که موبايل په مردارو ابو کي ولويږي څنګه پاکيږي ؟

محتر مو استاذانو که موبایل فه مردارو اوبوکی غوزارسی بیا فه لمر وجشی حلا لیزی که یا لطفا جواب راکی

زين دين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

همدې ته ورته پوښتنه له مرکز الفتاوي اسلام ويب څخه هم شوي ده چې کله تليفون يا موبايل په نجاست کې وليږي څنګه پاکيږي ؟

ځواب : کله چې د موبايل داخلي برخي ته نجاست او پليتي ورسيږي غوره دا ده چې هغه ومينځل شي خو که مينځل ضرر وي موبايل خرابوي نو بيا مسح او موښل کيږي تر څو د نجاست اثر يې له مينځه لاړ شي .

ځکه چې په اسلامي شريعت کې د صيقلي او لشم څيزونه نجاست لکه ښيښه ، اوسپنه او توره او نور په مښلو او خاورو سره هم پاکيږي چې دا د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام مالک رحمه الله مذهب دی .

متن فتوی اسلام ويب :

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

فإذا تيقنت من إصابة النجاسة للأجزاء الداخلية من هاتفك الجوال فالأولى أن تقوم بتطهير الهاتف من النجاسة التي أصابته، فإن كانت الأجزاء التي أصابتها النجاسة لا يمكن غسلها فيجوز أن تطهرها بمسحها، وقد اختلف أهل العلم في الأشياء المصقولة هل تطهر بالغسل أم يجزئ فيها المسح، ومذهب الحنفية والمالكية .

د مطلب خلاصه : که امکان وي خپل موبايل ومينځئ که امکان نه لري ضرر وي ، نو هغه په يوه ټوټه او بورس ښه و موښئ چې د نجاست اثر يې ختم شي بيا هغه وچ کړئ ، نور به ان شآء الله پاک شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً