په کومو شرائطو کې ښځه له ميړه څخه ځان خلاصولای شي ؟

زما پوښتنه داده چی ایا کوم شرایط دی چی یوه ښڅه وغواړی له خپل میړه نه څان خلاص کړی مهربانی به مووی مننه

شاهدالله نوري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لکه څنګه چې د نارينه د پاره د سخت مجبوريت پر مهال د طلاق اجازت شته که څه طلاق الله (جل جلا له) ته په ټولو حلالو څيزونو کې بد څيز دی لکن اسلامي شريعت د سخت مجبوريت په وخت کې هغه جايز کړی دی ، دغه شان د ښځې د پاره هم د سخت مجبوريت او تکليف په وخت د خلع او تفريق اجازت شته ، لکن که ښځه بغير د څه مجبوريت ، تکليف او کوم عذر پرته هسې د خواهش او مزو پر بنا طلاق غواړي کوم چې په نني عصر دا وباء ګډه ده او حاکم وضعي او سکولر حکومتونه دې فساد ته لارې هواروي نو د داسې ښځو د پاره د سخت وعيد خبرداری ورکړی دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

ايما امرأة سألت زوجها صلاقاٌ فی غير ما به باس فحرام عليها رائحة الجنة (ترمذی ، ابوداود ) .

کومې ښځې چې بغير د څه سخت تکليف يا څه خاص وجهې طلاق وغوښتلو په هغې د جنت بوی حرام دی .

او همدارنګه فرمايي : المختلعات هن المنافقات ( کومې ښځې چې بغير د څه ضرورت نه خلع غواړي هغه په حقيقت منافقې دي) .

قرآنکريم د خلع حدود او شرائط داسې بيان کړي دي :

وَلاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُواْ مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلاَّ أَن يَخَافَا أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ (البقره ۲۲۹ ) .

ژباړه : او تاسې ته جواز نه لري چې له خپلې ښځې څخه د هغه مال څه برخه بيرته واخلی چې د نکاح تړلو په وخت کې مو ورکړی وي . خو د اخيستلو يې څه باک نشته که دواړه ډاريږي چې نور په ګډ ژوند کې د الله حدود نشي پوره کولای ، نو که تاسې ډاريدلی چې دوی دواړه به د الله حدود پوره نه کړای شي پر دواړو ګناه نشته چې ښځه څه مال د طلاق په بدل کې ميړه ته ورکړي .

په پورته آیت شريف کې لاندې هدايات بيان شوي دي :

۱- ښځه خلع په هغه صورت کې اخيستلای شي چې کله ددې ويره وي چې د نکاح ساتلو په صورت کې د الله تعالی قائم کړي حدود نه ساتل کيږي .

۲- ښځه به خاوند ته د هغه په بدل کې دې ته د خاوند د طرفه ورکړ شوی مهر او يا څه مال ورکوي .

۳- دريم شرط دادی چې دواړه به راضي وي ، که خاوند نه راضي کيږي بيا مسئله د اسلامي حکومت قضا ته وړاندې کيږي .

تفريق :

پورته د خلع حکم او شرائط ذکر شول چې د مجبوريت په صورت کې چې کله د الله (جل جلا له) قايم کړي احکام نه ساتل کيږي نو ښځې ته اسلامي شريعت د څه مال او يا مهر ورکولو په بدل د خاوند څخه د طلاق غوښتلو اجازت ورکړی دی .

همداسې ښځې ته اسلامي شريعت د تفريق د حکم اجازت هم ورکړی دی داسې چې کچيري کوم کس د ښځې شرعي حقوق او فرائض تر پښو لاندې کړي مثلاً په خاوند کې د ښځې د جنسي خواهش پوره کولو صلاحيت نه وي ، يا خو دا صلاحيت لري لکن هغه په حرامو مبتلاء وي د ښځې طرف ته رجوع نه کوي ، يا هغه د توان سره د ښځې نفقه نه ادا کوي ، يا دا چې د ښځې خاوند مجنون او لېونی شي او داسې نور صورتونه کوم چې اسلامي شريعت تعين کړي دي په دغه صورتونو کې اسلامي شريعت ښځې ته د تفريق اجازت کړی دی چې هغه به اسلامي محکمې ته رجوع کوي ، او همدارنګه د تفويض طلاق حکم هم شته ، چې دا ټول صورتونه د سخت مجبوريت په صورت کې دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً