اوس که دی بيا په خپل عقد د نکاح کی راوستل غواړی نو دوباره به نکاح کوي په نکاح کی د دواړو رضا شرط ده.
۳- طلاق مغلظه : که چيری سړی د يوه يا دوه طلاقو پر ځای دری طلاقه ورکړی وي، نو اوس نه خو رجعت کولی شي او نه نوی نکاح نو اوس يوه لاره شته چه هغه حلاله ده او بس .
په يو ځل دری طلاق ورکول سخته ګناه ده .
دباين او مغلظه طلاقی ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟
کومی ښځی ته چه طلاق باين يا مغلظه ورکړ شوی وی هغه به له خاوند څخه هر ډول تعلقات پری کوي او ديوه بيګانه سړی په څير به ورڅخه پرده کوي .
عدت به د خاوند په کور کې تيروي او نفقه په خاوند لازمه ده ځان به هم نه سينګاروي .
دطلاق ورکولو الفاظ
په کومو الفاظو چه طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ
۱- صريح الفاظ : دصريحو الفاظو نه مراد هغه الفاظ دی چه په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چه بغير له طلاق بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي ،مثلاً ښځی ته يې وويل چه ما تالره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .
په دغو صريحو يا واضيحو الفاظوسره که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو ، که يې نيت کړی اوکه نه ، که په فکر يا سنجيدګی وي او که نه يا په ټوقو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږی چه په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ کی چه د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي همغه به واقع شي .
حضرت محمدص فرمايي : دری څيزونه داسی دی چه په هغه کی د زړه اراده اوفکرسره خبره کول هم حقيقت دی او دخندا اوټوقو په طورهم حقيقت دی هغه نکاح ،طلاق او رجعت دی (ترمذی ،ابوداؤد).
نو مسلمان لره نه ښايې چه په داسې ډول آساسې څيزونو اويا هم د يو انسان د ژوند په برخليک ټوقی ووهی .
۲- کنايه الفاظ : کنايه الفاظ داسې الفاظ دی چه هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي يا چه دهغی مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا دعصی اظهار هم کيدای شی ، مثلاً يو سړی ښځی ته ووايی زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما سره ستا اوس ګزران نه کيږی او داسی نور .
په داسی الفاظو کی نيت ته اعتبار ورکول کيږي که يی نيت طلاق وی نو طلاق بائن به پريوځی او که يی نيت طلاق نه وی نو طلاق نه واقع کيږی .
ولی داسې الفاظ ويل دمسلمان له اخلاقی شانه سره سر نه خوری چه دقهر په وجه خپلی بی بی ته ووايې زما له کوره وځه اونور .
ځکه چه داښځه دخپلی مور له مهربانه غيږي څخه جلا او نن تاته ناسته ده نو بايد ددي ډول بدو الفاظو څخه سړی ځان وساتې نوکه دعصی پر وخت داسې څه له خولی ووځی بايد خپل رب ج ته د عجز اوښکی تويې شي .
ظهار :
خپله ښځه له يوی داسې ښځی سره تشبح کول يا له هغه سره برابر ويلو ته چه د هغه سره هميشه نکاح حرامه وی لکه : مور ،خور ،دپلار خور ، دمور خور او نور .
يا دهغه دکوم اندام سره تشبح کول ته ظهار وايي .
مثلاً يوه چا خپلی ښځی ته وويل ته زما لپاره زما د مور په شان حرامه يی يا زما د خور په مثل حرامه يی نوکه دده نيت د طلاق نه ؤ نو ظهار منځ ته راغی نو اوس له خپلی ښځی سره تر هغه نشی يو ځای کيدای څو پوری چه دظهار کفاره ورنه کړی .
خوکه دعزت يا هسی بی ځايو فضولو خبرو په نيت وی نو ظهار مينځ ته نه راځی خو داډول خبری هم بی ځايه دی ځان ساتل ورڅخه پکار دی .
اوکه هدف يا نيت يی طلاق وی نو يو طلاق باين به منځ ته راشی اوکه نيت يی داوی چه زه به له خپلی ښځی سره نه يوځای کيږم نو بيا به ظهار شی .
په لنډ ډول که يې هدف عزت اوټوقی وي نودا دروغ ويل هم په کار نه دي ، که يې هدف طلاق وي اواشارتاً يې دا الفاظ کارولې وي نو طلاق بائن به منځ ته راشي له سره به نکاح کوي ، اوکه هدف يې دا وي چه له ښځی سره به مې نه يوځای کيږم نو دا به ظهار شي.
د ظهار شوی ښځی سره خبری کول رواه دی مګر جماع او نورڅه تر هغه پوری حرام دی څو پوری يی چی کفاره نه وی ادا کړی .
د ظهار کفاره :
دوې مياشتی پرلپسی روژه نيول يا شپيتو مسکينانو ته ډوډی ورکول يا شپيتو مسکينانو ته د صدقه فطر برابر غنم يا دهغه قيمت ورکول .
دطلاقو صحيح طريقه
دطلاق شرعی هدف او حکمت ته مو مخکې اشاره وکړه چه طلاق د سختی ناچاری په صورت يوه ورستی چاره ده که نو الله ج ته د دوستی اوخپلوی پريکول خوښ ندی .
نوځکه اسلام خپلو پيروانو ته په دې اړه د سخت احتياط حکم کړي دي .
که خدای ج مه کړه څوک مجبورشول نوبيا به په سنته طريقه عمل کوي .
د طلاق ورکولو دری طريقی دی اګرچه په دريو واړو طريقو سره طلاق واقع کيږي – مګر دوه طريقې د سنتو موافق دي او دريمه طريقه د سنتو خلاف ده .
۱- طلاق احسن : د طلاق غوره طريقه احسن طلاق دی چه پر يو ځل دری طلاقه نه ورکوي بلکی يواځی يو رجعی طلاق ورکوي .دا طلاق به د پاکی (چه په حيض کې نه وي ) په وخت کې وي او هم به پدی موده د پاکی کښي ورسره نه يوځای کيږي ، د همدی يوه طلاق ورکولو نه پس به دا ښځه د عدت (دريو حيضو تيرولو) مودی پوری په خپل حال وي.
دا ځکه تر ټولو غوره طريقه ده چه پدی تقريباً دريو مياشتو کې به سړی پر خپل اقدام ښه غوراو فکر وکړی اوښځه به هم د خپلو هغو کړنو په اړه چه خاوند يې تکليف کړی ښه غور وکړي او د خپل خاوند د رضامندی لاری به ولټوي.
۲- طلاق حسن : داهم د طلاق لپاره دوهمه غوره لاره ده ، چه ښځی ته يو طلاق په طهر يعنی د حيض نه پاکی په ورځو کې ورکړي بيا د دوهم حيض نه پس د دوهمی پاکی انتظار د وکړی او پدی کې دې دوهم طلاق ورکړي .
پدی صورت کې هم سړی ته موقع په لاس ورځی چه په خپله فيصله له سره ښه فکر او غور وکړي او ښځه به هم خپل خاوند په رجعت باندی راضی کړی .
او که چيری ددی نه پس هم دی پخپله فيصله کلک وي نو بيا دې دريم طلاق ورکړي اوس ددی نه پس پده باندی ښځه بلکل حرامه شوه – پدی کې داهم شرط دی چه پدی موده کې به له ښځی سره جماع نکوي .
۳- طلاق بدعت : طلاق بدعت دادی چه پر يو ځل دری طلاقه ورکړ شی ، مثلاْ دا ووايی چه ته په دوو يا دريو طلاقو طلاقه يی يا دری ځلی ووايی چه ته طلاقه يې طلاقه يې طلاقه يې يا د حيض په حالت کې طلاق ورکړي يا د هغه پاکی په حالت کې طلاق ورکړی چه ورسره يی جماع کړی وي .
نو پدی ټولوصورتونو کې طلاق پريوځی ، څرنګه چه د طلاق طريقه يی غلطه استعمال کړی نو دا سړی ګنهګار شو . او دا طلاق د غلطی طريقی سره سره ځکه پريوځی چه هر سړی ته د دريو طلاقو اختيار دی .
قدرمنو ورونو سلامونه
هیله ده چې تاسو د پوره صحت لرونکي اوسۍ په دې هیله غواړم له تاسو نه یوه پوښتنه وکړم هغه دا چې زه ۲۱ کاله کیږي چې واده لرم په دې ۲۱ کالو کې زما خاوند پر ما د هیڅ رقم ظلم دریغ نه دی کړی او زه تاسو ته په باور کامل وایم چې زما به هیڅ ګناه نه وه او د به زه تل وهلم او ټکولم په ما یې شکونه کول چې د کور او پردو کې داسې څوک نه و پاتې چې د به زه ورسره نه جوړولم هره ورځ به یې راته د تګ خبره کوله وهل او ټکول دومره ډیر و زما په ژوند کې چې نور مې د هغه په مخ خبره نه شوه کولای .
زما اولاد یې زما په نس کې رانه مړ کړی دی په ډیرو وهلو زه د لیونتوب سرحده رسولې وم او بلاخره دې ته حد ورسیده چې زما نه به یې د هیڅ شي صرفه نه کوله زما یوه ورڅ خبره دې ته ورسیده چې زما کور ته زما خپلوان راتلل او دې کور ته نه پریښودل زه د ډیره ځوره سخته ناروغه شوم د زړه حمله راباندې راغله چې خپلو خپلوانو ته شرمیدم چې کور ته مې میلمه نه شي راتللیکله چې د روغتون نه کور ته راغلم نو هغه سره مې خبرې وکړې چې ولې ماسره داسې کوي هغه زه ډیره ووهلم او په پای کې یې زما په خوله لاسونه ونیول او زما د ختمولو یا وژلو اقدام یې وکړ ما په خپلو ستګو په سپینه پرده ولیده ما مرګ اخساس کړ او په پای کې نه پوهیږم څنګه د هغه کټ نه یې پښه خطا شوه په کوم چې یې زه د دپښو او لاسونو نه ټیڼګه نیولې وم او وژلم یې ما په دغه اثنا کې ترې تیښته وکړه او ځان مې وژغوره زه قسم خورم چې هیڅ مې نه و کړي نه مې ګناه وه.
اوس راځم په اصلې موضوع او هغه دا چې د هغې وروسته زما زړه د دې سړي نه بلکل بد شو اعتبار مې پيرې د لاسه ورکړ او هیڅ مینه مې په زړه کې نلرم ورته نه ورته احترام لرم اونه یې خبره تیرولی شم هغه وخت ما غوښته چې ترینه بیله شم خو زما کورنۍ او زما د ماشومانو خیال زه د دې بیلتون ته پرنښدم ما هم د دوی لپاره دا فداکاري وکړه څلور کاله مې دې سره بیا ژوند وکړ خو بې له مینې او اعتبار نه نه ورته احترام لرم نه یې احترام کولای شم اصلا زما په ژوند کې اوس ماته هیڅ ځای نه لري نه یې خبره منلی شم که ښه راته وایي هم راباندې بده لږیږي او بده یې خو هسې هم بده ده.
ده چې واوریده چې زه تصمیم لرم ترینه بیله شم نو دځان د اصلاح لپاره یې قسم وکړ او ما هم ومنه خو زه په زړه کې پرې متیقنه نه وم او دادی کله چې متیقن شو چې دا ښځه مانه نه ځي نو بیا یې د هغې ورځو ارمان په سر شو چې د خبرې په سر هم راته هغه ورځې یادوي او په آخر کې هم.
زه اوس ورسره هیڅ مینه نه لرم او نه یې احترام کولای شم نه یې خبره منلی شم نه ورسه خبرې کوم نه ورسره کینم او نه پاڅم چې کله هم سره کینو په پنځه دقیقو کې مو شړخړه جګیږي او بیا سره جنګ ګووهیڅ نه پوهیږم زه څه وکړم ؟
څږ ږرځې د مخه یې راسره جنګ وکړ او زه یې د خپل زوی په مخ کې ډیره وشرمولم زه ترینه نفرت لرم او په جنګونو کې مې نور حوصله ختمه شوې ده زه غواړم چې ترینه طلاق واخلم ځکه زه یوه دینداره او زاهده ښځه یمه زه په دې پوهیږم چې د میړه اخترام د ښځې فرض دی او زه دا فرض نه شم ادا کولای نه له دې لپاره چې نه غواړم بلکه د دې لپاره چې زه یې نه شم کولایزما په زړه کې ورته د مینې ځای نشته او زه یې نه شم زغملای او دا ماته ګناه ښکاريد اسلام د نګه نه په دې خاطر ما ورته طلاق ورکړ درې طلاقه او پښیمانه هم نه یم بیا یې ورکوم او بیایې ورکوم ځکه چې ترینه نفرت لرم.
اوس هیله منه یم چې تاسو راته رهنمايي وکړی ځکه چې هغه وايي چې د ښځې طلاق نه خسابیږي آیا دا رښتیا ده او که رښتیا ده ولې او که نه ده زه څه وکړم چې هغه وپوهییږي چې زه ورسره ژوند نهغواړم.
او بل دا چې هغه مې طلاف نه مني زه څه وکړم چې هغه مې طلاف ومني او ما آزاده کړي او که یې ونه مني زه څه وکړم ترڅو هغې مې طلاق ومنيخیله ده ماته رهنمايي وکړی او ماته سمه لارهښونه وکړیزه ستاسو د ځواب انتظار کوم چې زما په آدرس یې راولیږی او یا یې په خپله پاڼه کې خپور کړی مننه
——————————————————-
مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ
http://dawat.katib.org/archives/2688