په تجارت او سوداګرۍ کې درواغ ، د عيب پټول او فريب

اسلام عليكم ورحمت الله وبر كاتوه غوارم يو پشتنه وكرم مونز دلته تول راكره وركه له شجو سره ده په هغه كشي بي حجاب هم شته اوحجاب وله هم خو دير بي حجابه دي كله دوكان ته راشي نو خبر خو بيخي زياتي حتا خندا هم ورسره كواوبل داجي كوم شي كشي ګټخ دوي خو بيا هم ورته وايو جي ګټه نشته او دا هم وازاره شي ورته نوي شي داس زاره نه ده موديل فه حساب دلته نوي مادل غواري مونز ورته يو مياشت مخكشي مو دل شيو جي دا نوي دي مونز ده جواب فه تمه يوالله ج دي ستاسو كامياب اوسر لوري لري

رحم الدين وردك
متحد عرب امارات عجمان

———————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

پر مسلمانه ښځه باندې حجاب فرض دی خو که ښځه بې حجابه وي سړی به هغه ته نظر نه کوي ، د هغه سره اختلاط او کډون او بې ضرورته خبرې کول حرام دي :

قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

د نامحرمو ښځو سره بې ضرورته خبرې کول او نظر حرام او د زنا يو حصه ده .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

دوهم :

په تجارت او سوداګرۍ کې درواغ د تجارت برکت له مينځه وړي او په درواغو قسمونه باندې خرچول سخته ګناه ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا». أَوْ قَالَ: «حَتَّى يَتَفَرَّقَا، فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِي بَيْعِهِمَا، وَإِنْ كَتَمَا وَكَذَبَا مُحِقَتْ بَرَكَةُ بَيْعِهِمَا». (بخارى: 2079)

ژباړه: خرڅونکی او اخيستونکې څو پورې چې يو له بله نه وي جلا شوي د معاملی د فسخې حق لري او زياته يې کړه : که هغوی رښتيا ووايي او د جنس عيب بيان کړي نو د هغوی په معامله کې به خير او برکت وي او که د جنس عيب پټ کړي او درواغ ووايي د هغوی معامله به بې برکته وي .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «ثَلاثَةٌ لا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ: رَجُلٌ حَلَفَ عَلَى سِلْعَةٍ لَقَدْ أَعْطَى بِهَا أَكْثَرَ مِمَّا أَعْطَى وَهُوَ كَاذِبٌ، وَرَجُلٌ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ كَاذِبَةٍ بَعْدَ الْعَصْرِ لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ رَجُلٍ مُسْلِمٍ، وَرَجُلٌ مَنَعَ فَضْلَ مَاءٍ، فَيَقُولُ اللَّهُ: الْيَوْمَ أَمْنَعُكَ فَضْلِي كَمَا مَنَعْتَ فَضْلَ مَا لَمْ تَعْمَلْ يَدَاكَ». (بخارى:2369).

ژباړه: د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : دری ډلې دي چې د قيامت په ورځ له هغوی سره الله تعالی خبرې نه کوي ، او هغوی ته نظر نه کوي : يو هغه کس چې قسم خوري چې ما خپل تجارتي جنس په دومره قيمت اخيستی حال دا چې حقيقي قيمت هغه نه وي او دروغ وايي ، بل هغه سړی چې وروسته له مازديګر څخه په دروغو قسم کوي تر څو د مسلمان مال پخپله تصرف کې راولي ، بل هغه څوک چې د اضافي ابو يا عامو د ورکولو مانع شي ، پس الله تعالی فرمايي : نن ورځ زه تا د خپل فضل څخه محروموم لکه څنګه چې تا نور د هغه اوبو نه محروم کړی وو چې ستا کسب نه وو .

دريم : په تجارت کې چل او فريب او د شي غيب پټول حرام دي :

 په اسلام کې دوکه او فريب حرام دی او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101)

 يعنې : فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 88 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً