د کور نيول په بيع الوفا او څه کرايه ورکول

د کور نیول د بیع وفا په نوم سره ادبیا یوه کمه اندازه کرایه ورکول سنگه دی؟

د محترمو عا لما نو درانه حضورته سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم !
خدای ج د وکری چی جور روغ او خوشحاله وی د دنیا او آخرت کامیابی درته له الله ج سخه غوارم.
ما ته یوه قاری صاحب وویل چی یو کور د بیع وفا په نوم سره نیول او بیا یوه اندازه کرایه ورکول کوم شرعی مشکل نلری مثلآ په 500000 لکه افغا نی سره د کور نیول اوبیا د میا شتی یو سل 100 روپی ورکول کوم شرعی مشکل نلری زه ستاسی شرعی جواب ته منتظر یم
وسلام مع الاحترام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : داچې بيع الوفاء اختلافي معامله ده چې ځنې فقهاء يې جايز او ځنې ناجايز بولې ، لکن زمونږ په ټولنه کې چې کومه بيع الوفاء تر سره کيږي په اکثرو کې د بيع الوفاء د صحت شرايط موجود نه وي .

تفصيل دلته وګورئ

دوهم : هغه علماء چې بيع الوفاء صحي نه بولې د ګروې احکام ورباندې جايرې کيږي د کرايي د ګروي او کرايې جمع کول جايز نه دي .

په ګرو کور کې اسيدل او د هغه کرايه هم ورکول يو سودي لين او دين دي د شريعت عمومي قاعده ده (کل قرض جر نفعافهو ربوا ) په هر قرض کې چې ګټه وي هغه سود دی .

(فتاوي ديوبند ج ۲ ص ۶۴۳ ، اسلامې فقه ، مراة المجلة ج۱ ص ۳۸۹ او بهشتی زيور )

قال الدکتور وهبة الزحيلی فی الفقة الاسلامی وادلته (۶/۱۳۴) :

و عليه نری ان ما اعتاده الناس فی زماننا من رهن الدور علی ان يسکنها المرتهن ، ريثما يرد اليه الراهن دينه ، و هو قرض غير جايز باتفاق المذاهب .

و فی فتاوي اللجنة الدائمة (۱۴/۱۷۷ ) :

اما ان کانت هذه الارض المرهنة رهنت فی دين قرض ، فانه لايجوز للمرتهن الانتفاغ بها مطلقاً ، لکونه قرضاً جر نفعا ، و کل قرض جر نفعا فهو ربا باجماع اهل العلم .

او بل دا چې په يوه معامله کې د قرض او اجارې دوي معاملې نشي جمع کيدای .

،که د رهن يا ګروی په معامله کې اجاره تر سره شي نو رهن باطل دی .

کما فی الدرالمختار بخلاف لا اجارت والمبيع والهبه والرهن من المرتهن او من اجنبی اذا باشر احدهما باذن الاخر حيث يخرج من الرهن وفي الشامی و اما الاجارة فالمستاجر ان کان هو الراهن فهی باطلة الخ وان کان هو المرتهن وجدد القبض للاجارة بطل الرهن الخ . (نقل فی الفتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۴۲ ) .

خو کوم فقهاء چې بيع الوفاء صحي بولې کرايې يې هم صحي بولې :

(وفي البزازيه _ فان اجر المبيع وفاء من البائع فمن جعله فاسدا ورهنا قال لاتصح اجارته ولايجب شي ومن جعله بيعا صحيحا جوزالاجارة من البائع وغيره (ردالمحتار ۷ج۵۸۳ص)  

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً