د وتر لمونځ څو رکعته دی په احاديثو يې ثبوت غواړم

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
اول ستاسو نه مننه کوم چی داسی یو پرست مو خلکو ته تیار کړی دی چی یو دینی خبره باندی ځان پوه کړی
ګرانه زماسوال دا دی چی وتر باید څو رکعته وشی یو ، دری ، پهځه ، اوه او يا نه رکعته امید لرم چی د احادیثو په رڼاکی جواب راکړی مننه

ابومصعب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وتر لمانځه ته ځکه وتر وايي چې رکعتونه يې طاق دي د وترو د لمانځه حکم د امام مالک ، امام احمد او امام شافعي په نزد سنت مؤکد دی او د امام ابوحنيفه په نزد واجب دی د امام ابوحنيفه رحمه الله دليل دا حديث دی :

الوتر حقٌّ، فمن لم يوتر فليس منَّا (ابوداؤد 1419) يعنې وتر حق دي پس که څوک وتر ادا نه کړی له مونږ څخه نه دي .

او بل دا حديث چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إن الله تعالى أمدكم بصلاة هي خير لكم من حمر النعم الوتر جعله الله فيما بين صلاة العشاء إلى أن يطلع الفجر (المشکاة المصابيح 2/57 ) وهو أمر، والأمر يقتضي الوجوب .

د وتر د رکعتونو شمير :

د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه يو رکعت ، دری رکعته ، پنځه رکعته ، اوه رکعته …. په صحيح رواياتو ثابت شوي دي

همدارنګه وتر دوه دوه رکعته او په آخر کې يو رکعت ، ټول په يو ځل دوه قعدو او يو سلام سره او ټول په يوه قعده او يو سلام ادا کول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي (فقه السنه – باب وتر )

د امام ابوحنيفه په نزد د وتر لمونځ دری رکعته دی دليل يي دا صحيح حديث دی (كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يوتر بثلاث لا يسلم إلا في آخرهن) (راوي :عايشه – عمدة القاري 7/5 )

وفي الهداية: حكى الحسن إجماع المسلمين على الثلاث. قال ابن الهمام: وهو مروي عن فقهاء المدينة السبعة.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً