِّبْيَانَ؟ فَمَا نُقَبِّلُهُمْ. فَقَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «أَوَأَمْلِكُ لَكَ أَنْ نَزَعَ اللَّهُ مِنْ قَلْبِكَ الرَّحْمَةَ». (بخارى:5998)

عایشه رضی الله عنها وايي : يو عرابي د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته راغی او ويې ويل : مونږ خپل بچيان نه مچي کوو آيا تاسې مچي کوئ ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چی الله (جل جلا له ) ستا له زړه رحمت او مهربانی اېستلی وي نو زه څه کولای شم .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«إِنِّي لأَقُومُ فِي الصَّلاةِ أُرِيدُ أَنْ أُطَوِّلَ فِيهَا، فَأَسْمَعُ بُكَاءَ الصَّبِيِّ، فَأَتَجَوَّزُ فِي صَلاتِي، كَرَاهِيَةَ أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمِّهِ». (بخارى:707)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله په لمانځه وديږم ، زړه مې غواړي چې لمونځ اوږد کړم خو هغه وخت د ماشوم ژړا واورم ، نو بيا لمونځ لنډ او مختصر کړم ، تر څو د هغه د مور د آزار سبب نشم .

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کې حضرت عامر رضی الله عنه  د کومې سترې وظېفې چښتن ؤ ېو ورځ د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د لېدلو لپاره دهغه کور ته ورغی ،ګوري چی امېر المؤمنېن پروت دی او اولادونه يې پر سېنه ناست دي لوبی کوي د حضرت عامر دا حالت خوښ نه شو ،امېرالمؤمنېن يی دتندي له ترش والی پوه شو او له عامر څخه يی وپوښتل وواېاست تاسې له کوچنېانو سره څه ډول چلن کوئ .عامر ووېل زه چه کله کور ته ننوزم د کور پر خلکو سکوت جايري شي او هر يو پر خپل ځای چوپ پاتی شي ، حضرت عمر فاروق په ډېر درد او سوز ورته ووېل: عامره ته په محمدی امت کی له داخلېدلو سره سره پر دی نه پوهيږی چی مسلمان بايد د کور له خلکو سره څه ډول چلن وکړی ؟

مسلمانانو وروڼو ! د خپلو اولادونو سره د بد څلن ، وهلو ، رټلو په باره کې الله جل جلا له څخه ووېريږئ ، که د هغوی ښه او مهربانه چلن وکړئ الله جل جلا له پر تاسې رحمت نازل کړي د دنيا او آخرت کارونه به مو آسانه شي ، او د هغوی سره د ظلم او زياتي لاره خپله کړئ ، ژوند به مو پريشانه ، کارونه وران او د الله په قهر به ګرفتار شئ . نو پام ګورئ پام کوئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً