د الله د دوښمنانو پر وړاندې د بري اسباب (دوهمه برخه )

۵- د دوښمن سره د مخامخ کيدو په وخت کې ثبات :

د نصرت د عواملو څخه يو هم د دوښمن سره د مخامخ کيدو په وخت کې ثبات او د وارخطايی ترک او تېښته نه کول دي لکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو غزاګانو کې ثابت پاتې شوی په خاصه توګه د بدر ، احد او حنين په غزاګانو کې ، او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو د پاره يو غوره نمونه ده ، لقوله سبحانه وتعالی : لقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا » [احزاب.21]

(په حقيقت کې تاسې لپاره د الله په پيغمبر کې د نيکۍ خورا غوره نمونه ده د هر هغه چا د پاره چه د الله او د آخرت د ورځې هيله من دي او الله ډير يادوي ) .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ((يا أيها الناس، لا تمنَّوا لقاء العدو، واسألوا الله العافية، فإذا لقيتموهم فاصبروا، واعلموا أن الجنة تحت ظلال السيوف)) (متفق عليه )

ژباړه : ای خلکو! د دوښمن سره د مخامخ کيدو هيله او آرزو مه کوئ ، له الله پاک څخه کافيت وغواړئ ، مګر که له دوښمن سره مخامخ شوئ صبر وکړئ او پوه شئ چې جنت د تورو تر سيورې لاندې دی .

6- شجاعت :

د بري او نصرت له سترو اسبابو څخه يو هم شجاعت ، پخپل ځان اطمنان ، او په دې باندې عقيده لرل چې په جهاد سره مرګ نه مخکې کيږي بلکي د مرګ د پاره وخت ټاکل شوی دی چې نه مخکې کيږي او نه هم وروسته کيږي .

أَيْنَمَا تَكُونُواْ يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ (النسآء ۷۸ ) .

ژباړه : هر چېرې چې واست مرګ به مو ونيسي که څه هم تاسې په کلکو کلاګانو کې واست .

لکه چې شاعر وايي :

من لم يمت بالسيف مات بغيره

 

 

تعددت الأسباب والموت واحد

 

د کامل ايمان واله کسان د ټولو خلکو نه زيات شجاعت واله دي او په ټولو کې د ستر او قوي شجاعت واله د مسلمانانو پيشوا جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ؤ چې د شجاعت تاريخ يې له څا پټ نه دی د مثال په توګه د بدر ، احد او حنين په غزاګانو د هغوی صلی الله عليه وسلم شجاعت بالکل د حيرانيا وړ دی .

7- دعا او زيات ذکر : 

د نصرت له سترو او قوي عوامل څخه يو هم پر الله تعالی باندې استغاثه او د الله تعالی ډير ډير يادول دي :

الله جل جلا له  فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة:186]

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60]

ژباړه : د الله پاک ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

او الله سبحانه وتعالی فرمايي: إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُرْدِفِينَ (الانفال ۹ ) .

ژباړه : او هغه وخت ياد کړه چې تاسې خپل رب ته د کومک چيغي وهلي هغه ستاسې غوښتنه ومنله چې : زه په زرو ملايکو په پرلپسې درليږلو سره ستاسې ملاتړ کوم .

الله سبحانه وتعالی د دوښمن سره د مخامخ کيدو پر مهال د دعا او ذکر کولو حکم کړی دی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ (الانفال ۴۵ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! کله چې د دوښمن د کومې ډلې سره مخ شوئ نو پښې مو کلکې کړئ او الله پاک ډير يادوئ ښايي چې بری مو په برخه شي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوف او وېرې په وخت ددې دعا کولو توصيه کړې ده  ((اللهم إنا نجعلك في نحورهم ونعوذ بك من شرورهم))(ابوداؤد)  

8-ـ د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت :

د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت د نصرت له قوي اسبابو څخه يو ستر سبب دی چې په ټولو فی سبيل الله مجاهدينو بلکي پر ټولو مسلمانانو دا واجب ده چې د الله او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوامرو اطاعت وکړي او نواهی څخه ځان وساتي ، الله سبحانه وتعالی په دې خبرې باندې په قرآنکريم کې په بار بار ټينګار کړی او فرمايي :

 وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (الانفال ۴۶ ) .

ژباړه : د الله پاک او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او پخپلو مينځو کې شخړه مه کوئ که نو بې زړه او ناتوانه به شئ او لاړ به شي باد ستاسې ، صبر وکړئ بې شکه چې الله پاک د صبر کوونکو سره دی .

او الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ (النور ۵۲ ) .

ژباړه : او هغه کسان چې د الله او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اطاعت وکړي ، له الله وډار شي او له سرغړونې څخه يې ځان وساتي نو همدوی کامياب دي .

وقال الله تعالى: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً ( الأحزاب/ 36 ) .

ژباړه : او کله چې الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکی دی .

9- اتفاق او يوالی او د تفرقو څخه ځان ساتل :

په مجاهدينو باندې واجب ده چې د الله تعالی د دوښمنانو پر وړاندې ټول د الله پاک په دين را ټول او د دوښمن پر وړاندې په يو هدف او صف کې ودريږي له ډلو بازۍ او تفرقو لاس واخلي ، کچيرې په خپلو مينځو کې په شخړه او اختلافاتو اخته شي نو دوښمن د مقابلې څخه به ناتوانه شي .

لقوله سبحانه وتعالی :  وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (الانفال ۴۶ ) .

ژباړه : د الله پاک او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او پخپلو مينځو کې شخړه مه کوئ که نو بې زړه او ناتوانه به شئ او لاړ به شي باد ستاسې ، صبر وکړئ بې شکه چې الله پاک د صبر کوونکو سره دی .

و قال الله سبحانه : (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا ) آل عمران/103

ژباړه : او ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ خواره واره کيږي مه .

وقال الله تعالى:  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (النسآء ۵۹ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! د الله ، رسول او هغو کسانو اطاعت وکړئ چې له تاسې څخه د امر او حکم خاوندان دي . او که چيرې مو په کوم شي کې شخړه راغله نو الله او رسول (قرآن او سنتو ) ته يې راجع کړئ ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرونکي ياست دا کار غوره او پای يې ډير ښه دی .

موقع صيدالفوائد

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود


Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً